تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د موسیقی اغېز پر زړه او غوږونو باندي
 
  February 11, 2017
  0

څېړنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

موسیقي او زړه


د موسیقۍ د اورېدلو پر مهال د انسان زړه ډېراغیزمن کیږي، او دا هغه مهال تر سیوري لاندي راځي چې کله احساسات او جذبات ډېر سي، د موسیقۍ سره زړه خپل حرکت کله بتي اوکله ورو کړي، چې زړه له طبعي حالت څخه باسي او په دغه وخت کي زړه یو غیرمتوازن حالت غوره کوي،  یا په بل عبارت دغه وخت زړه ناروغه  او غیرسالم دی، او ددې سره د زړه تکلیفونه لا نورهم مخ په وده ځي؛ د عامي موسیقۍ ضربان په یوه دقیقه کي ۷۰- ۸۰ پوري دی، او اوس چې د جاز موسیقې چې ډېرمشهوره ده په یوه دقیقه کي ئې ضربان ۷۰ ځله دی، چې د موسیقې په اورېدلو سره زړه هم خپل حرکتونه ورسره عیاروي، چي دا و زړه ته د کمزوره کېدو، د زړه د (والو) د بندېدو سبب ګرځي.

د لویدیځ یو مشهوره پروفيسر ډاکټر (Leonardreyer) وایي چې دا منو او دا حقیقت دی چې موسیقي پر زړه ډېري بدي اغیزې لري او د زړۀ تکلیف لرونکي باید د موسیقۍ سره شناخت ونکړي دا ځکه چې نتیجه ئې ورته ښې نه دي.

د موسيقۍ اغيزې پر غوږونو او د اورېدلو پر توان باندي

د موسیقۍ د ډېرو اورېدلو سره د اورېدلو توان(قوت سامعه) له مینځه ځي، او یاهم ډېره کمزورې کیږي، د امریکا د لاس انجلس د غوږونو د څېړنو د یوه مرکز د روغتون (House Ear Clinic of st. Vincent Medical Center) یوه ساینس پوهه ډاکټره ريکل کروز(Rachel Crouz) وایي:

په ۱۹۶۰ کال کی د پاپ د موزیک د اوریدلو له کبله د زیاتو عامو امریکایانو د اوریدلو توان ډېرکمزوری سو، او اوس زموږ مشاهده او تجربه دا ده چې هغه انجینران او د موسیقۍ کارکونکي چې د موسیقۍ سره اړیکي او کار لري، دوی د اورېدلو د کمزورۍ سره لاس اوګرېوان دي، (Hear Problem) د مشکلاتو سره مخامخ دي؛ او دا هغه تکلیفونه دي چې درملنه ئې ناشونې ده، دا ځکه چې د سامعې حس یو مخ له فعالیته وځي.(March 2005"New Hear this' Reader*s Digest.194)

د موسیقۍ د کنترول لپاره ځیني خلک د غوږو ګوشۍ (Head Phone) استعمالوي، چي موخه ئې داده چې موسیقې باید یواځی واورېدل سي او بس، او بل څوک ئې وانه وري، چې ددې پایلې بیا ډېرې خطرناکې او د زهرو نه ډکې دي، او د اورېدل پوهنې د علم (Audio logy) له نظره، د ځوان نسل د اورېدلو د حس د خرابوالې او کمزورۍ یواځنی علت او سبب د غوږو ګوشۍ دي، چې تر زهرو ئې پایلې ډېر بدې او تارېکې دي، د امریکا د باسټن د پوهنتون (Boston University) د اورېدل پوهنې یو تجربه کاره پروفيسر کلارک کاکس (Clark Cox) وایي:

په دې کی شک نسته چې د موسیقۍ لوړ اواز اورېدل د انسان د اورېدلو حس له مینځه وړي.
 
د لوړ اواز د اورېدلو په وجه نه یواځي د اورېدلو توان له مینځه ځي بلکې د زړه حرکت هم زیاتوي، د وینې فشار لوړوي، بې خوابې راولي، تنفسي نظام له طبعي او عادي حالت څخه باسي، وینه په شریانو کي خرابوي او نورې داسي بدي اغیزې پر اعصابو او ټول بدن باندي لري چي  بیا ئې درملنه ناشونې ده. (March 2005"New Hear this' Reader*s Digest.194)

د هغه مهال راهیسي چې د اورېدلو تخنیک (Audio Technology) پرمختګ کړیدی د هغه وخته راهیسي د اورېدلو حس کمزوری سوی، او شکایتونه ئې دوام لري، چې ځیني خلک ورڅخه محروم سوي هم دي؛ چې دا اوس یوه نړیواله پېچلې موضوع او پرېشانی ده، اوپاته دي نه وي چې په پرمختللي هیوادو کی ددې ټولو ناخوالو یواځنی علت او سبب موسیقي، د موسیقې الات، سپېکران، د کمپیوټرموسیقي او د غوږو ګوشۍ دي.

اوس ددې بدمرغیو د کنترولو لپاره یوه اداره هم جوړ سوې او تاسیس سویده، چې د (Noise Free America)  په نامه سره یادیږي، او دا اداره کوښښ او پوره هلې ځلې کوي چي لوړه موسیقې او لوړ اوازونه په قانوني ډول سره بند او کنترول کړي، او ددې ادارې فعال غړي او انجینران وایی چې د پاپ، جاز او نوره موسیقې چې په لویدیځ کی دود ده، دومره تاوان لري لکه 747 بوئينګ طایره چې د یو سړي د سر د پاسه ولاړه وي او ږغ ئې هم پوره لوړ وي چي دا څومره د یوه انسان اعصاب، جسم، د اورېدلو توان او هرڅه ته زیان رسوي، دا اوسنۍ موسیقې هم په دې شان نقصان او بدې اغېزې لري.

مقاله: موسیقي او نوي ساینسي څېړني
 
----------------------

زیاتونه:

نړیوال روغتیايي سازمان دا اعلامیه نشر کړې ده چي تر یو میلیارډ زیات ځوانان د اورېدلو د قوت (سامعې) د له منځه وړولو د خطرې سره مخ دي او دا هم لیکي چي د اورېدلو دا مشکل د انسان پر جسم، اعصابو، تعلیم او کار باندي ډیري تباه کوونکي پایلي لري. 

More than one billion teens and young adults are at risk of losing their hearing, according to WHO (that's the World Health Organization,).

It's not just old folks who suffer hearing loss. Just by listening to music at what you probably think is a normal level, or hanging out in loud bars, nightclubs and music and sporting events, you can permanently damage your hearing.
By analyzing listening habits of 12- to 35-year-olds in wealthier countries around the world, WHO found nearly 50% of those studied listen to unsafe sound levels on personal audio devices and about 40% are exposed to damaging levels of music and noise at entertainment venues.

Once you lose your hearing, it won't come back.

Hearing loss has potentially devastating consequences for physical and mental health, education and employment.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته