تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فلسطین څنګه استعمار شو؟
  تعلیم الاسلام
  December 20, 2017
  0

لیکنه: محبوب الرحمن رأفت / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

فلسطین عبارت له هغی ځمکی څخه ده چي اولین بشری تمدونونه ته یې په خپله سینه کي ځای ورکړی وه. او د تاریخ له آنده یوه تاریخي ځمکه ده او مقدس ترین اماکین چي زیاتره د دریو آسماني دینونو په کي ځای لري چي له د امله یې اهمیت دوچنده کیږي او د تاریخ د اسنادو پر اساس هغه اقوام چي په مختلفو نقطو د ځمکي کي اوسیدل، عبارت دي له آموریان، آرمیان، کنعاینان …

 
بنی اسرائیل وروسته له د قومونو څخه د فلسطین په بعضو نقطو کي ژوند کاوه، البته هم زمان له څو عبري قبیلو سره د بني اسرائیل او نور مختلف قومونه لکه کلدانیان، آشورینان او داسي نور په فلسطین کي ژوند کاوه. پر همدې اساس هغه داعوه چي دوی کوي چي فلسطین د دوی یو تاریخي حق دی صحیح نه دی.

 

یهودیانو کله چي یو پیړی یا نیمه پیړ کیږي چي د ټولي نړی یهودیانو لپاره د اتحاد حرکتونه شروع کړه په ابتدأ کي یې شعار یهودي وطن په ارجیناټین کي او یا هم په آفریقایې هیودونو کي (اوګاندا مطرح شو) اما وروسته دا شعار لپاره ددې چي یهودیان سره یو ځای کړي (او یو اعتقادي بڼه ورکړي) د فلسطین ځمکي ته یې توجه وکړه.

 

دا خاوره د آمویانو د دوم خلیفه په وخت کي د مسلمانانو له طرفه د یو سوله آمیزه تړون پر اساس فتح شو او تر آخرین دوره د عثمانیانو د اسلامي حکومتونه تر ولکې لاندي وه چي اکثریت په کي مسلمانان وه او هیڅ مشکل نورو ادیانو ته هم پکي نه وه.

 

یهودیانو ولي منځیني ختیځ انتخاب کړی؟

 

پوښتنه دا ده چي یهودیانو ولي منځیني ختیځ انتخاب کړی؟

 

اول دلیل: هغه ټول آسماني ادیان چي خلک یې توحید ته دعوت کول په منځیني ختیځ کي ول.

 

دوم دلیل: نفت او انرژي ده چي په مجموعه کي ٪۵۷ انرژی د نړی په منځیني ختیځ کي ده.

 

دریم دلیل: منځنی ختیځ د اسلامي نړی زړه ده. او دا سیمه مسلمانان سره یو ځای کوي او اسلام مسلمانانو ته امر کوي چي خپل ځان د نصرانیاني او یهودي نړی نه خود کیفایه کړي او برعکس لویدیځ غواړي چي په ټوله نړی تسلط ولري بالخصوص په مسلمانانو باندي لپاره ددې چي پر مسلمانان ښه کنترول او تسلط ولري،  دې پریکړي ته رسیدلي دي چي یهودیان دې سیمه کي ځای پر ځای کړي.

 

څلورم دلیل: د جغرافیایې موقیعت له نظر یو کلیدي موقیعت دی چي په اصل کي د آسیا، اروپا او د آفریقا زړه دی. نه شو کولی چي له قدرت او زور نه خبري کوو او منځنی ختیځ له یاده وباسو.

 

مسجد الاقصی

پر همدی اساس دا استعمار په څلورو برخو ویشل کیږي:

 

۱ – مخکي د انګلیس له استعمار نه

د یهودو تعداد ( په فلسطین کي) ۵۶ ززه اویا هم ۸ په سلو کي او ۶۴۴ زره فلسطینان او یا هم ۹۲ په سلو کي او ۲ په سلو کي یې ځمکه په کي وه.
د یهودو لومړی څپه د مهاجرت په کال ۱۸۸۲ میلادی [۱۲۶۱ هجری شمسی] شروع شو. تر ۱۹۰۳ میلادی [۱۲۷۲ هجری شمس] په مجموعه کي ۲۰ زره ته ورسید.

په لومړی نړیوال جګره کي عثماني امپراتور ماتي وخوړه او عثماني دولت تجزیه شو په مینځ د لویو قدرتو کي لکه فرانسه او انګلیس، وروسته انګلیس فلسطین استعمار کړ په کال ۱۹۱۷میلادی [۱۲۸۶هجری شمسی]  بالفور د بهرنیو چارو وزارت وزیر د انګلیس یهودیانو ته په فلسطین کي د یهودي ټاټوبي وعده ورکړه.

 

د انګلیس قیومیت

 په کال ۱۹۱۹ میلادی کي فلسطین د انګلیس تر قیمومیت لاندي راغی. 


قیمومیت: عبارت له هغی سیمي چي اوسیدونکي یې دومره پس رفته دي چي نشي کولی خپل ځان اداره کړي او هغه هیواد چي د کار وړتیا لري نو دا سیمه د هیواد ته سپارل کیږي او تر هغه پوري یې دا خلک تربیه کوي چي وکولی شي خپل هیواد اداره کړي او وروسته له دې نه یې ورته سپاري.

 

کله چي دا سیمه د انګلیسانو تر قیمومیت لاندي وه نو د فلسطین خاور یې یهودي آژانس ته ورکولې او یهودیانو هم کوشش کاوه چي له مسلمانانو څخه ځمکي د پیسو په مقابل کي واخلي کله چي اسلامی علماء‌ د دوی پر دې پلیت راز خبر شول نو فتوأ ورکړې چي هر څوک په یهودیان ځمکي پلوري نو د هغو مرګ روا ده نو په همدې خاطر چي یهود خپل هدف مخ ته یوسي نو د مسلمانانو له جامو څخه به یې استفاده کوله .

 

کله چي انګلیس له د سیمه څخه ووت نو یهودو خپل استقلال اعلان کړ چي نژدې ۶ په سلو کي یې د فلسطین خاوره تر تسلط لاندي راوست او مخکي له دې څخه یې ۲ په سلو کي خاوره تر تسلط لاندي وه.

 

۲ – د ملل متحد قطعنامه

ملل متحد اعلان وکړ په کال ۱۹۴۷/۱۱/۲۹ چي فلسطین په دو برخو وویشل شو ۵۴ فیصد خاور د یهودیانو او نوره د فلسطینانو.

 

۳ – له ۱۹۴۸ نه تر ۱۹۶۷ جګره
یهودیانو ۱۹۴۸/۵/۱۵ بعد له اعلان د قیمومیت د انګلیس نه خپل دولت اعلان کړ چي د یهودو او فلسطینانو ترمنځ جګړې شروع شوې او عربي اردو هم د فلسطین په طرفدارۍ جنګ ته داخل شو ددې لپاره چي جنګ ته اماده نه وه او یهودو تر شا انګلیس وه او دا جنګ د ۱۹۴۸ مشهوره جنګ دی.


 په نتیجه کي ۷۸ په سلو کي د فلسطین خاور یې تر ولکې لاندي راوسته او په حدود یو میلیون چي مجموعه یې یو میلیون نه سوه زره وه مهاجر شول ۲۰۰۰۰۰ فلسطینی مسلمانان غزه ته لاړه ۴۹۶۰۰۰ اردون ته ۱۰۰۰۰۰ لبنان ته ۸۵۰۰۰ سوریه ته ۲۰۰۰۰ عراق او مصر ته هجرت وکړ.

 

-----------------------

د مسجد الاقصی پیژندنه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته