تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوظبۍ مسجد
  تعلیم الاسلام راډيو
  March 7, 2018
  0

لیکنه: محمد اسماعیل شهاب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د شيخ زايد مسجد په نړۍ کي يو له ښايسته ترينه مساجدو څخه شمېرل کيږي، ددې مسجد مکمل نوم (مسجدالشيخ زايد بن سلطان آل نهيان) دئ، چي د متحده عربي اماراتو د مؤسس او لومړي اولسمشر له نامه څخه اخيستل سوی دئ، هغه د (۱۴۲۵) هـ ق کال د روژې په (۲۰)وفات سو او د همدغه مسجد په شمال کي خاوروته وسپارل سو.

 

ياد مسجد د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کي موقعيت لري او په نړۍ کي د مساحت له نظره د مسجدحرام او مسجد نبوي وروسته په درېيمه او د حجم د لوی والي له لحاظه په لسمه درجه کي راځي، د شيخ زايد مسجد د اماراتو له ديني نقاطو څخه شمېرل کيږي.

 

 

د شيخ زايد مسجد په رسمي توګه د (۲۰۰۷) مېلادي کال د روژې په مياشت کي افتتاح سو. 

 

لګښت او اندازه: 
د شيخ زايد مسجد په ابوظبۍ کي د جزيرې په داخل د دوو پلانو(مصفح او مقطع) په مينځ کي قرار لري، که څه هم په اماراتو کي ومسجد ته د غيرمسلم ننوتل منع دي؛ مګر دا چي دغه مسجد ډېر ښکلی دئ، د سيلانيانو د ليدلو له پاره هغوی ته اجازه ورکړل سوې ده، هره ورځ زرګونه کسان له همدې مسجد څخه ليدنه کوي. 

 

په (۱۹۹۶ م) مېلادي کال کي عربي متحده اماراتو ابوظبۍ د هغه وخت د حاکم شېخ زايد بن سلطان آل نهيان په فرمان سره د نوموړي مسجد د بناء امر صادر سو.

 

د مسجد د جوړېدو لګښت دوه ميليارده او (۱۶۷) ميليونه اماراتي درهمه دي، د مسجد اجمالي مساحت بغير د حوضونو او نور د باندني مساحت څخه (۴۱،۲۲۲)متره مربع دئ.

 

د مسجد اصلي ګنبده د نړۍ له لويو ګنبدو څخه ده، ارتفاع ئې (۸۳) متره او داخلي قطر ئې ۳۲ متره دئ، دغه ګنبده د زرګونو مراکشي هنرمندانو له خوا په قرآني آيتونو سره مزينه سوې ده، نوري ګنبدي هم سته، چي په مختلفو اندازو سره دي او شمېر ئې (۷۵) ته رسيږي.  

 

 

په مسجد کي په يوه وخت کي (۴۰۹۶۰) تنه لمونځ کولای سي، د مسجد پر اطرافو (۴) جګو منارونو د (۱۰۷) مترو په ارتفاع سره ياد جوړښت نور هم ښکلی کړی دئ. د مسجد صحن په مرمر ډبرو او ښکلو کاشيو پوښل سوی دئ، تر لويي ګنبدي لاندي (۲۴) ميلان قرار لري، اما د مسجد د ټوله صحن ميلان (۱۰۴۸) ته رسېږي، چي په قيمتي ډبرو او ښکلو نقشونو پوښل سوي دي، پرځينو برخو ئې د زرو (طلا) کار هم سوی دئ، د مسجد دباندي د شنو اوبو حوض سته، چي د مسجد انځور پکښي له ورايه انعکاس کوي.

 

دغه مسجد د مځکي څخه په(۹) متره لوړوالي د تپې پرمخ بناء سوی دئ.

 

اولين لمونځ د عيدالأضحی (د لوی اختر لمونځ) په (۱۴۲۸) هـ ق کال چي د د سمبر (۲۰۰۷) مېلادي کال سره سمون خوري پکښي وسو، چي په هغه وخت کي د مسجد د ترميم چاري لا په مکمله توګه نه وې بشپړي سوي. 

 

د مسجد فرش: 
د مسجد فرش د ايراني اوبدونکو په توسط اوبدل سوی دئ، چي مساحت ئې (۷۱۱۹) متره مربع دئ، د عربي متحده اماراتو په شيخ زايد مسجد کي شايد لوی فرش ووینی، چي يوازي د همدې مسجد له پاره په خصوصي توګه جوړ سوی دئ، دغه فرش په لاس سره اوبدل سوی دئ، يو ايرانی هنرمند د خالقي په نامه ددې مسؤل وو او د (۱۲۰۰) اوبدونکو کسانو په همکاري ئې جوړ کړی دئ، د نوموړی فرش چي د څه باندي (۷) زره متره مربع اندازه لري، ثابته وزن (۴۷) ټنه دئ. 

--------------------------

اړوند لیکني:
د کعبې د جوړښت تاریخ
د کعبې شریفي د غلاف تاریخ
نبوي سیرت: د کعبې د پوښ ورکولو واقعه (۱۲)
د مکې معظمې د مقدسو ځايونو احصائيه

نبوي مسجد
الاقصی مسجد
مسجد قبا
د مسجد آداب
مسجدو موږ رسوا کړو!

په مسجد کښي ۵۰ غلطیاني

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته