تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نا امنه امریکا: په ۲۰۱۸ کي (۴۷۲۲۰) وسلوالي پیښي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 30, 2018
  0

په ۲۰۱۸ م کال کي په ۴۷۲۲۰ وسلوالو پیښو کي د ۱۱۹۸۴ کسانو مړینه


ټولونکی: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

هغه څه چي امریکا نه غواړي څرګند سي، هغه نن د ټولو خلکو په وړاندي راغلي.


امریکایانو د ناخوښۍ، بد طبیعتۍ، د ناحقه طرفدارۍ او یا د هیواد پالني د غلط تعبیر په خاطر و وسلي ته لاس ور اچولی دی. 


مارکیټ واچ پاڼه ئې په هکله خورا هراړخیز راپور را اخلي هغوی لیکي، چي د   Gun Violence Archive ادارې لخوا په توپک او توپنچه د ویشتنو ټولي پيښي او د مړو کسانو شمېره ثبت سوي ده. راپور لیکي چي په امریکا کي د ۲۰۱۸ کال د جنوري د اولي څخه د اکتوبر تر ۲۷ نیټي پوري، د تیري شنبي په ورځ د یهودانو د عبادت ځای د پیښي په شمول،  د ۴۷۲۲۰ وسلوالو پیښو په نتیجه کي ۱۱۹۸۴ کسان مړه سوي دي. که چیري دغه شمېر د یادي مودې پر ورځو ووېشو نو هره ورځ ۱۵۷ پیښي سوي دي او ۴۰ کسان پکښي مړه سوي دي. 


له شرابو، خواشینی او د یوازیوالي له احساسه چي له کاله په میلیونو انسانان مړه کیږي له هغو څخه به خبري نه کوو؛ د (۲۰۱۷ کال) د یو راپور له مخي هره ورځ ۱۰۰ کسان په امریکا کي د ترافیکي حادثاتو څخه ژوند له لاس ورکوي.
دا یوازي د هغو مړو شمېره ده، چي د توپک یا توپنچي په واسطه وژل سوي دي. د امریکا د حالاتو؛ د زیاتي آزادۍ، شرابو، قمار، سود، خپل سرۍ، د کورني نظام نه شتون او انساني میني په خاطر په ۲۰۱۶ کال کي ۴۵۰۰۰ امریکایانو ځان وژنه کړې وه.

 

افغانان غریب خلګ دې خامخا به خوراکي مصونیت نه لري، خو لویه امریکا (!) څنګه خوراکي مصونیت درلودای سي؟ په امریکا کي په هرو اتو کسانو کي یوه نفر ته صحتمنده غذا نه رسیږي. یعني د ټول نفوس څخه ئې ۴۰ میلیونه کسان غیر صحتمنده غذا خوري، چي د کاله زرګونه کسان له همدې څخه مړه کیږي.


له پورته ټولو وژنو څخه؛ که په ویشتو کي وژل کیږي، که خپله ځان وژنه کوي، که د موټر په ټکر کي مړه کیږي او که د غیري غذایي مصونیت په خاطر مړه کیږي، لوی لاملونه ئې دا دي: 


د اقتصادي بحران راتګ؛ د امریکا ۲۵ سلنه نفوس د بانک پوروړی دی، که د بانک پور ټول ادا کړي، بیا به هم لکونه او میلیونونه ډالره د بانک پسي ورغلي وي. نفس تنګي، بد سلوک، د ټولنیز ژوند نه درلودل، رواني سکون له لاسه ورکول، شراب څیښل، پیسي په قمار او فحشا لګول او انساني ارزښت له پامه غورځول ټول هغه لاملونه دي، چي نن په پرمختللې (!) امریکا کي د کاله میلیونونه خلک مړه کیږي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته