تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو ازادي غوښتونکو ته: ما لږ پوه کړئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 7, 2019
  0

لیکنه: اصیل زارع / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دين یوازي په عقل نه کيږي، دين خپل اصول او مقررات لري.


حضرت علي رضي الله عنه فرمائي: که چيري دين په عقل معلومېدلای، نو ما به د پښو د مخ پر ځای د پښو شا مسحه کولای‌.


پخوا کفارو ښځي کمزوري ګڼلې، آن ژوندۍ یې ښخولې، دا يې د هغه وخت ظلم وو خو اوس بیا د ازادۍ په نامه کوښښ کوي چي ښځي د نارینه لاس او جال ته واچوي او کلبونو کي ورزش وکړي. 


تاريخ ليکي، چي کندهار ته د حضرت عمر رضي الله عنها په دوره کي اسلام راغلی دئ، حال دا چي نورو همسایه ولايتونو ته د عثماني خلافت په دوران کي اسلام راغلی دئ.


ولي اسلام د حضرت عمر رضي الله عنه په دوره کي کندهار ته راغلی؟ ځکه دلته پښتانه اوسېدل، ننګيالي او جنګيالي اوسېدل، دلته غيرتي خلګ اوسېدل.


د پښتنو او د اسلام د اصولو ترمنځ ورته والی ډېر وو، ځکه کندهاريانو ډېر ژر اسلام ومنی او خپل هميشنی دين يې وګرځوی.


را به سو بلي خبري ته، ولي حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه غوښتل خپله مېرمن د مسجد د تګ څخه منعه کړي؟ او ولي فقهاء کرامو پر همدې فتوا ورکړې ده؟ یعني ښځي عموماً د فتنو پدې عصر کي مساجد ته اجازت نلري. ځکه هغه پوهيدی چي زمانه ورځ تر بلي خرابيږي. او اوس خو د اخري زمانې نښي او فتنې موږ وینو چي کوم حد ته رسیدلي دي. ددې وجه دا ده چي اخلاقي او نظري فساد له منځه ولاړ سي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: وبيوتُهنَّ خيرٌ لهنَّ (احمد) یعني په کور کي لمونځ کول د دوی لپاره بهتر دي.


ولي ښځه ناقص العقله بلل سوې؟
ځکه اکثره ښځي په اسانۍ سره توپیر نه سي کولای، د یو کار و اسلامي اړخ ته نه ګوري یوازي و هغه څه ته ګوري، چي زړه ئې غواړي او یا ودې ته په تبلیغاتو ښایسته کړل سي.


زموږ ټولنه کي ښځي ځان سینګاروي، آن بې واده ښځي به هم سبا به بغیر له اړتیا و کلب ته هم په سینګار ځي. اوس که راسو زموږ ټولني ته، يو وائي کلب جوړول ښه دي او بل وائي ښه نه دي او جالبه لا داده، چي خپلي ښځي ئې په کور کي کښېنولي او د نورو ښځو ته د راوتلو نارې وهي. 


هغه چي وائي کلب جوړول ښه دئ د هغوی څخه يو سوال کوم!


په اسلام کي د اوبو د حيوان غوښه خوړل حلاله ده، نو بيا ولي د چونګښي او  چونګاښ غوښه نه خوړل کيږي؟ ځکه عقل دا نه مني چي دا غوښه دي وخوړل سي.


دلته هم عقل دا نه مني او دا نه ايجابوي چي يوه نجلۍ دي په داسي حجاب کي تر کور راووځي چي سترګي يې راوتلي او تنګه چادري کړې، ځان يې په یو ډول نه یو ډول سینګار کړی، تر څو کلب ته ولاړه سي.


هغه چي وائي سپين سراني ښځي ورزش ته اړتيا لري، د هغوی څخه يو سوال کوم، آيا سپين سراني ښځي د اوسپني توان لري چي پورته يې کړي؟


نه پوهېږم خلک پر کومه روان دي. 


نن زموږ افغانه مېرمن په يوه او بل نوم تر کور راباسي او غواړي چي ازادي راولي، داسي ازادي چي د اسلام د چوکاټ څخه بهر وي. غواړي زموږ کندهار هم د فحشاء مرکز وګرځوي.


 زموږ خلک هم د يوه عالم سره نه کښيني، برعکس خپل له فکره فتوا ورکوي، نن زموږ افغانه د نامحرم سره په ډکه خوله خندا کوي، نن زموږ افغانه د نامحرم سره په مجلسونو کي څنګ په څنګ کښېني. 


که تاسو وایاست ورزش د ښځي لپاره اړین دئ، نو تاسو درې ورځي د کور دهليز جارو کړی او تر ډوډۍ وروسته لوښي پریولی بیا به درته معلومه سي، چي دا کار هره ورځ کول تر درې ساعته ورزش هم زور غواړي،  ایا خبر یاست چي ماشوم ته په شیدو ورکولو سره ښځه څومره کمزورې کيږي؟ ولي په کور کي د سپورټ سامان نه ورته برابروی؟ 
زړه مي پر هغه زوی خوږيږي، چي پلار ته وایي: بابا وږی يم.


بابا: صبر، زويه مور دي د کلب څخه راسي.
لږ خو دا ګریوان ته سر ورکښته کړئ!


شراب نه څيښل او حجاب او ستر کول، بیله ضرورته دباندي نه راوتل ټول د الله تعالی آمرونه دي، نن چي یو څوک شراب وڅیښي نو سمدستي به لس نومان باندي کښيږدې، او که چيري ته د حجاب او ستر شرعي حکم مات کړې، ته دا خپل حقوق بولې؟!


یوه وروستۍ خبره دا ده، د کلب چي کوم څوک طرفداره دي، هغه دي خپلي میندي، خویندي، میرمني او لوڼي ور استوي. د بل په هغې کار مه لرئ، او مه هم بېله دې چي چا نظر درڅخه غوښتی وي نظر مه ورکوئ.


ورسئ د دين د ستورو سره کښېنئ هغوی به دين درته بيان کړي.  بيا به پوه سئ چي ولي ښځه ته د حجاب او ستر امر سوئ. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته