تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) تقوْی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 28, 2020
  0


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  تقوْی

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دا عادت ؤ که به چا خواړه یا د خوړلو شی ورته راوړی د هغه شي په باره کي به یې پوښتنه کول چي دغه خواړه یا د هغو قېمت دي په کومه لار پیدا کړی دی؟ 


یوه ورځ د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  خادم خواړه ورته راوړل مګر په دغه ورځ بېله دې څخه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د خوړو د مصدر یا د پیدا کولو د لاري پوښتنه وکړي د هغو خوړو څخه یې لږ یا یوه ګوله و خوړل، خادم یې ورته و ویل نن دي د خوړو د مصدر پوښتنه و نه کړه،

ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: ښه اوس راته و وایه دغه خواړه دي له کومه راوړل؟ خادم و ویل: د مخه تر اسلام مي د یو چا دپاره د کوډو او جادو کار کړی ؤ خو د هغه مزدوري یا شکرانه یې نن راکړه او دغه خواړه د هغې مزدورۍ څخه دي، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: 


ته غواړې چي ما هلاک کړې؟ او بیا یې د خپله نسه څخه د هغې لقمې یا ګولې د را ایستلو کوښښ کاوه، یو چا ورته و ویل د دغو خوړو د را ایستلو طریقه دا ده چي ډیري اوبه وچښې او بیا یې قئ کړې، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم ډیري اوبه و چښلې او ګوته یې په ستوني کي واچول چي هغه خواړه قئ کړي، خلکو ورته و ویل: الله دي درباندي ورحمیږي یا ابابکر! دا یوه لقمه یا یوه ګوله وه په دومره تکلیف نه ارزي، ده (رض)  و ویل: والله كه دغه ګوله زما د روح په وتلو سره راوزي لا به یې هم را وباسم. 


(دا یې نه وه خوښه چي یوه ګوله حرام خواړه یې نس ته ولاړ سي)


په مدینه منوره کي یوه سپین سرې، عاجزه، بې کسه او په سترګو ړنده ښځه وه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  به په هفته کي یو وار ورتلی او د هغې ښځي کور به یې ور جارو کاوه او پاکاوه، د هغې د ضرورت شیان لکه اوبه او داسي نور به یې ور پوره کول، خو حضرت عُمر فاروق(رض)  هم په وروسته کي د دغي ضعیفه او بې کسه ښځي په حال خبر سو نو ده هم دا إراده وکړه چي د دغي ښځي خدمت پر غاړه واخلي خو هر وخت چي به هلته ورغلی و به یې لیدل چي د ښځي کور پاک او جارو سوی دی انبار یې غورځول سوی دی د ښځي ټول خدمت سوی دی، د ښځي څخه به یې پوښتنه وکړل چي ستا کار او خدمت څوک درکوي؟ ښځي به ویل یو سړﺉ را ځي خو زه یې نه پېژنم، نو یوه ورځ حضرت عُمر فاروق(رض)  ورته پټ سو چي دغه نفر څوک دی چي دلته راځي، حضرت عُمر(رض)  وايي: و مي لیده چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  راغلی د کور دروازه یې و ټکول د ښځي کور یې پاک کړی کچره یا انبار یې دباندي وغورځول او دﺉ ولاړی.


اوس نو تاسي و وایاست چي په موږ او تاسي کي داسي څوک سته چي د خپل مور او پلار دي داسي خدمت وکړي لکه ابوبکر الصّدِّیق(رض)  چي د یوې ضعیفي او بېګانه ښځي خدمت کاوه، حال دا چي مور او پلار تر هر چا حقداره، د دې وړ او لایق دي چی خدمت دي یې وسي.

 

ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: خلفاء  راشدين

www.taleemulislam.net
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته