تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سَيّدِنا حضرت عُمر فاروق (رض) خلافت
  تعلیم الاسلام ویب پا ڼه
  December 10, 2020
  0

 

د سَيّدِنا حضرت عُمر فاروق (رض)  خلافت

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  تر پېژندلو وروسته به د تاريخ او اسلام د يوه لوى قهرمان سيرت او مختصره پيژند ګلوي درته بيان کړم، ځکه په وروسته کي زموږ را تلونکى بيان د دغه قهرمان د ژوند او اعمالو په باره کي دى، چي دغه قهرمان سيدنا حضرت عُمر فاروق(رض)  دى.

 

زه د حضرت عُمر فاروق(رض)  تاریخ نه لیکم او نه تر نورو خلکو د ده(رض)  په عظمت ډېر خبر یم، صرف زما کوښښ دا دی چي په دغه لیکنه کي زه او لوستونکي څو لحظې د حضرت عُمر فاروق(رض)  په خاطِرو او ملګرتیا کي ژوند تېرکړو، د هغه چا سره ژوند وکړو چي د ده په ژوند مو نه دي ور سره لیدلي خو د هغه نه لیدلو عوض او بدل په دغه لیکنه کي لاس ته راوړو، د داسي معلم سره څه موده و اوسیږو چي مثل یې په معلِّمانو کي نسته او د ده په ملګرتیا سره د څو لحظو دپاره د خپل ژوند قیمت لوړ کړو. 

 

د حضرت عُمر فاروق(رض)  د نسب سلسله په داسي ډول سره ده: 

 

عُمر بن الخطاب بن نُفيل بن عبد العزْى بن رياح بن قُرط بن رزاح بن عدى بن کعب بن لؤى بن غالب بن فهر، او فهر هغه څوک دى چي لقب يې قريش دى. 

 

نو عُمر(رض)  په قريشو کي عَدَوي دى او د رسول الله(ص)  سره په کعب بن لؤى کي يو ځاى کيږي، د عُمر(رض)  مور حَنتمه بنت هشام المخزومیه د ابوجهل خور ده او د رسول الله(ص)  سره په عدي بن کعب کي یو ځای کیږي.

 

د حضرت عُمر فاروق(رض)  قبیله د قریشو د سفارتي چارو مسئوله وه، یعني: که به په خپله د قریشو یا د قریشو او نورو  قبیلو په منځ کي اختلافات او مشاجرات پېښ سوه د هغو مشکلاتو حلول یا د هغو قبیلو سره د جنګ کولو فیصله د ده د قبیلې وظیفه وه او د ده قبیلې بیا دﺉ(رض)  د ده د پوهي او حکمت په سبب د دغه کار دپاره انتخاب کړی ؤ. 

 

حضرت عُمر(رض)  د جاهلیت په وختو کي ټول هغه کارونه کول چي کفارو او مشرکانو کول، کله چي امیر المؤمنین وګرځېدی یوه ځوان ورته و ویل: یا امیرَ المؤمنین! تاسي چي دغه د کفر او شرک کارونه کول آیا تاسي عقل نه درلودی؟ ده په جواب کي ورته و ویل: زویه! موږ عقل درلودی خو زموږ سره هدایت نه ؤ موجود.

 

د انسانانو دپاره د عقیدې مسائل یوازي په عقل او حسب سره نه حلیږي بلکه بېله هغه هدایته څخه چي د رب العالمین له طرفه څخه وي اصلاح په وجود نه راځي، څومره ډېر مفکرین، فیلسوفان او پوهان ګمراه سوي او پر غلطه لار تللي دي، دوی عقلونه درلودل مګر د الله(ج)  څخه یې د هدایت غوښتنه نه ده کړې او هغه الْهي هدایت نه ؤ ور سره ملګری، نو عُمر(رض)  بېله اسلامه هیڅ شی نه ؤ بلکه اسلام هغه شی دی چي د عُمر(رض)  هغه د ننه استعداد یې را ویښ کړی او پر سمه لار یې رهي کړی.

 

حضرت عُمر(رض)  د فیل تر کال دیارلس کاله وروسته زېږېدلی دی چي په دغه حساب سره تر رسول الله(ص)  دیارلس کاله کشر ؤ .


د حضرت عُمر(رض)  اسم کنيه ابوحفص دى، چي نسبت يې د ده (رض)  و لور حفصه(رض) ته کيږي، چي ام المؤمنين او د رسول الله(ص)  زوجه ده او حفص په عربي کي د زمري و چيچي ته ويل کيږي. 

 

مګر دلته یوې بلې باریکۍ ته هم متوجه سی: دا هغه عُمر دی چي په جاهلیت کي یې د شرم او پېغور په سبب ژوندۍ لور ښخول او په اسلام کي یې د اسم کنیه نسبت و لور ته کیږي، یعني ابو عبدالله نه ورته ویل کېدل چي نسبت یې د ده و زوی عبدالله ته وسي، بلکه ابوحفص ورته ویل کېدل چي نسبت یې و لور ته کیږي، دا هم هغه شرف دی چي اسلام و ښځي ته ور کړی دی.


د حضرت عُمر(رض)  لقب فاروق دى چي دغه لقب رسول الله(ص)  ور کړى دى او دغه لقب د اسلام په تاريخ کي په يوه ډيره عظيمه او شانداره ورځ ورکول سوى دى، کوم وخت چي عُمر(رض)  مسلمان سو او بيا يې و رسول الله(ص)  ته و ویل: موږ ولي خپل دين پټوو؟ 

 

رسول الله(ص)  د عُمر(رض)  په غوښتنه د څلويښتو نفرو مسلمانانو سره چي ټوله مسلح وه د ارقم بن ابى الأرقم دکوره څخه په دوه صفه يا دوه قطاره کي را و وتى چي د يوه صف په سر کي حمزه بن عبدالمطلب د رسول الله(ص)  اکا اسد الله، سيد الشهداء(رض)  رهي ؤ، او د بل صف په مقدمه او شروع کي حضرت عُمر فاروق(رض)  رهي ؤ، مسلمانانو تهليل او تکبير وايه راغله پر کعبه شريفه يې طواف وکړى او بيرته ولاړه، نو الله(ج)  د ده(رض)  په اسلام سره د حق او باطل په منځ کي فرق او جلا والى راوستى، چي دغه هم د فاروق ترجمه ده.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: خلفاء راشدین.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته