تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عُمر(رض) قیافه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 10, 2020
  0

 

د حضرت عُمر(رض)  قیافه

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د سيرت او تاريخ په کتابو کي د حضرت عُمر فاروق(رض)  قيافه داسي بيانیږي: عُمر(رض)  یواځي دا نه چي جګ ؤ بلکه ډير جګ سړئ ؤ، دئ او خالد(رض)  د هغو ډيرو جګو خلکو څخه وه، هر وخت چي به ډير خلک سره يو ځاى سوه د هغو د منځ څخه عُمر او خالد(رض)  لوړ معلومېدل او کوم وخت چي به پر آس سپاره سوه پښې به يې مځکي ته رسېدې. 

 

حضرت عُمر(رض)  یوازي دا نه چي ډیر جګ ؤ بلکه بر داره او غټ سړئ ؤ، دبدبه او هيبت يې درلوده، فقط د ده(رض)  د قيافې څخه خلک بېرېده. 


رنګ يې سپين او د سور والي و خوا ته مائل ؤ. 
مخ يې په غوښه ډک ؤ. 
سترګي، پزه او باړخوګان يې ښه ايسېده. 
پښې او لاسونه يې ډير غټ وه. 
کروړ او پېچلي عضلات يې درلودل. 
د خلکو په منځ کي چي به رهي ؤ او تا به د ليري ورته کتل دا به دي خيال سو چي دغه يو نفر پر آس سپور دى او دغه نور پياده دي. 


تګ يې ډير چابک ؤ څوک نه سواى پسي رسېدلاى. 


آواز يې ډير زيات لوړ ؤ، که يې په لوړ آواز يوه لويه ناره کړې واى کوم چا چي به و اورېدل قريبه وه چي بېهوښه دي سي. 
شِفاء بنت عبد الله(رض)  چي د حضرت عُمر(رض)  لمسۍ ده يو عابد او پرهېزګاره قوم يې وليدى چي آرام آرام تله، په کښته آواز يې خبري کولې، خواړه يې لږ خوړل، دې پوښتنه وکړه چي دا څوک دي؟ او ولي داسي کوي؟ ورته و ویل سوه دغه زاهد، عابد او پرهېزګاره قوم دى. 


دې ويل سبحان الله! ما عُمر(رض)  ليدلى دى چي خبري به يې کولې په خلکو يې اورېدلې، يعني په لوړ آواز ږغېدى، او تګ يې چابک چابک کاوه، که به يې څوک واهه خوږاوه يې، او چي خواړه به يې خوړل ځان يې مړاوه، مګر پر دغو ټولو سربېره د حق ويونکى ؤ. 

 

نو زهد او تقوْی، طاعت او عبادت په آرام تګ او ځان ضعيفه ښکاره کولو کي نه دي، حضرت عُمرفاروق(رض)  د دغه ټوله شدته سره سره بيا هم په ايمان او عبادت، زهد او تقوْی کي تر هر چا لوړ او الله(ج)  ته نژدې ؤ. يو وخت يو سړئ کرار کرار په عاجزي سره چي سر يې ځړولى ؤ رهي ؤ، حضرت عُمرفاروق(رض)  ورته و ویل: سړيه سم سم ځه اسلام مريض نه دى.


حضرت عُمر فاروق(رض)  چپه دسته ؤ، چي په عربي کي أعسر ورته وايي، مګر دئ(رض)  (أعسَر يَسَر ) ؤ، أعسرِ يَسَر بيا هغه څوک دى چي اصلاً چپه دسته وي خو راسته لاس هم بېله تکليفه استعمالولاى سي، نو عُمر(رض)  په کاروکي دواړه لاسونه استعمالول. 


او بل دﺉ (رض)  أصلَع ؤ، په عربي کي أصلع و هغه چا ته ويل کيږي چي د نزلې ورېښتان يې ختلي وي، خو د ده(رض)  ورېښتان ډير زيات ختلي او لږ وه، فقط د څټ و طرف ته يې څه لږ ورېښتان درلودل، حتّْی د سر پر بغلو يې لا هم ورېښتان نه وه، کله چي یې ږيره سپینه سوه نو ږیره او د سر هغه پاته ورېښتان يې په نکرځو سره کول يا رنګول. 


برېتونه يې د دوو طرفو و خوا ته اوږده وه، د لوړ او کښته طرفه يې قيچي کول خو د بغلو و طرف ته اوږده وه، کوم وخت چي به يو مهم کار ور پېښ سو يا به يې د یوه مهم کار په باره کي فکر کاوه یا به یې د هغه کار إراده وکړه برېتونه به يې پېچل او تاوول، دا د حضرت عُمر فاروق(رض)  د قيافې صفات وه. 


حضرت عُمر فاروق(رض)  چي د جاهليت او اسلام په دواړو وختو کي شديد سړئ ؤ نو د اسلام دپاره لوى قوت سو، چي موږ به دغه د ده(رض)  شدت په ډيرو ځايو کي و وينو. لکه څرنګه چي مخ کي مو و ویل د حضرت عُمر(رض)  مور حَنتمه بنت هشام بن المغيره المخزوميه ده، چي د خالد بن وليد(رض)  د اکا لور ده، د حضرت عُمر(رض)  او خالد بن وليد(رض)  په منځ کي د عُمر(رض)  د مور له طرفه نسب او قرابت موجود دی، او دغه د قرابت او دوستۍ وجود پر هغو کسانو رَد دى چي وايي د حضرت عُمر(رض)  خالد بن وليد(رض)  ښه نه ايسېدى، ځکه په قوم کي سره جلا او ليري وه، حال دا چي دوى قريبان وه او پر عُمر(رض)  خالد(رض)  ګران هم ؤ، ځکه د ده د اهل او کورنۍ څخه ؤ.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته