تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دقراۤنکريم دزده کړي اهميت.
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 15, 2020
  0


دقراۤنکريم دزده کړي اهميت.


لیکنه دتلاوت لارښود دکتاب څخه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


درسول الله(ص) پرامتيانو باندي دقرانکريم زده کړه فرض کفايي ده او يادول يې پرې واجب کفايي دى ترڅو قرانکريم دتواتر په بڼه پاته سي او دلاس وهني کومه لاره ورته پرانيزې پاته نسي دفرض کفايي او واجب کفايي څخه موخه داده : که ددې امت څخه يو شمېر کسان قرانکريم زده کړي او ياد يې کړي ټوله دمسؤليت څخه خلاص دي اوکه دغه کار هيڅوک تر سره نه کړي ټوله ګناهګاره دي . 


دلا روښانتيا په موخه ويلاى سو چي دقرانکريم په زده کړه کي ډېر اهميتونه رانغښتي دي دبيلګي په ډول لکه مخکي چي مو وويل رسول الله(ص) وهغه چاته غوره انسان ويلى دئ چي قرانکريم زده کوي اونورو ته يې ښيي نو کله چي سيد البشر وچاته غوره انسان ووايي بس همدا خبره دمسلمان لپاره بس ده او دقرآنکريم دزده کړي لپاره هم دومره اهميت بس دئ .

 

كه دغه خبره لږ نوره هم وڅېړو او په يوه دنياوي مثال سره يې څرګنده كړو ويلاى سو : چي ديوه ښار واكمن ( والي ) او يا دښار يو بزرګ انسان ويو چاته په غوره انسان ووايي نو دغه كس دډيري خوشالۍ څخه په خپلو جامو كي نه ځاييږي او هرځاى به دغه خبره دوياړ په ډول بيانوي نو كوم چاته چي حضرت محمد(ص) غوره انسان ووايي نوددې سړي خوشالي بايد دومره وي چي اندازه يې قابو نه سي او حال داچي په معاصره ټولنه كي دقرآن ماهر ته هيڅوك دوياړ څښتن نه وايي او چاته چي يوه واكمن غوره انسان ويلي وي هغه ته دوياړ څښتن وايي دا په حقيقت ددغه كمزوري واكمن غوره والي پر رسول الله(ص) باندي ثابتول دي   .


په بل ځاى کي رسول الله (ص)هغه څوک دخرابه کور په څېر بللى دئ چي قرانکريم يې زده کړي نه وي :
عن ابن عباس (رض)قال قال رسول الله (ص)ان الذى ليس فى جوفه شئ من القران کاالبيت الخرب. 


ژباړه : د ابن عباس(رض)څخه روايت  چي نبي (ص) فرمايلي دي: د چاپه زړه کي چي قرآن نه وي د وران کور په څېر دئ.
روښنايي : د وران کور سره په مثال ورکولو کي يوه باريکه خبره داده : کوم کور  چي وران وي پر هغه کور باندي پيرانان قبضه کوي په همدې ډول په کوم زړه کي چي  قرآن نه وي پر هغه زړه باندي هم شيطان حمله کوي (تاسو فکر وکړئ) چي په دې حديث کي څومره پر حفظ کولو تاکيد سوى دئ چي د قرآن څخه خالي زړه يې دوران کورسره تشبيه کړئ دئ .


 حضرت ابو هريرة (رض) فرمايي: په کوم کور کي چي قرآن لوستل کيږي اولادونه  پکښي ډېر يږي ،خير او برکت پکښي ډېريږي ، ملا ئکي ورته راځي او شيطانان ځني ځي او په کوم کور کي چي تلاوت نه وي بې برکتي او تنګدستي پکښې وي ، ملائکي ددغه کور څخه ځي او شيطانان پکښى داخليږي . 


د حضرت ابن مسعود (رض) څخه نقل سوى دئ ځني يې د رسول الله (ص) څخه نقل کوي: چي خالي کور هغه دئ چي د قرآنکريم تلاوت نه پکښي کيږي.


اوکه څوک قرانکريم زده کوي رسول الله(ص) وهغه کس ته دالله(ج) اهل ويلى دئ يعني دالله(ج)اهل يې بللى دئ چي دلاندي حديث څخه په څرګند ډول معلوميږي :


عن انس (رض)قال قال رسول الله (ص) ان لله اهلين من الناس قالوا من هم يارسول الله(ص) ! ؟ قال اهل القرآن هم اهل الله وخاصته.


ژباړه : د انس (رض) څخه روايت دئ چي نبى (ص) و فرمايل: الله (ج) لره ځيني خلګ د کور خلګ سته اصحابو وويل: اې د الله (ج) رسوله! داڅوک دي؟ رسول الله (ص) و فرمايل: د قرآنکريم  والا د الله (ج) د کور خلګ دي او خاص خلګ يې دي .


روښنايي  :قرآنکريم والا هغه خلګ دي چي تل په قرآنکريم کي اخته وي  او ورسره خصوصيت لري نو ددوئ د الله(ج) اهل کېدل ښکاره دئ ځکه د مخکني مضمون څخه معلومه سوه چي دوئ تل په قرآنکريم کي مشغول وي نو دالله (ج) د توجه وړ ګرځي بيا تقرب لاسته راوړي يعني نژدېوالى او څوک چي د چا سره ډېر ناسته او ولاړه کوي آخر د هغه کور خلګ وګرځي څومره لوى فضليت دئ چي د لږ تکليف په تېرولو سره د الله (ج) د خاصو خلګو څخه ګڼل کېږي. 


په د نياوي دربارو کي يوازي پر ممبرانو ، چوکيو او پوسټونو دداخلېدو لپاره څومره ځاني او مالي قربانئ ورکول کيږي او درايه ورکونکو په مخکي خو شا مندئ کوي خوند ترې اخلي داستړياوي کار بولي خو د قرانکريم کوشش بيکاره کار بولي.


بيبن تفاوت راه از کجــــاست تابـــــه کجـــــــا


ژباړه : وګوره توپير دلاري د کومه ځاى څخه تر کوم ځاى پوري دئ .


يعني كوم څوك چي دمسلمانئ دعوه كوي ، داسلامي ميني دعوه كوي او بيا قرآني هڅي بېكاره كار بولي دبله پلوه قرآني ارزښت دومره دى چي تاسو ولواستى دا ډير غټ توپير دى .

 

 ماخذ. دتلاوت لارښود 

 

taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته