تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دسترګو دساتني اهميت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 27, 2020
  0
دسترګو دساتني اهميت
 
لیکنه :ســـــــــیـــف الله عاصم/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
علامه ابن قيم(رح) په خپل کتاب (الکافي) کي په دې اړه خورا زيات تفصيلي بيان ليکلى دئ . ابن قيم (رح) په دغه بيان کي فرمايلي دي: فحشاء او بې حيايي کارونه لومړى دسترګو څخه سرچينه اخلي. لکه هغه اور چي لمبې يې تر اسمان پوري رسېدلي وي خو لومړى  دغه اور په  مځکه کي ديوه کوچني بڅرکي  څخه بل سوي وي ، له  همدې  امله دسترګو ساتنه ډېره  ضروري ده.
 
ابن قيم(رح) زياتوي: څوک چي دخپلو څلورو غړو ساتنه ونه کړي هيڅکله په  دې نسي توانېدلاى چي خپل دين سالم وساتي ، نوموړي څلور غړي دلاندي غړو څخه عبارت دي:
 
۱. سترګي 
۲. خيال او تصور
۳. ژبه 
۴. قدم
 
شيطان ددغه څلورو لارو څخه دانسان په زړه کي نفوذ کوي او دانسان دهلاکت لامل  ګرځي.علامه ابن  قيم(رح) دغه څلور بيا په تفصيل  سره ذکر کړي دي لومړى يې دسترګو په اړه تفصيل کړى  دئ او فرمايلي يې دي:
 
لومړى دسترګو حفاظت ډېر لازمي دئ ځکه دسترګو حفاظت دعورت دساتني لپاره شرط دئ څوک چي دسترګو حفاظت ونه کړي او دناروا کتلو څخه يې منع نه کړي ډېر ژر به دهلاکت شېلې ته وغورځول سي.
 
دانسان ديد دغشي په څېر دئ کله چي وتوغول سي مخکي تردې چي پر کوم ځاى ولګيږي خپل څښتن هلاکوي، که څوک نامحرمه ښځي ته وګوري په اول ځل خپلي سترګي په خپل واک کي واخلي او  بيا يې پرې نه ږدي چي نامحرمه ښځي ته وګوري کېداى سي چي دغه سړى دتندي څخه ووزي او که يې په خپل واک کي وانه خلي بلکي په څو ځلي خپل کتل  تکرار کړي نو دهر ځلي سره به يې تنده نوره هم زياتيږي لکه څوک چي دطاعون په ناروغۍ اخته سوي وي بيا به يې دهلاکت پرته بل هيڅ علاج نه وي نور ستا خوښه ده چي خپل کتل داول ځل سره رابندوي او که ځان په ناروغي باندي اخته کوي څو آخر  هلاک سې.
 
دسترګو دناروا کتلو څخه دنه ساتني يو تاوان دادئ چي دسترګو نور ، ښکلا او روښنايي به يې له منځه ولاړه سي او په پايله کي به يې پر زړه بآندي پرده وغوړيږي. دوهم داچي که دغه انسان نامحرمه ښځي ته زر ځلي وګوري بيا هم نه مړيږي بلکي برعکس داسي څوک به جوړ سي چي رسول الله(ص) ته به منفور وي او درسول الله(ص) لعنت به باندي وي.
 
کله چي دلعنت سره  مخ سو دالله(ج) درحمت څخه به ليري وي . دناروا کتلو څخه دسترګو دنه ساتلو بل تاوان دادئ چي دعبادت کولو دخوند څخه به بې برخي سي ځکه مخکي په حديث کي ذکر سوه چي رسول الله(ص) فرمايي: هرمسلمان چي په ناببر ډول دنامحرمه ښځي وښکلا ته وګوري دستي خپلي سترګي ځني واړوي. الله(ج) به  ده ته عبادت ور په برخه کړي چي په زړه کي به يې خوند محسوس کړي.
 
دسترګو دنه حفاظت بل تاوان دادئ چي څوک په دغه ناروغۍ باندي اخته سي مخ به يې بې نوره او چټل سي.
 
کوم تاوانونه چي دسترګو په نه حفاظت کي سته هغه يوازي ددې لپاره نه دي چي سترګي دنامحرمه ښځو دکتلو څخه ونه ساتل سي نو ددغه تاوانونو سره به مخ کيږي بلکي څوک چي لغړزنو هلکوانو ته ګوري هغه  هم ددغه تاوانونو سره مخ کيږي. مولانا اشرف علي تهانوي(رح) په دې اړه ليکي: ځيني خلګ ولغړزنو هلکوانو ته ګوري او بيا په دې  ځان خلاصوي چي زه دغه هلکوانو ته دخپلو زامنو په سترګه ګورم ،  محبت ورسره کوم او کوم بد نيت نه لرم. حقيقت دادئ چي دغه خلګ بايد پوه سي چي دا دشيطان يو چل دئ چي ستا په زړه کي يې  دراچولى دئ.
 
علامه  عبدالرحمان بن الجوزي :په  خپل کتاب تلبيس ابليس کي  ليکي چي ابو عبدالله بن  الجلاء فرمايلي دي: ما يوه ورځ يو عيسوي ښايسته ځوان وليدئ ، سترګي مي پر ولګېدې ، ناببره په دغه حالت کي ابوعبدالله بلخي تېرېدئ او زما ددرېدو له امله دى هم ورېدئ ، ما ورته وويل: دغه ښايسته ځوان وينې دقيامت په ورځ به په دوزخ کي سوځل کيږي، ما چي دا خبره وکړه ابو عبدالله بلخي زما پر اوږو لاسونه کښېښودل او راته وې ويل: تا چي دغه لغړزني ځوان ته وکتل ډېر ژر به ددې تاوان وويني. ابن الجلاء وايي ترڅلويښتو  کالو وروسته زما هغه قرآن هېر سو چي ما ياد کړى وو.
 
ابوالاديان ليکي : يوه ورځ زه دخپل استاذ ابوبکر دقاق سره ناست وم په دغه  وخت کي يو ښايسته لغړزنى زما وڅنګ ته تېرېدئ ماورته وکتل ، استاذ راته وويل : يوه ورځ به ددې ديد تاوان ووينې. ابوالاديان وايي زه شل کاله په داغه فکر کي  وم يوه شپه مي په دغه خبره کي ډېر فکر وواهه سهار چي راکښېنستم ټول  قرآن مي  هير وو.
 
www.taleemulislam.net
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته