تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د منافقانو سره د حضرت عُمر(رض) شدت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 17, 2020
  0

د منافقانو سره د حضرت عُمر(رض)  شدت

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حضرت عُمر فاروق(رض)  لره د ده د شدت او سخت دریز په سبب چي د اسلام د دښمنانو او منافقانو سره یې درلود په خپل ژوند کي يوه عجيبه واقعه پېښه سوې ده چي ښايي د هغه په سبب اعدام سوى واى، هغه واقعه داسي وه:

 
د منافقانو څخه يو نفر ورته راغلى، يعني: يو سړئ ؤ چي په ظاهره يې ايمان ښکاره کاوه ځان يې مسلمان باله د دغه سړي د يوه يهودي سره دعوه وه، دغه منافق ورته و ویل چي د فیصلې دپاره به رسول الله(ص)  ته ورسو، يهودي هم قبوله کړه ځکه هغه پوهېدى چي محمد(ص)  ظلم نه کوي او حق و حقدار ته ورکوي، نو منافق او يهودي د فيصلې دپاره و رسول الله(ص)  ته ورغله او هغه د دوى په موضوع کي يې حکم ځني وغوښتى، څرنګه چي هغه منافق په دغه دعوه کي ظالم ؤ نو رسول الله(ص)  د يهودي په ګټه حکم وکړى، دباندي چي را و وتل منافق دغه حکم او فيصله نه کړه قبول او يهودي ته يې و ویل:

 

د ابوبکر څخه به حکم او فيصله و غواړو، يهودي مجبوره سو دا يې هم و منل نو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته ورغله، هغه هم د يهودي په ګټه حکم وکړى، منافق بيا هم دغه حکم نه کړى قبول او ويل يا دغه فیصله هم نه منم بلکه عُمر ته به ورسو هغه چي هره فیصله وکړه هغه مي قبوله ده، د منافق دا اميد ؤ: چي څرنګه زه مسلمان يم ښايي عُمر(رض)  زما په ګټه فيصله وکي، نو دوی دواړه حضرت عُمر(رض)  ته ورغله، حضرت عُمر(رض)  چي د کوره را و وتى اول يهودي په خبرو شروع وکړه او ويل:

 

دغه نفر ستاسي مسلمان دى زما او د ده په منځ کي دعوه وه د هغې دعوې د فيصله کولو دپاره رسول الله(ص)  ته ورغلو، هغه زما پر طرف حکم وکړى او ده نه و منى، بيا ابوبکر ته ورغلو هغه هم زما په ګټه حکم وکى او ده نه کړى قبول، وايي زه د بل چا حکم نه منم بېله ستا د حکمه څخه نو اوس دغه دى تا ته راغلو، عُمر فاروق(رض)  و منافق ته وکتل او ويل: آيا دئ رشتيا وايي؟ هغه منافق و ویل: هو زه نه د رسول الله(ص)  په حکم قانع يم نه د ابوبکر، فقط ستا په حکم راضي کېږم، حضرت عُمر(رض)  و ویل: تاسي لږ صبر وکى، عُمر(رض)  کور ته ننوتى او توره يې را واخسته دکوره څخه چي را و وتى د منافق سر يې ور پرې کړى او ويل: ستا په باره کي زما حکم دغه دى، څوک چي د يوه داسي حقاني قاضي فيصله و نه مني لکه رسول الله(ص)  د هغه فيصله دي په دغه ډول سره وسي.


دا موضوع پر مسلمانانو ډيره درنه سوه چي عُمر يو مسلمان وژني؟ حتّْی د هغه وژل سوي منافق وارث و رسول الله(ص)  ته ورغلى او پر حضرت عُمر(رض)  يې د قتل دعوه دائره کړه او قسمونه يې يادول چي دغه مقتول د دې دپاره عُمر(رض)  ته ورغلى ؤ چي ښايي هغه په دغه معامله کي د دوى په منځ کي صلحه او روغه وکي، د دې دپاره نه ؤ ورغلى چي ده د رسول الله(ص)  حکم او فيصله نه منل، موضوع تر داسي اندازې و رسېده چي قريبه وه رسول الله(ص)  دي د هغه منافق په عوض او بدله کي عُمر(رض)  قصاص کړي او ويې وژني، ځکه ده يو مسلمان وژلى دى، څو د الله(ج)  له طرفه دغه آياتونه نازل سوه چي فرمايي:


أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا ﴿النساء: ٦٠﴾ 
يعني: اې محمده!(ص)  آيا تا هغو کسانو ته نه دي کتلي يا هغو کسانو ته نه ګورې چي په ظاهره دوى دعوه کوي چي دوى پر هغو شيانو ايمان راوړى دى چي تا ته نازل کړل سوي دي(چي قرآن مجيد دى) او پر هغه کتابو يې ايمان راوړى دى چي تر تا د مخه نازل کړه سوي دي، دوى إراده لري چي خپلي دعوې د فيصلې دپاره د شيطان و طرف ته ور وړي، او په تحقيق دوى امر کړه سوي دي چي د طاغوت او شيطان څخه منکره سي او هغه و نه مني، او شيطان إراده لري چي دوى ګمراه کي په ليري ګمراهي سره. او نور وروستني آياتونه هم په دغه باره کي دي، بيا هم په دغه باره کي د الله(ج)  دغه قول نازل سو چي فرمايي:

 

لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ [مجادله: 22]   
يعني: اې محمده!(ص)  هيڅکله داسي قوم نسته چي دوى دي پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان راوړى وي چي دغه قوم به د هغه چا سره دوستي کوي چي هغه څوک دي د الله(ج)  او رسول الله(ص)  سره مخالفت کوي، که څه هم دغه مخالِفين د دوى پلرونه وي يا د دوى زامن وي يا يې وروڼه وي يا يې نور قوم او اقرباء وي. 


مسلمان د هغه چا سره نه دوست کېدلاى سي او نه یې دوست کیږي چي هغه دي د الله او رسول الله مخالف وي، که څه هم دغه د الله او رسول الله سره مخالف نفر د ده د هغو ډيرو نژدې اقرباوو څخه لکه پلار، زوی، ورور، قوم او قبیله وي، مسلمان د مسلمان دوست وي نه د الله د دښمنانو.


 همدا رنګه دالله(ج)  دا قول په دغه باره کي دى نازل سو چي فرمايي:
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ  وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا ﴾[ الاحزاب: 36 ] 
يعني: کوم وخت چي الله او رسول الله د يوې موضوع په باره کي حکم او امر وکړي، هيڅ مومن سړي او مومني ښځي ته دا نه ده روا چي دوى لره دي په دغه کارکي اختيار وي او د خپلي خوښي سره مطابق دې د الله او رسول الله د امره څخه مخالف عمل وکي، او هر هغه څوک چي د الله او رسول الله اطاعت نه کوي پس هغه څوک خامخا په ښکاره ګمراهي سره ګمراه سو.
دا ټول هغه آياتونه دي چي د حضرت عُمر(رض)  موقف او دريز يې تائيداوه او عُمر(رض)  ته عفوه وسوه، ځکه هغه منافق د رسول الله(رض)  د حکم د نه منلو په سبب مرتد و بلل سو. 


کوم وخت چي حضرت عُمر فاروق(رض)  ته د مسلمانانو حکم وسپارل سو او دﺉ د رسول الله(ص)  د خليفه خليفه وګرځېدی، د هغه عصر او هغې زمانې واقعات به لږ وروسته په پوره تفصيل سره درته بيان سي، خو اوس فقط د ده(رض)  فضيلت او درجه بيانیږي او ځيني هغه واقعات بيانیږي چي د هغو فتوحاتو او هغو عمومي واقعاتو سره تعلق نه لري کومي چي د حضرت عُمر(رض)  د خلافت په دوره کي پېښي سوي دي.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین.


www.taleemulislam.net

سرته