تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ده ځينو ژورناليستانو ناوړه اعمال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 23, 2020
  0

ده ځينو ژورناليستانو ناوړه اعمال

 

لیکنه ::نورالحق مظهري :: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ځيني هغه خلګ چي ځانونه ژورنالستان بولي او ځان د ژورناليزم په اصولو باندي خبر بولي ځيني داسي کارونه کوي چي د هغو د تجويز لپاره هيڅ دليل نسي پيدا کيدلای.


. کوښښ کوي چي خپل خبري راپورتاژ برابرکړي کڅه هم په درواغو باندي وي.


. کوښښ کوي خلګ وخندوي کڅه هم ددرواغو په تمثيل، او کفري خبرو باندي وي.


. د ښځو سره ټوکي او ټکالي کوي کڅه هم بيګانه ښځي وي او فضا هم عمومي وي.


. غربي کلتور او فرهنګ ته يې داسي ميلان وي لکه هغه چي دده دين او باور وي.


5. د چاسره چي په ژوندۍ بڼه مرکه کوي داسي منفي خبري ورته په فکر ورکوي چي شيطان يې لا په فکر نسي ورکولای.


. موسيقي، ډمتوب، د ښځو سره آزادانه مباحثې د ژوناليزم نه بيليدونکي برخه بولي.


. د پيسو راټولول يې مهم هدف وي فرق نلري که هغه د روا لاري څخه کيږي اوکه د ناروا لاري څخه.


. چي کله د هغه چاسره مرکه کوي چي هغه حقايق وايي دئ کوښښ کوي د هغه خبري پرې کړي او يا يې هم خبري سره ګډوډي کړي ترڅو د حقايقو د ويلو مخه ونيول سي.


. هغه چاته چي د ورځي په نړۍ کي په لکهاوو إنسانان وژني، پر نورو هيوادونو باندي تيرئ کوي، په ړندو سترګو بمبارۍ کوي، خپلواک هيوادونه د خپلو شخصي اهدافو لپاره اشغالوي، إنساني شرافت يې د خپلو غوښتنو تابع ګرځولئ وي، د نړۍ له مخه د حياء او شرم ورکولو ته يې ليڅي رانغښتي دي تروريست نه وايي خو څوک چي د ځان ددفاع لپاره ږغ پورته کړي هغه ته تروريست وايي.


10. کافر چي هرڅه وکړي دئ يې ګرم نه بولي او اورپوکئ ورته نوايي خو مسلمان که د ځان د ساتني لپاره کوم عملي اقدام وکړ هغه په رنګارنګ نومونو باندي نوموي او تورونه ورباندي لګوي.


11. داسي فکرکوي چي څوک ژورنالست سو هغه آزاد دئ چي هرڅه وايي ودي وايي.


12. کڅه هم دئ ځانته مسلمان وايي خوخپل صورت اوسيرت داسي جوړوي چي ته يې نه پيژنې چي دا اوس يو مسلمان ژورنالیست دئ اوکه غير مسلمان؟.


سره ددې چي پورته مواردو ته هيڅه معقوله توجيه او سم دليل نسي پيدا کيدلای.
ريښتیني مسلمان ژورناليستان زموږ د سرسترګي دي بايد خپل رسالت په سمه توګه وپيژني اوثابت يي کړي.


ماخذ : مقالات مظهريه 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته