تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمان او کافر سره برابر ندي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 24, 2020
  0

مسلمان او کافر سره برابر ندي


لیکنه : نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الله پاك لومړی آدم عليه السلام پيدا كړ بيا يې ورڅخه نور انسانان پيداكړه، مخكي تردې چي په انسانانو كي كفر او شرك پيدا سي ټوله انسانان يوه ډله مسلمانان وه كه يې د ښېګڼو اوګناه د ډېر والي او لږوالي له وجهي په درجو كي تفاوت وو خو د تضاد او تقابل تفاوت يې ترمينځ نه وو. 


خوچي كله په انسانانو كي كفر او شرك پيدا سو، انسانان په دوو عمده ډلو باندي سره ووېشل سوه، ‌نو يې تر مينځ عمده فرق او تفاوت هم پيدا سو،‌ داسي چي يوه ډله مسلمانه او ښه خلګ سوه او بله يې كافره او بد خلګ سوه. نو د همدغه تقسيم څخه وروسته الله پاك مسلمانانو ته پركافرانو باندي فضيلت وركړ، او مسلمانان يې تر كافرانو ښه وبلل. 


خوله بده مرغه چي په مسلمانانو كي د عقيدې د ضعف له وجهي او ديني معلوماتو د لږوالي له كبله ځینی داسي خلګ سته چی مسلمان اوکافر سره یو ډول او برابر بولي او ټولو ته  په یوه سترګه  ګوري، يعني كه يوكافر ته بهرنی وايي نو په همدغه حيثيت مسلمان ته هم بهرنی  وايي سره ددي چي دا ډېره غلطه مفكوره او عقيده ده ځكه چي مسلمان اوکافر هیڅ وخت نسي سره برابر كېدلای، فرق نلري د هر هيواد تبعه چي وي خوچي مسلمان وي نو د هغه بل مسلمان ورور دی د كافر سره يې مقايسه كول او د كافر په سترګه او حيثيت ورته كتل ندی روا ځکه چي:


۱ - مسلمان د الله پاک د مخلوقاتو څخه تر ټولو بهترینه مخلوق دی لکه په قرآن شریف کي چي راځي: إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ.[ سورة البينة 7]


یعني هغه خلګ چی ایمان یې راوړی دی او ښه کارونه یې کړیدي دوی بهترینه د مخلوقاتو دي. خو ددې پر عکس خدای پاک په باره کي د کافرانو فرمایي: إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أُولَئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ.[ سورة البينة 6]


یعني هغه خلګ چي کافران سویدي د اهل کتابو(یهود او نصاری) او مشرکینوڅخه دوی به تل په اور کي د جهنم وي، او دوی بدترینه د مخلوقاتو دي.


اوس دا څنګه کېدلای سي چي بهترینه د مخلوقاتو او بدترینه د مخلوقاتو دي سره برابرسي؟


۲ - په باره کی دکافرانو خدای پاک فرمایي: إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ.[ سورة الأنفال 22]


۳ - یعني بدترینه د هغو ژویو چي پر مځکه باندی ځي د الله په نزد هغه خلګ دي چي کاڼه اوګونګیان دي هغه خلګ چی عقل نلري.(کافران) . او په باره کی د مسلمانانو فرمایي: إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ.[ سورة البينة 7]


یعني هغه خلګ چي ایمان یې راوړی دی او ښه کارونه یې کړیدي ددوی لپاره د نعمتوڅخه ډک جنتونه دي.


۴ـ مسلمان خاوند د ايمان، ژوند او روښنايۍ دی، خو کافر خاوند د کفر، مرګ او تاريکۍ دی، هيڅکله إيمان اوکفر، روښنايي او تاريکي، ژوند اومرګ نسي سره برابر کېدلای لکه په سورة الانعام کي چي راځي: 


أَوَمَنْ كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا.[ سورة الأنعام 122]
ژباړه: آيا سره برابر دي هغه څوک چي مړ وي نو موږ يې ژوندی کړو او د هغه لپاره روښنايي جوړه کړو چي دی د خلګو په مينځ کي پکښې روان وي او هغه څوک چي په تاريکيو کي روان وي هيڅ نسي ځيني وتلای؟. يعني ندي سره برابر.


۵- مسلمان سترګي والا دی اوکافر ړوند دی، ايا د سترګو لرونکی او ړوند سره برابر دي؟ هيڅکله نسي سره برابرکېدلای. قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ.[ سورة الرعد 16]


ژباړه:ووايه چي آيا سره برابر دي ړوند او سترګ داره؟ او آيا سره برابر دي تاريکي اوروښنايي؟يعني ندي سره برابر.چي په سوره فاطر کي هم دېته ورته آياتونه راځي: وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ * وَلَا الظُّلُمَاتُ وَلَا النُّورُ.[ سورة الفاطر 19 – 20]


۶ - مسلمان جنت ته ځي، کافر و دوږخ ته، نو لکه جنت او دوږخ چي سره برابر ندي، هغو ته ورتلونکي انسانان هم سره برابر ندي. وَلَا الظِّلُّ وَلَا الْحَرُورُ.[ سورة الفاطر21]


يعني سايه (جنت) اوګرمي(دوږخ) سره برابر ندي. لکه په بل آيت کي چي صراحتا راځي: لَا يَسْتَوِي أَصْحَابُ النَّارِ وَأَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَایزُونَ.[ سورة الحشر 20]


يعني خاوندان د اور او خاوندان د جنت سره برابر ندي، خاوندان د جنت کامياب دي. اوخاوند د دوږخ ناکام او برباد دي.


۷ - د مسلمان څخه الله پاک خوشحال دی، خو د کافر څخه خوابدی، نو څنګه کېدلای سي چي دوی دوه دي سره برابر سي!، د مسلمان په حق کي الله پاک فرمايي: رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ.[ سورة البينة 8]


يعني الله پاک ددوی څخه خوشحال دی او دوی د الله پاک څخه خوشحال دي. او په باره کي دکسانو فرمايي چي پرکفر باندي مړه سي: إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَیكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلَایكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ.[ سورة البقرة 161]


يعني هغه خلګ چي کافران سويدي او دوی پرکفر باندي مړه سي پر دوی دي د الله، ملایکو او ټولو خلګو لعنت وي. 


خلاصه مسلمان د الله مرحوم دی اوکافر يې ملعون دی نو څنګه کېدلای چي مرحوم او ملعون دي سره برابر سي؟


۸ - په سوره هود كي الله پاك صراحتا دغه مفكوره ردوي او فرمايي: مَثَلُ الْفَرِيقَيْنِ كَالْأَعْمَى وَالْأَصَمِّ وَالْبَصِيرِ وَالسَّمِيعِ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا أَفَلَا تَذَكَّرُونَ.[سوره هود24]


ژباړه:مثال ده دوو ډلو(مسلمانانو اوكافرانو) داسي دی لكه د ړانده اوكوڼ، ليدونكي او اورېدونكي نوآيا دوی دوه سره برابردي مثلا؟ ولي وعظ نه قبلوئ؟


۹- أَفَمَنْ كَانَ مُؤْمِنًا كَمَنْ كَانَ فَاسِقًا لَا يَسْتَوُونَ.[سورة السجدة 18]


ژباړه: آيا هغه څوك چي مومن وي داسي دی لكه هغه څوك چي فاسق (كافر) وي؟ دوی سره برابر ندي.

 
يعني : مسلمان او كافر هيڅ كله سره برابر ندي، دلته د فاسق څخه مراد كافر دی.


نو بايد هر مسلمان په خپل اسلام باندي فخر وکړي، په قدر يې پوه سي ، د الله پاک لپاره شکر آداء کړي چي مسلمان يې پيداکړی دی او د کفر څخه يې ورته نجات ورکړی دی، د الله پاک ټوله آوامر پر ځان باندي عملي کړي، او د نواهي څخه يې ځان وژغوري.


نو مسلمان بايد هيڅکله بل مسلمان د کافر سره برابر ونه بولي كڅه هم ګناهكار وي ځكه چي په ګناه باندي مسلمان د اسلام او ايمان څخه نه ووځي. 


مسلمان چي د هر هيواد وي د بل مسلمان ورور دی، په اسلام كي  د حدودو او مرزونو داسي تقسيم چي په مسلمانانو كي درځ اوجداوالی پيدا كړي نسته.

  
د ټولي نړۍ اسلامي هيوادونه شرعا حكم د يوه اسلامي هيواد لري، اوسيدونكي يې شرعا حكم د يوې كورنۍ لري. 


لكه په يوه هيواد او يوې كورنۍ کي چي بايد د هيواد والو اوغړو تر مينځ پوره خوا خوږي موجوده وي، تبعيض او توپيرونه نوي، نو بايد د يوه هيواد او بل هيواد د مسلمانانو تر مينځ هم پوره خواخوږي موجوده او د يو بل په غمكي سره شريك وي.

 

taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته