تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امر بالمعروف او نهي عن المنكر مه پرېږدی!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 28, 2020
  0

امر بالمعروف او نهي عن المنكر مه پرېږدی!


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ژباړه: د جابر بن عبدالله رضي الله تعالي عنه څخه روايت دی چي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم و فرمايل: ندي پاکيږي هغه امت چي د خپل ناتوانه حق د خپل قوي څخه نه اخلي پداسي حال کي چي هيڅ ضرر دي هم و ناتوان ته ونه رسيږي.
توضيح: يعني الله تعالي دي د ګناه څخه نه پاک کوي هغه امت چي هغوی د خپل ضعيف او ناتوان سړي حق د خپل قوي او زورور څخه نه اخلي، پداسي حال کي چي هيڅ تاوان او ضرر دي هم و ناتوانه سړيته ونه رسيږي، يعني په خپل مينځ کي امر بالمعرف او نهي عن المنکر نکوي.


دا و داسي قوم ته د رسول اکرم صلي الله عليه وسلم ښېرا او بدوا ده، ځکه پر پرېښودلو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر الله پاک ډير سخت عذابونه مرتب کړيدي چي يو د هغو څخه دغه ښېرا ده چي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم يې و دغسي خلګو ته کوي.


چي زموږ  زمانه د همدغه حديث مصداق دی ځکه چي اوس خو د ضعيف او ناتوان د حق اخيستلو غم د هيچاسره نشته إلا ماشاء الله، او که يې بيا کوم څوک اخلي نو ارومرو ورسره ناتوان سړيته ضرر رسيږي.


الله پاک دي د امر بالمعروف مهمه فريضه بيرته په موږ کي را ژوندې کړي او الله پاک دي يو داسي إسلامي نظام راوړي چي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وجيبې ته ځانګړې او خاصه پاملرنه وکړي.


عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَا قُدِّسَتْ أُمَّةٌ لَا تَأْخُذُ لِضَعِيفِهَا حَقَّهُ مِنْ قَوِيِّهَا غَيْرَ مُتَعْتَعٍ.[شعب الإيمان 7143]

ماخذ :اسلامی مقالي .

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته