تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نیوکه او قضاوت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 2, 2024
  0

ژباړه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


نیوکه او قضاوت


پر هیڅ چا نیوکه او د هیڅ چا په باره کي قضاوت مه کوئ، ځکه یو خو حقیقت دادی چي د الله تعالی بغیر هیڅ څوک علم غیب نه لري او نه هم څوک دا حق لري چي د بل چا په اړه قضاوت وکړي او یا هم د کوم عمل په وجه ورباندي نیوکه وکړي. دا کار هم د اسلامي اړخ څخه او هم د ټولنیز اړخ څخه ناسم بلل سوی دئ.


که موږ فکر وکړو نو هر انسان تر خپل حده په ګناه او عبثیاتو کي مبتلا دی؛ نو که په خپل اعمالو کي فکر وکړو نو پوه به سو چي موږ د بل چا په اړه د قضاوت او نیوکي کولو پر ځای باید د الله تعالی څخه د خپل عیبونو او د رسوایي د مخنیوي په موخه دعاوي وکړو, که الله تعالی زموږ د عیبونو څخه پرده پورته کړي، نو باور وکړئ چي چاته به د مخ ښکاره کولو لیاقت هم ونه لرو.


په ټولنه کي ډیر داسي انسانان سته چي که یو څوک پر یو غلطي وویني یا هم یو نیمګړتیا یې ورته معلومه سي، نو بیا د نصیحت لپاره په قطار ورته ودریږي، تر دې حده چي یاد شخص احساس وکړي چي لوی جرم یې کړی دی او چاته د مخ ښکاره کولو وړ نه وي, په داسي حال کي چي یو معمولي او داسي غلطي به یې کړې وي چي د ټولني هر فرد یې کوي.


دغه دلیل دی، چي زموږ نصیحت پر چا کوم اغیز نه لري, که انسان د بل چا د اصلاح پر ځای لومړی خپل د اصلاح لپاره لستوڼي را ونغاړي نو هر څوک به خپله د یاد شخص څخه د لارښووني او نصیحت غوښتنه کوي.


موږ په دې باوري یو چي ذلت او عزت دواړه د الله له طرفه دي, په دې هم باور لرو چي هر کار کوو هغه کار به بیرته راسره کیږي، نو ځکه الله چي یو څوک ذلیله کوي نو کوښښ وکه چي د ذلت دلیل یې ته جوړ نه سې, که د یو چا د ذلیله کولو لپاره پلمه لټوې، نو باوري اوسه چي تر هغه وخته به مرګ درته رانه سي، چي په داغسي حالت کي واقع سوی نه یې او که د خلګو لپاره د خلګو د عزت د ډیرولو سبب جوړ سولې، نو کامیابي او نیکمرغي دي مبارک سه.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته