تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خوبونه مو ولي له یاده وزي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 4, 2023
  0
لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
خوبونه مو ولي له یاده وزي؟
 
موږ خوبونه وینو، خو له یاده مو وزي. کله چي را پاڅو ټول لیدلي خوبونه مو له یاده وتلي وي.  
 
موږ د ژوند درېیمه برخه په ویدېدو تېروو، خورا زیات خوبونه هم وینو: انسان د کال په ۳۶۵ ورځو کي په اوسط ډول ۱۲۲ ورځي په ويدېدو تېروي. په اوسط ډول په کال کي ۱۴۶۰ خوبونه ویني، چي په یوه شپه کي تقریباً ۴ خوبه کیږي. ماشومان خو آن تر پیدا کېدو مخکي د مور په نس کي خوب لیدل شروع کوي. جالبه بیا داده، چي څومره د خوب کولو کوټه یخه وي، هغومره به تاسو بد خوبونه ډېره وینی، یعني د ویري خوبونه. د زیاتو خوبونو لبدلو په اړه بیا سایسنپوهان وایي: څومره چي ستاسو د ځیرکتیا کچه (I.Q.) لوړه وي، هغومره ډېر به خوبونه وینی. 
 
په هر صورت، را به سو خپلي اصلي موضوع ته، چي له راپاڅېدو سره مو ولي خوبونه هېريږي؟ د اسټرالیا د موناش پوهنتون د دماغ پېژندني ماهر (Neuroscientist) توماس انډرېلیون وایي: ”موږ د خوب ژر هېرولو تمایل په خپل ځان کي لرو او هغه کسان، چي خپل خوبونه ډېر کم وخت و نورو خلکو ته وایي، خوبونه ئې ژر هېريږي.“  
 
د خوبونو په یاد کي نه پاتېدلو اصلي خبره په لند مهاله او اوږد مهاله حافظه یعني په (Long-term & short-term memory)  پوري اړه لري. یعني هغه خوبونه، چي لنډ مهاله حفظه کي پاته سي، نو ډېر ژر له یاده وزي.
 
هغه خوبونه په یاد نه پاتیږي، چي
 
• زموږ د واقعي ژوند څخه لیري وي یعني زموږ د حقیقي او اصلي ژوند د واقعاتو څخه بېل وي. 
 
• بې علاقي خوبونه یعني هغه خوبونه له یاده وزي، چي موږ علاقه او لیوالتیا نه ور سره لرو. 
 
• د نشې په حالت کي خوب یعني که څوک نشه وکړي او بیا وېده سي، نو خوبونه ئې په یاد نه پاتیږي. 
 
• سپوږمۍ او بې نظمي؛ په Amybrucker ډاټ کم کي لیکي: ځیني کسان د میاشتي په شروع کي لیدلي خوبونه په دماغ کي نه سي ساتلی، خو د میاشتي په منځ کي چي سپوږمۍ بشپړه او ښایسته سي، نو لیدلي خوبونه ئې په یاد کي پاتیږي. 
 
د خوب د نه یادېدلو یوازي دغه پورته لاملونه نه دي، بلکي ډېر لاملونه لري، خو دغه ئې عمده او لوی لاملونه دي. 
 
کوم خوبونه په یاد پاتیږي؟ 
 
یوازي هغه خوبونه په دماغ کي پاته کيږي، چي موږ علاقه ورسره لرو- احساساتي او ښایسته یعني څومره چي خوب جالب وي، هغومره ډېر وخت په یاد پاتیږي. 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته