تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شام هیوادته دحضرت عمر(رضي الله عنه)دورتګ کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 12, 2021
  0

د شام هیوادته دحضرت عمر(رضي الله عنه)دورتګ کیسه


لیکنه : قاري خبیب (پشت رودي)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د فاروق اعظم حضرت عمر(رضي الله عنه)دا واقعه ډېره مشهوره ده چي یو وخت د ده د خلافت په زمانه کي دی له خپل غلام سره د شام هیواد ته په سفر روان شو، ده مبارک د خپل ځان او غلام په منځ کي سپارلي دا ډول تقسیم کړه، چي یو وار به زه سپرېږم تا به  د اوښ مهار نیولی وي، بل واره به ته سپرېږي ما به ده اوښ مهار نیولی وي، نو دوی همداسي کول یو وار به غلام سپرېده، ده به د اوښ مهار نیولی ؤبیا به دی سپرېده هغه به نیولی ؤ، دوی همداسي خپل سفرته دوام ورکاوه، تر دې چي هغه هیواد ته نژدې راوسېدل. 


د خدای کارونو ته ګوره اتفاق  دا وخت دغلام د سپرتیا وخت شو، غلام پر اوښ کښېناستی اومهار حضرت عمر(رضي الله عنه)ونیوی، هلته دهغه هیواد حاکم او والي حضرت ابو عبیده (رضي الله عنه)له ښار څخه د باندي ورته راوتلی او تا لیدل چي غلام  پر اوښ ناست دی او حضرت عمر(رضي الله عنه)یې د اوښ مهار نیولی دی. په دې وخت کي حضرت ابو عبیده (رضي الله عنه)را غی حضرت عمر(رضي الله عنه)ته یې وویل ای امیرالمؤمنین! د ښار ټول خلک ستا د راتک انتظار کوي دا صورت حال چي تا د اوښ مهار نیولی دی او غلام پر اوښ سربېره ناست دی غیر مناسب دی اوس ته سپور شه ، دی به مهار ونیسي.


حضرت عمر(رضي الله عنه)وفرمایل وروره! دا ته څنګه خبري کوې الله(جل جلاله)موږ ته د اسلام په ذریعه عزت راکړی دی، همدا  اسلام دی چي موږ یې عزتمن کړي یو، ما ته د خلکو د وینا هیڅ پرواه نشته، زه صرف د خلکو د وینا له کبله نا انصافي نه شم کولای، زه او غلام د الله (جل جلاله)په نزد یو شان یو، څومره قدر چي الله(جل جلاله)په نزد زه لرم هغه یو غلام هم لري، زه او غلام دواړه دالله (جل جلاله)یو راز بند ګان یو.

 

د دوی او دښار په منځ کي یورود بهېدی، نوهغه ؤ چي حضرت عمر(رضي الله عنه)خپلي څپلي يي  په بغل کي ونیولي پایڅې یې را پورته کړې، په رود راګډ شو او په همدې کیفیت چي څپلي  په لاس، پایڅې پورته کړې او د اوښ مهار یې نیولې ښار ته دا خل شو.


ماخذ: افضل الحکايت

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته