تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سړی به د چا له لاسه هلاکیږي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 20, 2021
  0

سړی به د چا له لاسه هلاکیږي؟


 لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


وقال صلى الله عليه وسلم: يأتي على الناس زمان يكون هلاك الرجل على يد زوجته وأبويه وولده يعيرونه بالفقر ويكلفونه ما لا يطيق فيدخل المداخل التي يذهب فيها دينه فيهلك.[احياء علوم الدين]


ژباړه : رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: پر خلګو به داسي زمانه راسي چي سړی به د ميرمني، پلار او مور او اولادونو له لاسه هلاکيږي، دوی به هغه ته د فقر پيغور ورکوي او پداسي کارونه به يې مکلف کوي چي هغه يې نسي کولای نو داسي ځايونو ته به ورځي چي په هغه کي دی خپل دين له لاسه ورکوي او هلاکيږي.


يعني دده ښځه، مور او پلار او اولادونه به و د ته پیغور ورکوي چي ته څنګه مسکین یې، پیسې نه لرې خلګ څومره ډیري روپۍ لري؟ نو دی بیچاره به د مجبوریته څخه داسي کارونو ته مخه کړي چي په هغو کي خپل دین له لاسه ورکوي نو هلاکت او بربادي به یې په برخه کیږی.
نو پام کوئ چي د فقر او مسکنت په پیغور باندي دوکه نسی او د هیچا خبره جدي ونه نیسی خپل د ضرورت لپاره باید إنسان هڅه وکړي څومره مال چي یې لاسته راځی باید قناعت وکړي او د مال ډېرېدلو لپاره هر کار او هرشي ته لاس وانه چوي.


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته