تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ډېر ولور په نوې بڼه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 4, 2021
  0

ډېر ولور په نوې بڼه


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دا معلومه خبره ده چي ډېر ولور زموږ په ټولنه کي يو غلط فرهنګ دی چي ځوانان او ځواناني يې د ډېرو ستونزو سره مخ کړيدي له همدې امله د ځواني طبقې غمخورو علماو او مشرانو تل په ډېرو ځايونو کي د ډېر ولور پر ضد خپل ږغ پورته کړی دی.


تر ډېره بريده اوس الحمدلله خلګ پوه سوي دي او د ډېر ولور ايښودل يې پسې پرې ايښي دي خو له بده مرغه چي دا ټولنه د يوه مصيبت څخه نه وي خلاصه سوې چي بل مصيبت ورباندي راسي، د يوه غلط رواج څخه يې سم نجات نه وي پيدا کړی چي بيا بل غلط رواج پکښې عام سي چي يو د تازه غلطو رواجونو څخه په نوې بڼه د ډېر ولور ايښودل دي.


اوس په ځينو خلګو کي داسي رواج پيدا سوی دی چي د نکاح د عقد تړلو په وخت کي دوه یا درې لکه افغانۍ مهر ايږدي چي دا پيسې به د زوم لخوا خوسر ته نغدي ورکول کيږي نور نو خوسر په هيڅ شي باندي کار نه لري د ټولو مراسمو او کور رانیولو لګښت  به زوم يا د زوم کورنې ورکوي.


کڅه هم دوی پدې طريقه باندي داسي ښکاره کوي چي ګويا موږ مهر لږ ايښی دی خو په اصل کي بيرته د پخوا په څېر ډېر ولور ورڅخه جوړيږي ځکه که ټول مهر د پخوا په څېر پنځه يا شپږ لکه افغانۍ کښېښودل سي د مصارفو د ايستلو وروسته هغه دوه يا درې لکه افغانۍ خوسر ته پاتيږي، نو داسي ويلای سو چي دا هم د ډېر ولور ايښودل دي خو په نوي او تازه تاکتيک.


هيله مند يو چي زموږ مسلمانان د نکاح په کولو کي پيسې له پامه وغورځوي بلکي د ځوانانو ژوند او د نکاح برکت په پام کي ونيسي!


ماخذ : اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته