تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې روغتیايي ګټي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 13, 2021
  0

د روژې روغتیايي ګټي


ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


1 - د معدې او کولمو څخه عفونتي اضافه مواد غورځوي.


2 - معده ورباندي هوسا کيږي.

 

3 - روژه د ناروغيو په مقابل کي وقايه ده ډېري ناروغۍ دي چي بېله وقايې په درملني باندي نه جوړيږي او روژه ډيره ښه وقايه ده.

 

4 - څوک چي د کوچينيو او لويو کولمو مزمن التهاب ولري روژه ورته ډېره ګټه کوي.

 

5 - د اينې د کمکارۍ په درملنه کي روژه ډېره کټه لري.


6 - د خارش او يا گرولو ناروغۍ ته روژه ډېره ګټه لري.

 

7 - د الرژي يا حساسيت د ناروغۍ په درملنه کي روژه ډېر تأثير لري.


8 - روژه د چاغۍ په ناروغۍ کي ډېره مفيده ده ځکه چي په روژې باندي وزن ډېر کميږي.


9 - روژه  د لوړ فشار د کمولو لپاره ډېره موثره ده.

 

10 - روژه د ګوردو  دکاڼو د ځينو التهابونو په درملنه کي ډېره موثره ده.


11 - روژه د کيسه صفراء د التهاباتو په درملنه کي ډېره موثره ده.


12 - روژه د زړه د مزمنو ناروغيوپه ورکولو کي ډېره موثره ده.


13 - روژه د معدې د ډېرو ناروغيو د درملني لپاره ډېره موثره ده.

14 - روژه د انسان په خوشاله کولو کي او سپين ږيرتوب په ځنډولو کي ډېر تأثير لري.

 

عصبي جهاز او سيستم ته د روژې ګټه:

 

ډاکتر محمد ابوشوک په يوې مقالې کي چي د (الصوم والجهاز العصبي) تر عنوان لاندي يې ليکلې دي وايي: د روژې د روحانيت له وجهي او پدې خاطر چي روژه نفس صفاء کوي، روح پاکوي،  پر ستونزو باندي انسان ته تحمل او صبر ور زده کوي، پر مسکينانو او اړو انسانو باندي مهربانۍ ته يې انسان هڅوي، په شهواتو کي د لوېدلو څخه انسان ليري کوي، د انسان نفس په ښو اخلاقو باندي ښايسته کوي لکه په کړنوکي صداقت، په کار کي امانت داري، د خښم او انتقام څخه د انسان ليري کول او د حسد او کينې څخه د نفس ژغورل. 


دا ټوله هغه شيان دي چي بشري روح ته سلامتيا، محبت، دوستي او هغه صفايي وربخښي چي د انسان روح ورباندي ډېر مطمئن او آرام کېدلای سي.


ځينو بريتانوي ډاکټرانو ويلي دي: په کال کي يوه مياشت روژه نيول د إنسان په بدن کي د پوره کال کچره او چټلي ختموي.


تر ټولو مشهور ليکوال چي د روژې په فايدو کي يې ليکل کړيدي په امريکا کي د بدني ثقافت مشر ماک فادن دی.


نوموړي په امريکا کي په خپل نامه لوی کلينيک جوړکړی دی او د روژې د فوائدو په اړه يې هغه وخت کتاب وليکی چي ده ته په تجربو ثابته سوه چي روژه د ډېرو سختو ناروغيو د درملني لپاره موثره ده نوموړی وايي: روژه بدن ته ګټه لري د ټولو هغو جراثیمو څخه بدن پاک کوي چي د خوړو سره د انسان بدن ته ځي.


هغه ناروغۍ چي نوموړي په روژې باندي معالجه کړيدي:


د معدې او هضمي جهاز ناورغۍ.

د وينو او رګونو ناروغۍ.


نوموړي ډاګټر په خپل کتاب کي د ټولو هغو خلګو نومونه او مشخصات ليکلي دي چي ده په روژې باندي د هغوی درملنه کړې ده.

دی وايي: هر انسان دېته اړتيا لري چي بايد روژه ونيسي بلکي هر مريض روژې ته اړتيا لري.


منبع او ماخذ: تحف رمضانية


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته