تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شيطان دامونه او جالونه:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 3, 2022
  0

لیکنه :مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عن الهيثم بن مالك الطائي قال: سمعت النعمان بن بشير يقول على المنبر: إن للشيطان فخوخا ومصالي، وإن من مصالي الشيطان وفخوخه: البطر بأنعم الله، والفخر بإعطاء الله، والكبرياء على عباد الله، واتباع الهوى في غير ذات الله.[اعتلال القلوب للخرائطي92] 


ژباړه: هيثم بن مالک طائي وايي: ما د نعمان بن بشير رضي الله عنه څخه وارورېدل چي پر منبر يې ويل: د شيطان لپاره دامونه او جالونه دي او د شيطان د دامونو او جالونو څخه د الله په نعمتونو باندي تکبر دی، د الله تعالی په ورکړي باندي فخر دی، د الله تعالی پر بندګانو تکبر دی او په بېله ذات کي د الله د نفسي غوښتنو متابعت دی. 


يعني څلور شيان دي چي د هغو په ذريعه انسان د شيطان په دامونو کي لويږي: 


1 – د الله تعالی په نعمتونو باندي لکه: علم، مال، قدرت او داسي نور تکبر دی. 


2 – د الله تعالی په ورکړي لکه علم، مال، قدرت، آبرو، حيثيت او داسي نور فخر دی. 


3 - د الله تعالی پر بندګانو تکبر او لويي ده. 


4 – او د نفسي غوښتنو پسې تلل دي. 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته