تازه سرليکونه
د (ستر شخصيتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځان په اړه داسي فکر وکړه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 6, 2023
  0

د ځان په اړه داسي فکر وکړه
 

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


قَالَ بَكْرُ بْنُ عَبْدِ اللهِ الْمُزَنِيُّ: إِذَا رَأَيْتَ أَكْبَرَ مِنْكَ؛ فَقُلْ: سَبَقَنِي بِالإِسْلامِ وَالْعَمَلِ الصَّالِحِ؛ فَهُوَ خَيْرٌ مِنِّي، وَإِذَا رَأَيْتَ أَصْغَرَ مِنْكَ؛ فَقُلْ: سَبَقْتُهُ بِالذُّنُوبِ وَالْمَعَاصِي؛ فَهُوَ خَيْرٌ مِنِّي، وَإِذَا رَأَيْتَ إِخْوَانَكَ يُكْرِمُونَكَ؛ فَقُلْ : نِعْمَةٌ أُحْدِثَ ثَوَابُهَا، وَإِذَا رَأَيْتَ مِنْهُمْ تَقْصِيرًا؛ فَقُلْ: بِذَنْبٍ أَحْدَثْتُهُ.[المجالسة وجواهرالعلم2116] 


ژباړه: بکر بن عبدالله مزني ويلي دي: که دي تر ځان مشر وليدی نو ووايه: تر ما يې اسلام او نيک عمل ته وړاندي  والی کړی ځکه نو هغه تر ما ښه دی، که دي تر ځان کشر وليدی نو ووايه: ما تر ده ګناهونو او نافرمانيو ته وړاندي والی کړی دی نو دی تر ما ښه دی، که دي خپل وړونه وليدل چي ستا احترام يې کوی نو ووايه: دا د نعمت ثواب دی چي ښکاره سوی دی او که دي د خپلو وړونو څخه ستا په اړه کومه نيمګرتيا وليدل نو ووايه: دا زما د ګناه په خاطر دی چي راڅخه سوېده.


يعني په هيڅ حالت کي به ځان تر نورو مسلمانانو غوره نه بولې او هيڅ وخت به نه مغروره کېږې!


تر ځان مشرانو ته به پدې سترګه ګورې چي دوی خو په اسلام او نيکو کارونو کي تر ما مخکي دي ځکه نو دوی تر ما غوره دي، تر ځان کشرانو ته به پدې سترګه ګورې چي زه تر دوی په ګناه او نافرمانيو کي مخکي يم نو دوی تر ما غوره دي، که دي خلګ احترام کوي دا د ځان لپاره کمال مه بوله بلکي داسي فکر وکړه چي دا د الله تعالی د کوم نعمت ثواب دی چي درکړی يې دی او که دي خلګ سپکاوی کوي پدې باندي مه نا اميده کيږه بلکي د ځانه سره حساب وکړه او داسي فکر وکړه چي دا به تا ته د کومي ګناه په سبب پېښه وي.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته