تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۳)
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  March 12, 2023
  0
مختصر نبوي سیرت
درېیمه برخه 
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم السلام ویب پاڼه              
 
پټ یا (سري) دعوت
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت په لومړیو کي تر دریو کالو پوري په پټه دعوت کاوه، په همدې مهال یې کورنۍ؛ مېرمني یې خدیجې او لوڼو یې، او علي او زید بن حارثه رضي الله عنهم اسلام راوړ.
 
o ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم له کورنۍ د باندي هغه کسان په پټه اسلام ته بلل چي باور یې ورباندي درلود، په دې سره ابوبکر صدیق په اسلام مشرف شو او له همدې لاري خلک ورو ورو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دعوت خبرېدل او د مکي بې وسه او مسکینو خلکو اسلام ته مخه کړه.
 
o سري یا پټ دعوت دری کاله دوام وکړ او په همدې پړاو کي د پام وړ کسان په اسلام مشرف شول او د اولینو یا لومړنیو په قطار کي ودرېدل.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې مرحله کي خپلو اصحابو رضي الله عنهم ته د احتیاط تر څنګ د دې امر کاوه چي تر هغې خپل اسلام په ډاګه نه کړي څو د الله تعالی حکم نه وي راغلی.
 
o مؤمنانو به چي په دې پړاو کي لمونځ کاوه، نو په پټه به د مکي شاوخوا درو او شېلو ته تلل او هملته به یې لمونځونه کول.
 
o دغه مهال دوه رکعته لمونځ له لمر ختو مخکي او دوه رکعته له لمر لوېدو مخکي مستحب و، څو د اسراء او معراج په شپه فرض شو.
 
o حافظ ابن حجر په خپل کتاب الفتح (فتح الباري) کي لیکلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو یې پرته له شکه د اسراء او معراج له پېښې مخکي هم لمونځ کاوه، خو په دې اختلاف دي، چي آیا د پنځګونو لمونځونو له فرضیت مخکي لمونځ  فرض و او که نه؟ نو ویلی شو چي په دې اړه قوي قول دا دی چي د لومړي ځل له پاره دوه رکعته لمونځ له لمر ختو مخکي او دوه رکعته له لمر لوېدو مخکي فرض شوی او دلیل یې د الله تعالی دا قول دی: وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ.
 
ترجمه: او تر لمر ختو وړاندې او تر (لمر) لوېدو وړاندې د خپل رب په ستیاینې لګیا اوسه.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت په دې پړاو کي د ارقم بن أبي ارقم کور د دعوت د مرکز په توګه غوره کړی و او هملته به یې په پټه له مؤمنانو سره غونډي کولې.
 
د دعوت د ډاګیز اعلان امر
 
o بیا الله  تعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم ته امر وکړ چي خپله بلنه او دعوت علني، ډاګیزه (ښکاره) کړي، الله تعالی وفرمایل: «فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ»[الحجر: ۹۴]. 
 
ترجمه: نو هغه څه په جهر سره څرګندکړه چي پرې ګومارل کيږې او له مشرکانو اعراض وکړه.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د صفا غونډۍ ته وخوت او خلکو ته یې خپل دعوت اعلان کړ او  خبر یې کړل چي الله تعالی دی د ټولو عالمیانو  له پاره رسول رالېږلی دئ.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي خپل رسالت اعلان کړ، تره یې ابو لهب،  خدای دي دی خوار کا، ورته وویل: خوار شې، بس د همدې له پاره دي موږ راټول کړي وو؟!
 
o د ابولهب د دې دښمنانه دریځ په ځواب کي الله تعالی خپل دا قول را نازل کړ: تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ.
 
ترجمه: مات شه دواړه لاسه د ابولهب او تباه دي شي.
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت په وړاندي د قریشو غبرګون
 
o د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت په وړاندې د قریشو لومړنی عکس العمل دا و چي د هغه تره ابوطالب ته یې د دې له پاره یو پلاوی ولېږه څو هغه خپل وراره صلی الله علیه وسلم د خپل دین له تبلیغ او دعوت منع کړي.
 
o د قریشو دا هڅه نامراده شوه؛ چي غوښتل یې ابو طالب خپل وراره؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم له تبلیغ او دعوت منع کړي، نو ولید بن المغیره یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورولېږه څو خپل وړاندیزونه ورته وکړي.
 
له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ولید بن مغیره خبري اتري
 
o ولید بن المغیره له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خبرې وکړې، خپل وړاندیزونه یې ور مخ ته کړل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید ته د قرآنکریم څو آیتونه تلاوت کړل، ولید ډېر ورنه اغیزمن شو او کله چي بېرته قریشو ته ورغی نصیحت یې ورته وکړ، چي یا باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي او یا یې پرېږدي په عربانو کي خپل دعوت ته ادامه ورکړي.
 
o قریشو د ولید دا  مشوره ونه منله، نو ولید بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ساحر خطاب وکړ.
 
o د مغیره د زوی ولید په اړه د مدثر مبارک سورت څو آیتونه را نازل شول او هغه ته یې د دوزخ زیری ورکړ، الله تعالی فرمایلي: ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا ﴿۱۱﴾ وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَمْدُودًا ﴿۱۲﴾وَبَنِينَ شُهُودًا ﴿۱۳﴾ وَمَهَّدْتُ لَهُ تَمْهِيدًا ﴿۱۴﴾ ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ ﴿۱۵﴾كَلَّا إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا ﴿۱۶﴾سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا ﴿۱۷﴾إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ ﴿۱۸﴾ فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿۱۹﴾ ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿۲۰﴾ ثُمَّ نَظَرَ ﴿۲۱﴾ ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ﴿۲۲﴾ ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ ﴿۲۳﴾ فَقَالَ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ ﴿۲۴﴾ إِنْ هَذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ ﴿۲۵﴾ سَأُصْلِيهِ سَقَرَ ﴿۲۶﴾. 
 
ترجمه: ما پرېږده او هغه چي پیدا مي کړ یوازي. او ورته ومي ګرځاوو زیاتېدونکی مال. او حاضر چمتو زامن. او تیار مي کړ ده ته پراخوالی. بیا طمع کړي چي زیات یې کړم. نه؛ داسې نه ده، هغه خو دښمن شوی دی زما د آیتونو. ژر به یې واچوو په زیاتېدونکي مشقت کي. دی خو همغه دئ چي فکر او سنجش یې وکړ. نو مرګ پر ده چي دا څنګه سنجش یې وکړ. بیا هم مرګ پر ده چي څنګه (بد) سنجش یې وکړ. بیا یې نظر وکړ. بیا یې مخ تریو او تندی ګونځې کړ. بیا یې شا کړه او ځان یې ستر  وښود. بیا یې وویل: دا خو له نقل شوي جادو پرته بل څه نه  دي.دا خو د انسان له وینا پرته بل څه نه دي.حتما به یې په سقر کي واچوو.
 
o په همدې شپو ورځو کي د سترګو له نعمته محروم عبدالله بن أم  مکتوم رضي الله عنه په اسلام مشرف شو، نوموړی په بلال رضي الله عنه پسې د اسلام د دوهم مؤذن مقام او شرف لري.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته