تازه سرليکونه
وړه غوټۍ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 11, 2023
  0

لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


وړه غوټۍ


هغه وړه غوټۍ چي تا دوې ورځي مخکي وليده. پرون و غوړېده او نن دي د هغې غوټۍ د رژېدو ننداره هم وکړه. اې زما د سترګو توره. ايا په دغه خبره ستا باور نه راځي: هغه کوچنى چي پرون ستاسو په کورکي و زېږېد او نن ته ور سره لوبي کوې. ايا په سبا به همدغه د دوو ورځو تنکى ماشوم، د يادي وړې غوټۍ په څېر، چي ستا مخته په ولاړ ګل بوټي کي وغوړېده، مړاوى سي او له سترګو به  دي فناسي. 


څه فکر کوې؟ ايا دغه پورته دوو خبرو کله هم ستا فکر ستا د ځان په لور را ګرځولى دى، چي دغه ګلاب به هم يوه ورځ پاڼي پاڼي سي او د ژوند ننداره به يې ختمه سي. ته ووايه ګرانه! د دغه غوړېدلي ګلاب چي نن زه ور سره مخامخ يم او خبري ورسره كوم پايله څه ده او سبابه څرنګه وي.   


www.taleemulislam.net                                                                      

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته