تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت (۱۴)
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  July 8, 2023
  0
مختصر نبوي سیرت
(څورلسمه برخه) 
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه 
             
د بني قَیْنُقاع غزا
 
o د دوهم هجري کال په شوال میاشت کي د بني قَیْنُقاع غزا وشوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه یهودي قبیله (قَیْنُقاع) کلابنده کړه، څو ټول تسلیم شول، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له مدینې وشړل.
 
د بني سَوِیق غزا
 
o د دوهم هجري کال په ذي الحجه میاشت کي د سَوِیق غزا وشوه، سبب یې دا و چي ابو سفیان پر مدینه یرغل وکړ او دوه تنه انصار یې په شهادت ورسول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له دوه سوه تنو سره مقابلې ته ورووت، خو ابوسفیان ورنه تللی و.
 
لومړنی ستر عید
 
o د دوهم هجري کال د ذي الحجې په لسمه مسلمانانو د خپل تاریخ لومړنی ستر عید (عید اضحی) ولمانځه، رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه تک سپین یا سپین و تور او ښکرور پسونه قرباني کړل.
 
د عثمان بن مَظْعُون رضي الله عنه وفات
 
o د دوهم هجري کال په ذي الحجه میاشت کي عثمان بن مَظْعُون رضي الله عنه وفات شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د جنازې لمونځ وکړ، او د لومړني مهاجر په توګه په بقیع کي خاورو ته وسپارل شو.
 
د بَني سُلَیْم غزا
 
o د درېیم هجري کال په محرم میاشت کي د بَني سُلیم غزا وشوه چي قَرْقَرْة الکُدْر هم ورته ویل شوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم چي د مسلمانانو په خلاف د بَني سُلیم قبیلې له تیارۍ او غونډېدو خبر شو،  له دوو سوو مجاهدینو سره یې مقابلې ته ور روان شو، ان تر قَرْقَرْة الکُدْر پورې مخکي لاړ، خو د دښمن کسان په لاس ورنغلل .
 
د ذي أَمْر غزا
 
o د درېیم هجري کال په محرم میاشت کي د ذي أَمْر غزا چي بل نوم یې غَطَفان دی، وشوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم چي د غطفان قبیلې د ټولېدو  او تیارۍ په اړه خبرونه ترلاسه کړل، د مقابلې له پاره یې له ۴۵۰ مجاهدینو سره ورووت، دښمنان چي د رسول صلی الله علیه وسلم له راتګ خبر شول ټول له سیمي وتښتېدل.
 
د زید بن حارثه رضي الله عنه سَرِیَّه
 
o د هجرت د درېیم کال په جمادي الآخرة میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د زید بن حارثه رضي الله عنه په مشرۍ یو جنګي ګروپ (سَرِیَّه) د قریشو د یوه کاروان مخي ته واستاوه چي په پایله کي مجاهدین وتوانېدل هغه کاروان په غنیمت ونیسي.
 
د أم کلثوم بنت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم او عثمان رضي الله عنه واده
 
o د درېیم هجري کال په ربیع الاول میاشت کي عثمان بن عفان رضي الله عنه د رُقیه بنت النبي صلی الله علیه و آله وسلم له وفات وروسته أم کلثوم بنت النبي صلی الله علیه و آله وسلم په نکاح کړه، او له دې یې اولاد پیدا نه شو.
 
حفصه رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نکاح کي
 
o د هجرت په درېیم کال د شعبان په میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمر بن خطاب لور حفصه رضي الله عنهما ځانته نکاح کړه. حفصه له دې وړاندې د خُنَیْس بن حُذَافه رضي الله عنه په نکاح کي وه چي هغه مړ شو، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې د واده او نکاح شرف په برخه شو.
 
له زینب بنت خُزَیْمَه هلالیه رضي الله عنها سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم واده
 
o د همدې کال په رمضان میاشت کي نبي صلی الله علیه وسلم له زینب بنت خُزَیْمَه هلالیه رضي الله عنها سره واده وکړ، خو له نبي صلی الله علیه وسلم سره له دوې یا درې میاشتني ګډ او مبارک ژوند وروسته وفات شوه، رضي الله عنها.
 
د احد غزا
 
o د درېیم هجري کال د شوال په نیمايي کي د اُحد مشهوره غزا وشوه،  دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پاره تر ټولو سخته غزا وه.
o د اُحد په غزا کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مخي مبارک غاښونه شهیدان شول، د اوسپنیزې خولۍ کړۍ یې په مبارک سر کي ننوتې او سخت ټپي شو، له سختو حالاتو سره مخ شو، خو الله تعالی یې د ساتني له پاره ملائيکي راولېږلې.
 
o د احد غزا د نبي صلی الله علیه وسلم د ملاتړ، دفاع او ساتني په برخه کي د اصحابو رضي الله عنهم له پاره یوه ستره ازموینه وه، چي د الله تعالی په کرم سره یې په دې سخته ازموینه کي هم ستر بری په برخه شو.
 
o په أُحُد غزا کي اویا تنه قدرمن اصحاب چي په سر کي یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره او رضاعي ورور حمزه بن عبدالمطلب رضي الله عنهم و، په شهادت ورسېدل.
 
o د احد په غزا کي اصحابو رضي الله عنهم د خپلو وینو او سرونو په بیه د خپل نبي صلی الله علیه وسلم د ژوند ساتنه وکړه او په عملي قربانیو او سرښندنو سره یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خپله وفاء او  رښتونې مینه په اثبات ورسوله.
 
o د أُحُد غزا یوه حقیقي ازموینه وه چي په پایله کي یې د صادقو مؤمنانو (اصحابو رضي الله عنهم) صف د دروغجنو او منافقینو چي مشر یې ابن سلول و،  له ډلې پاک او تصفیه شو.
 
o په همدې (احد) غزا کي أبو دجانه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم توره واخیسته او په پوره وفادارۍ سره یې د هغې حق ادا کړ، د غزا په جریان کي پرښتې د جګړې ډګر ته راغلې، او د شهیدانو له ډلي یې حنظله بن أبي عامر رضي الله عنه ته غسل ورکړ.
 
o د احد غزا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحلت مقدمه او خبر و، الله تعالی د نبي صلی الله علیه وسلم اصحابو رضي الله عنهم ته ثبات او د مقاومت ځواک ورکړ.
 
o په احد غزا کي ستر ستر درسونه او پندونه پراته دي، ابن قیم رحمه الله په خپل کتاب (زاد المعاد) کي د احد غزا د درسونو او پندونو په بیان سره کمال کړی او تلپاتي کارنامه یې ترسره کړي دي.
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته