تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امن ته ژمن سئ بغاوت مه کوئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 18, 2023
  0

جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

امن ته ژمن سئ بغاوت مه کوئ


امن ته ژمن سئ بغاوت مه کوئ
بغض ، عناد ، کرکه ، نفرت مه کوئ 
راځئ چې جوړ کړو خپل هیواد په ګډه
د خپل ازار ، د بل خدمت مه کوئ

 

چې ګران هیواد مو بيا د کوم اشغال پنجو ته ولاړ سي
 یا بیا ځل خدای مه کړه ناخوالو او جنګو ته ولاړ سي
داسي هیڅ ډول حرکت مه کوئ

 

مټې راونغاړئ په مینه او اخلاص وطن ته
ور کړئ د سولي ، امن ، میني روڼ احساس وطن ته
راسئ خدمت ته ، شرارت مه کوئ

 

پر دې اولس ډیري ناخوالي او سختۍ تیري سوې
بمبار ، چاپې ، زندان او نورې بدبختۍ تېري سوې
نور سر کښي ، مخالِفت مه کوئ

 

غربي لیوان درته چلونه رنګ په رنګ جوړوي
تاسو مخکښ د خپل کفري ناروا جنګ جوړوي
سر کړئ ګرېوان ته حماقت مه کوئ

 

 د خپل وطن د هر یتیم څیري ګرېوان وګنډئ
بل پرهارونه د جانان افغانستان وګنډئ
مشهود وای نور ژوند په بد نیت مه کوئ

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته