تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که تر خپل معاش ډېر کار وکړو، څه به پېښ سي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 23, 2023
  0
لیکنه: بریالی فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
که تر خپل معاش ډېر کار وکړو، څه به پېښ سي؟
 
که په تاریخ کي د ډېرو بریالیو کسانو ژوند مطالعه کړو، نو دا به راته څرګنده سي، چي دوی ټولو پر همدې یوه اصل باندي کار کړی دئ، چي دوی باید هر وخت خپلي کورنۍ، ټولني او بنسټونو ته تر راکړي ډېره ورکړه ورکړي. 
 
که چیري څوک د دغه اصل پر اساس ژوند وکړي، نو بیا به خپل مسلک کي هیڅ رقیب ونه لري. 
 
د ارواپوهني په ځینو کتابونو کي تر خپل معاش د ډېر کار کولو ګټه په لاندي ډول بیان سوې ده. 
 
• هغوی چي تر خپل معاش ډېر کار کوي، په دې ډول سره يې ارزښت لوړیږي، دې ته له پام پرته چي په کومه برخه کي او چیري کار کوي.
• پر نفس باور مو زیاتیږي. 
 
• خلګ تاسي ته د یوه رهبر په سترګه ګوري. 
 
• نور پر تاسي باور پیلوي. 
 
• رئیسان مو تاسو ته درناوی پیلوي. 
 
• ستاسي په مشرانو او مامورینو دواړو کي د فداکارۍ لامل کیږي.
 
• همکاري پراخوي. 
 
• د ویاړ او رضایت لامل کیږي. 
 
دا اصلا ډېره مهمه خبره ده، چي موږ د خپلي ټولني د ګټي له پاره کار وکړو، د خپل توان په اندازه باید د خپلي کورنۍ او ټولني له پاره خولې توی کړو او په دې ډول سره د خپلي کورنۍ او ټولني سره مینه په عمل کي ثابته کړو. 
 
دا مهمه نه ده، چي یو څوک شخصي کاروبار لري، که یا د یوه دولتي یا خصوصي ارګان سره په معاش کار کوي، په هر حالت کي باید په صداقت سره کار مخته یووړل سي او د لټۍ، سستۍ او بې تفاوتۍ مخه ونیول سي. 
 
د اسلام په مبارک دین کي هم په صداقت او اخلاص سره خپلي دندي ته ژمنتیا غوره بلل سوې ده، کوم کسان چي په اخلاص سره خپلي وظیفې ته ژمن وي او د خپلي دندي په اړه ښه نیت ولري، نو نوموړي ته پر همدې دنده اجرونه ورکړل کیږي. 
 
کوم کسان چي پر دغه فلسفه ژوند کوي، په هر ځای کي د قدر وړ دي، دوی له څار پرته کار کوي، وخت پېژندونکي او محتاط دي، په احتیاط غوږ نیسي او په دقت کړنلاري عملي کوي، حتی که په بېړني حالت کي هم د کار ږغ ور باندي کیږي، نو شونډي ئې نه ځړیږي، د ماموریت پر ځای د پایلو طرفداران دي او همدارنګه بشاش او با ادبه دي. 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته