تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د عشر په مال مي نوري پيسې ګډي کړي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 21, 2023
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۸۶۲)
نوم:حاجي عبدالواحد اغا  
 
سوال :زه پيسې لرم چي کال نه دې ورباندي تېر سوي، د مځکي حاصل مي واخيستي چي عشر مي ورکړ او پيسې مي د هغو نورو پيسو سره ګډي کړې، چي اوس يې کال پوره سو، نو ايا اوس به زه يوازي د هغو پيسو زکات ورکوم، کوم چي کال ورباندي تېر سوى وي، او که د مځکي او که دمځکي د حاصل پر پيسو هم زکات سته.
 
يادونه: هغه د عشر شى مي را واخيستى د هغه نورو سره مي ګډي کړې.
 
 جواب : حامداً و مصلياً
د عشر د مال څخه چي کوم وخت عشر اداء کړل سي، بيا که هغه عشري مال په خپل نوعيت باندي پاته ؤ، مثلاً غنم دي، چي عشر يې ورکړى، غنم په  خپل حال پاته دى، په دې غنمو کي بيا دوهم ځل چي هر څومره وخت باندي تېر سي، نه زکات سته او نه عشر، که چيري يې دغه غنم خرڅ کړل او په هغه پيسو باندي کال تېر سو، او نصاب ته هم رسيدلي وي نو بيا زکات(څلويښتمه ) روپۍ به ورکوي، او که چيري د غنمو روپۍ کمي وي ليکن نوري روپۍ ورسره وي، بيا دغه و هغو روپو ته ورګډيږي، د هغو نورو پيسو کال چي پوره سي دا د عشر د مالونو څخه په لاس ته راغلو پيسو کي هم زکات فرض کېږي، که څه هم ئې کال پوره سوى نه وي. 
 
جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):ووقته وقت خروج الزرع وظهور الثمر عند أبي حنيفة - رحمه الله تعالى - كذا في البحر الرائق. الفتاوي الهنديه: ج١، ص١٨٦.
 
(٢):( قَوْلُهُ وَمَنْ كَانَ لَهُ نِصَابٌ فَاسْتَفَادَ فِي أَثْنَاءِ الْحَوْلِ مَالًا مِنْ جِنْسِهِ ضَمَّهُ إلَى مَالِهِ وَزَكَّاهُ) سَوَاءٌ كَانَ الْمُسْتَفَادُ مِنْ نَمَائِهِ أَوْ لَا وَبِأَيِّ وَجْهٍ اسْتَفَادَهُ ضَمَّهُ سَوَاءٌ كَانَ بِمِيرَاثٍ أَوْ هِبَةٍ أَوْ غَيْرِ ذَلِكَ. الجوهرةالنيرة: ج١، ص١٤٧. طبع مکتبه امدادية.
 
ویب پاڼه: www.taleemulislam-radio.com
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته