تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژوند تېرېدونکي مراحل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 9, 2023
  0

لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ژوند تېرېدونکي مراحل

 

موږ ټول انسانان په دې باوري یو چي د ژوند هر پړاو تیریدونکی او نه پاته کیدونکی دی، ژوند د یو خوندور خوب په څیر دی که هر څومره اوږد هم وي خو بیا هم کله چي ویښ سې نو پوه به سې چي هم دي هغه خوند ختم سوی دئ هم دي هغه افکار, اعمال, حرکات او میلې تیري سوي دي او نور باید تاته دا معلومه وي چي نور مخته باید په کوم شکل ولاړ سې.


ژوند که سخت وي که اسانه, که ښایسته وي که زموږ د توقع خلاف وي خو تیریږي. 


لومړی نشتون, بیا پیدایښت, بیا ماشومتوب, بیا ځواني او اخره کي بوډاتوب ....


د هغه چا پر حال به شکر وي چي ژوند د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره د الله سبحانه وتعالی په اطاعت او عبادت کي تیر کړي او د هغه چا پر حال به حیرت او افسوس وي چي په دنیوي خوندونو کي مشغوله وي او د اخرت او د الله پاک د حساب او کتاب څخه غافله وي.


پیغمبران علیم السلام , صحابه کرام رضی الله عنهم, تابعین رحمة الله علیهم, امامان رحمة الله علیهم, علماء, مفسرین, محدثین, پوهان, استادان, اولیاء, والدین او نور مشران صرف موږ ته دین, د دین احکام او مسائل را زده کولای سي خو په موږ یې عملي کولای نه سي, دوی موږ ته اسلام را ښولای سي خو مسلمانان کولای مو نه سي ځکه چي انسان ډیر غافله او بې پروا دئ او دا ډیره سخته ده چي د بل چا پر هره کړې خبره عمل وکړي.


د انسان سره ښایي چي د اسلام په لاره کي پر هره دیني, اخلاقي, منطقي او عقیده باور ولري او د عمل جامه ور واغوندي, یوازي پوهیدل کفایت نه کوي حتا په یوازي پوهیدلو او نه عملي کیدلو یې ګناه دوه چنده ده. هر مؤمن مسلمان ته په کار ده چي ژوند د الله پاک په اطاعت او عبادت کي تیر کړي او د ګناه په کولو سره د اخرت د عذابونو او سختیو څخه بې پروا ونه ګرځي.

 

اول مرګ, ورپسې اخرت راتلونکی دئ, باید د هیڅ کوچنۍ ګناه څخه غافله نه سو او د هر عمل په وخت کي د الله څخه بیره اختیار کړو تر څو د ځان په حق کي مو ظلم نه وي کړی.

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته