تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دعوت او حکمت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 27, 2015
  0

 ليکنه: انفال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
 
څرنګه چې انسان په بشپړ کمال او حکمت سره خلق شوی، همداسې يې په فطرت کې هم له کمال او حکمت سره مينه اخښل شوې ده. حکمت خوښوي او حکمت تهتسليمېږي. او دا د حکمت کمال دی چې انسان خپلې موخې ته رسوي.
 
د دعوت موخوته رسېده هم له حکمت نه بې نيازه نه دي، بلکې ددې موخو له پاره حکمت لومړی اصل دی. هغه دعوت چې له حکمت نه خالي وي، ددې پر ځای چې داعي خپلې موخې ته ورسوي نور يې هم له خپلې موخې نه لېري کوي. نو ځکه الله  جل جلا له  په دعوت کې د حکمت امرکوي:
 
"اُدْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ" (النحل، ۱۲۵)
ژباړه: خلکو ته د خپل رب لارې ته په حکمت او ښه پند بلنه ورکړه او ددوی سره په هغه توګه چې تر ټولو لارو ښه ده خبرې اترې وکړه بې شکه چې ستا رب هغه څوک چې د هغه له لارې ګرځېدلي دي (له ټولو څخه) ښه پېژني او هم دی لار موندونکی ښه پېژني.
 
په ذکر شوي آيت شريف کي د حکمت او موعظة الحسنة مطلب دادی چې بايد داعي په مهربانۍ، نرمه لهجه او د خپل مدعو سره د هغه په سويه خبري وکړي. لکه څرنګه چي الله جل جلا له په بل ځای کي فرمايي:
 
"فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ" (ال عمران، ۱۵۹)
ژباړه: نو دا د الله د رحمت له کبله ددوی په هکله ستا زړه نرم شو، که ته بد خوی (يا) سخت زړی وای دوی به ستا له شا وخوا نه هرو مرو خواره واره شوي وای.
 
په بل آيت شريف کې داسې راځي:
 
"اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى(۴۳)فَقُولا لَهُ قَوْلا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى" (طه، ۴۳-۴۴)
ژباړه: فرعون ته لاړ شئ ځکه هغه په ريښتيا سرکښي کړې ده (۴۳) نو له هغه سره نرمي خبري وکړئ، ښايي چي پند واخلي يا ووېرېږي.
 
په دغو آيتو شريفو کي په نرمۍ د دعوت کولو راته ويل شوي او سختې يې د دعوت په لاره کې خنډ ګڼلې ده. خو دا آيتونه دي داسې استنباط نشي چې بايد له ډېر مصلحت او د مدعو له صفت نه کار واخلو.
 
په دعوت کې مصلحت حکمت نه دی!
دلته له مصلحت نه مراد دادی چې يو داعي د مدعو د خوښۍ لپاره له ځينو اصولو نه تېرېږي. دا بايد جدې په نظر کې ونيول شي چې له اصولو نه تېرېده د پيغام روح له منځه وړي او له فروعو نه تېرېده پيغام پيکه کوي. او د يو مسلمان داعي پيغام بايد صرېح او روښانه وي. نو داعي ته لازمه ده چې نه خپل پيغام پيکه کړي او نه يې روح له منځه يوسي.
 
د اسلام اتل داعي شهيد استاد سيد قطب  رحمه الله په خپل شهکار اثر "معلم الطريق" (پښتو ژباړه يې دلاري مشال) کي د اسلامي دعوت د بري راز د اسلامې عقېدې په فطرت کې بولي او د همدې بري راز د انسان له فطرت سره برابر ګڼي. د اسلام د بري دويم راز په پرېکنده او قاطع دريځ کې ښيي. نو ددې رازونو  پر اساس هغه زياتوي چې اسلام هيڅکله له جهالت سره مصلحت نه کوي او نه په جاهليت کې د رسوخ په موخه له چل ول او او بانو نه کار اخلي. استاد(رح) وايي اسلام حق دين دی او الله جل جلا له د انسانانو خالق او د هغوی په فطرت  او غوښتنو خبر دی. که اسلام په صراحت، بې له بانو او مصلحت نه وړاندې شي، ضرور به په زړونو کې ځای نيسي. همدا سبب دی چې قران په سختو نه سختو شرايطو کې هم په زغرده ويل: "لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ"
 
د مدعو صفت حکمت نه دی!
لکه څرنګه چې مو يادونه وکړه چې له حکمت  او موعظة الحسنة څخه مطلب دا نه دی چې له مصلحت نه دې کار واخيستل شي او يا دې د مدعو صفت وکړل شي، د مصلحت موضوع مو څه ناڅه واضح کړه . اوس به راشو د مدعو د صفت په اړه به وږغېږو.
 
دا د انسان په فطرت کې ده چې د خپل ځان ښه والی غواړي، خو که چيرته يې په مدح او صفت کې مبالغه وشي د ګټې پر ځای تاوانونه زېږوي. موږ به ئې د مثال په توګه دلته د ځينو يادونه وکړو:
 
لومړی – څونه چې د يو شخص صفت وشي په هماغه اندازه نور وګړي له هغه نه توقع کوي.  کله چې له موصف کس  نه منفي کار تر سره شي او د وګړو د توقع خلاف کړنه ورځيني صادره شي په دغه حالت کې نه يوازې د موصف کس قدر کمېږي، بلکې هغه کس چې دده صفت ئې کړی هم د خلکو په نظر کې درواغجن راځي.
 
دويم – که چېرې يو داعي د خپل مدعو مخامخ ډېر صفت کوي، په دغه حالت کې مدعو ته داعي غوړه مال او چاپلوس په نظر ورځي. بالخصوص هغه وخت چې په مدعو کې هغه صفات نه وي.
 
درېيم – که مدعو هوښيار، مؤمن او غاړه ايښوونکی وي، خپل صفت ته اړتيا نه لري.نو په بې ځايه صفت بايد وخت ضايع نه شي. او که مدعو ځان خوښوونکی او بې پروا وي او داعي يې صفت وکړي په دغه حالت کې مدعو نور هم بې پروا، سرکښه او متکبر کېږي او په جهالت کې ځان پر حق بولي.
 
په لوړو ټولو ذکر شوو حالاتو کي ددعوت او د داعي د پيغام روح له منځه ځي، چې بايد په ټينګه ځان ورنه وساتو.
 
والله المستعان
 

سرته