حضرت ابن مسعود رضي الله عنه وايي چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د هغو خلکو په هکله چي هغوی د جمعې لمونځ نه ادا کاوه وفرمايل: والله! چي ډېر وخت اراده وکړم چي یو سړي ته امر وکړم چي خلکو ته د جمعې لمونځ ورکړي او زه پر هغو خلکو کورونه وسوځم چي هغوی د جمعې د لمانځه څخه په کورونو کي شاته پاته کيږي. رواه مسلم