تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: مسواک وهل په روژه کي څنګه دی؟
 
  June 6, 2016
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۱۷)

نوم: شراف الدين اشرفي
               
سوال : مسواک څومره ګټي لري او ثواب ئې څومره دي ايا په روژه کي مسواک وهل باک لري که نه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په مسواک هم خوله پاکيږي او هم د الله جل جلاله رضا په حاصليږي،  د ورځي په مهال په روژه کي مسواک وهل جائز دى بلکي څومره ګټي او ثوابونه چي په نورو ورځو کي لري هغومره ګټي او ثوابونه په روژه کي هم لري ځکه د فضيلت احاديث ئې عام دي. 

د امام احمد په روايت کي د شامي په حواله د مسواک لمونځ تر هغه لمانځه  اويا درجې افضل بلل سوى دى چي مسواک ئې په اوداسه کي نه وي وهل سوى . 

والله اعلم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ. رواه النسائي
(٢): وَأَحْسَنُهَا أَنَّهُ شِفَاءٌ لِمَا دُونَ الْمَوْتِ. شامي: ج١، ص٨٥، مطلب في منافع السواک.
(٣): ولا بأس بالسواك الرطب واليابس في الغداة والعشي عندنا. فتاوي هنديه: ج١، ص١٩٩، فيما يکره للصائم وما لايکره.
(٤): صَلَاةٌ بِسِوَاكٍ أَفْضَلُ مِنْ سَبْعِينَ صَلَاةٍ بِغَيْرِ سِوَاكٍ. رواه احمد. شامي: ج١، ص٨٤.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني، مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته