تازه سرليکونه
د (محدثين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام نسايي رحمة الله علیه ژوند
 
  August 13, 2015
  0
د سنن النسايي مؤلف أبو عبد الرحمن بن شعيب بن علي بن بحر بن سنان بن دينار النسائي رحمة الله علیه  دئ نَساء په خراسان کي د يو ښار نوم دئ او و همدغه ښار ته د نسبت لکبله نَسائي ورته ويل کيږي .

 امام نسائي  رحمة الله علیه  په ٢١٥ هجري سنه کي څوک بيا وايي چي په ٢١٤ هجري سنه کي زيږيدلى دئ محمد بن اسحاق وايي ابوعبدالرحمن النسائي د خپل عمر په وروستيو کلونو کي د مصر څخه دمشق ته ولاړى او هلته د حضرت علي  رضي الله عنه  د پلوي لکبله د ځينو معاوية پلوو کسانو لخوا د ستونزو سر مخ سو آن تر دې چي په  ډډي کي په وهلو وهلو تر مسجد وايستل سو . د دې زړه دردونکي واقعې څخه وروسته د فلسطين د رملې ښارگوټي ته بوتلل سو او هلته وفات سو البته دارقطني رحمة الله علیه وايي مکې مکرمې ته بوتلل سو او هلته د دوشنبې په ورځ د صفري پر ١٣ نېټه په ٣٠٣ هجري سنه کي وفات سو .

امام نسائي رحمة الله علیه شافعي مذهبه او د خپل عصر د ډېرو لوړو منل سوو علماوو څخه وو. 

امام نسائي د حميد بن مسعدة، عمران بن موسى ، قتيبة ابن سعيد ، إسحاق بن إبراهيم ، علي بن حجر ، علي بن حشرم ، محمد بن بشار ، أبو داود السجستاني ، مجاهد بن موسى ، أحمد ابن عبدة رحمة الله علیهم او د خراسان ، حجاز ، عراق ، جزيرة ، شام ، مصر او نورو ښارونو کي د استاذانو څخه حديث اورېدلي دي البته د احمد بن حنبل  رحمة الله علیه  څخه يې زياد روايات را نقل کړي دي .

حميد بن مسعدة، عمران بن موسى او علي بن حجر رحمة الله علیهم د امام نسايي د هغو استاذانو څخه دي چي په رباعي يعني په څلور کسيز سند يې د نسائي روايت و رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته رسولى دئ او د نسايي تر ټولو لوړ او عالي سند همدا رباعي يعني څلور کسيز سند دئ  .

ابو بشر الدولابي، أبوالقاسم الطبراني او أبو جعفر الطحاوي د امام نسايي د شاگردانو څخه دي .

سنن النسايي : 

سنن النسايي د ابوعبد الرحمن بن شعيب النسائي  رحمة الله علیه  تصنيف دئ د دې څخه وړاندي  ده د السنن الکبرى په نامه کتاب ليکلى دئ .

ابن الاثير رحمة الله علیه وايي : د اميرانو څخه يو چا د امام نسايي څخه د السنن الکبري په هکله پوښته وکړه چي ايا ټول احاديث يې صحيح دي ؟ نسايي ورته وويل : يا نو بيا هغه ورته وويل : د دې کتاب صحيح حديثونه په جلا ډول وليکه ده هم داسي وکړه د السنن الکبري څخه يې صحيح حديثونه را بېل کړل د المجتبي من السنن په نامه يې ونوماوه .

د امام نسايي رحمة الله علیه  د رباعياتو يعني په څلور کسيز سند کي د را نقل سوو حديثونو څخه يو دا دئ :

 أخبرنا حميد قال حدثنا عبد الوارث قال حدثنا شعيب عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال قال رسول الله {صلى الله عليه وسلم} قد أكثرت عليكم في السواك. 
 ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : د مسواک په هکله مي ډېر ځله حکم درته کړئ دئ .

دا حديث امام نسايي د حميد ، عبدالوارث ، شعيب او انس بن مالک  رضي الله عنه  په سند د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه را نقل کړئ دئ .  

محدثين چي ووايي : دا حديث نسايي را نقل کړئ د هغه څخه يې مقصد دا دئ چي په المجتبى يعني سنن النسايي کي يې را نقل کړئ دئ او دا کتاب يې يو د الصحاح الستة څخه دئ .

پر سنن النسايي باندي جلال الدين عبد الرحمن بن أبي بكر السيوطي ، نور الدين بن عبدالهادي أبو الحسن السندي رحمة الله علیهم حاشيه ليکلې ده . امام سندي په ١١٠٩ هجري سنه کي وفات سوي دي.
-----------------
ماخذ: د فضيلت پګړۍ
مؤلف: شيخ الحديث مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته