تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام ابوحنیفه (رح) حاضر جوابي
 
  September 4, 2015
  0
ژباړه: نوید احمد

امام صاحب رح انتهايي زیات ذهین او ډېره عجیبه حاضر جوابي یې لرل چي په دې اړه ډیر واقعات سته چي یوه يې په دې ډول ده:

مسئله داسي ده چي په لمانځه کي مقتدي سورت فاتحه او د قران کریم ایت نه وايي بلکي امام يې وایي، او نور مقتدیان ټول خاموشه ولاړ وي. همدا د امام صاحب رحمة الله علیه او نورو ډيرو سلفو صالحینو تحقیق دی. یوه ورځ ډېر خلګ سره راجمع سول او امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ته راغلل او ورته ويې ویل: ته خلګو ته فتوا ورکوې چي په امام پسي سورت فاتحه او ایت مه وایاست موږ ستاسره مناظره کوو.

امام صاحب ورته وفرمایل: د دوني ډيرو خلګ سره زه څنګه یوازي بحث وکړم؟ هو! داسي کېدای سي که تاسي غواړی نو په خپل منځ کي یو انتخاب کړی چي د ټولو په نماینده ګي زما سره خبري وکړي او د هغه خبره به ستاسو د ټولو خبره وي، یعني د هغه فیصله به ستاسو ټولو فیصله وي. خلګو د امام صاحب رحمة الله علیه دا خبره په ډېره خوشحالي سره ومنل. 

امام صاحب رحمة الله علیه دستي ورته وفرمایل: چي کله تاسي دا خبره ومنل چي یو مو د ټولو نمانیده کړی نو بحث هم ختم سوو! لکه څنګه چي تاسو یو نفر د ټولو نماینده جوړ کړی په همدې ډول په لمانځه کي امام هم د ټولو مقتدیانو نماینده وي او دده قرائت ویل د ټولو قرائت ویل دي. 
ټولو خلګو یو بل ته په حیرانتیا سره وکتل او بیرته ولاړل. 
 

اصلاً کي د امام صاحب رحمة الله علیه دا جواب د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د یوه حدیث له مخي دی: مَنْ كَانَ لَهُ إِمَامٌ  فَقِرَاءَةَ الإِمَامِ لَهُ قِرَاءَةٌ. رواه احمد و ابن ماجه و مصنف ابن ابي شیبة 

 چي مفهوم يې په دې ډول دی: کوم شخص چي امام ولري (یعني د امام تر شا ولاړ وي) نو د امام قرائت دده لپاره قرائت دی (یعني ده ته حاجت نسته چي قرائت ووايي). 
 
ماخذ: تاریخ کے دریچو سے
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته