تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خواږه زهر !
 
  June 27, 2015
  0

 ﮊﺑﺎړﻩ ﺍﻭ ﻟﻨډﻭﻥ: ﺣﻤﺪﷲ ﺣﻠﻤﻴﺎﺭ

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ﻳﻮﻩ ﭘﻴﻐﻠﻪ ﻭﻩ ﭼﻲ ﮐﻠﻪ ﻭﺍﺩﻩ ﺷﻮﻩ، ﺍﻭ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺍﻭ خواښي ﺳﺮﻩ ﻳﻲ ګډ ﮊﻭﻧﺪ ﭘﻴﻞ ﮐړ، څه ﻣﻮﺩ ﻻ ﻧﻪ ﻭﻩ ﺗﻴﺮﻩ ﺷﻮﻱ، ﭼﻲ ﻟﻪ خواښي ﺳﺮﻩ ﻳﻲ ګذاره ګرانه ﺷﻮﻩ؛ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻳﻮ ﺷﭙو ﮐﻲ ﻳﻲ هڅه ﮐﻮﻟﻪ ﭼﻲ ﺩﺩﯤ ﺍﻭ خواښي ﭘﻪ ﺟﻨﺠﺎﻝ ﻳﻲ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﻧﺸﻲ ﺧﺒﺮ، ﺧﻮ بالاخره ﺩﺩﻭﯼ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻟﻔﻈﻲ ﺷﺨړي ﺍﻭ ﻓﺰﻳﮑﻲ ﺟګړﻱ ﺩﺩﯤ ﻻﻣﻞ ﺷﻮي ﭼﻲ ﺩ ﮐﻮﺭنۍ ټول ﻏړۍ ﻭﺭﺑﺎﻧﺪﻱ ﺧﺒﺮ ﺷﻮﻝ، د ﻧﺎﻭﻱ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﻫﻢ ﺩﻱ ﺟﻨﺠﺎﻟﻮ ﺯﻳﺎﺕ ﺯﻭﺭﺍﻭﻭ ﺍﻭ ﻫﺮﻩ ﻭﺭځ ﻳﻲ ﺧﭙﻞ ﺯړﻩ ﺧﻮړ.

ﻧﺎﻭﻱ ﭼﻲ ﻭﺭځ ﺗﺮ ﺑﻠﻲ ﻳﻲ ګذاره ګرانېده، ﻣﺠﺒﻮﺭﻩ ﺷﻮﻩ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﻴﮋﻧﺪﻭﻳﻪ ډاکټر ﺳﺮﻩ ﻳﻲ ﻣﺸﻮﺭﻩ ګډﻩ ﮐړﻩ.

ډاکټر ﺗﻪ ﻳﻲ ﻏﻠﻲ ﻭﻭﻳﻞ: ډاکټر ﺻﻴﺐ! ﻧﻮﺭ ﻣﻲ د ﺧﻮﺍښﻱ ﺩﻼﺳﻪ د ﺧﻮﻟﻲ ﺩﻭﻳﻨﻮ ﺧﻮﻧﺪ ﺩﻩ، ﺗﻪ ﻣﻬﺮﺑﺎﻧﻲ ﻭﮐړﻩ ﻳﻮ ﺩﺍﺳﻲ ﺯﻫﺮﺟﻨﻪ ﭘﻴﭽﮑﺎﺭﻱ ﺭﺍﮐړﻩ ﭼﻲ ﻧﻮﺭ ﻣﻲ ﻏﻮږﻭﻧﻪ ﺍﺭﺍﻡ ﺷﻲ.

ډاکټر ﻟﻪ ﻟږ ﻓﮑﺮ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩﺭﻣﻠﺘﻮﻥ ﺗﻪ ﻧﻨﻮﺕ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﻐﻬﯥ ﺧﻮﺍﻳﻲ ﻳﻮ ﺳﭙﻴﻦ ﺑﻮﺗﻞ ﭼﻲ ﻟﻪ ﺯﻫﺮﻭ ډﮎ ﻭﻭ ﺭﺍﻭړ، ډاکټر ﺑﻮﺗﻞ ﻧﺎﻭﻱ ﺗﻪ ﻭﺭﮐړ،ﺍﻭ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻳﻲ ﻭﻳﻞ: ﻟﻮﺭﮐۍ ﺯﻩ ﭘﻮﻫﻴږﻡ ﭼﻲ ﺳﺘﺎ ﮊﻭﻧﺪ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻲ ﺧﻮﺍښﻱ ﺳﺮﻩ ﺗﺮﻳﺦ ﺩﻱ، ﺧﻮ ﺗﻪ ﺩﺩﻱ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭼﻲ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﺩﻱ ﺍﻗﺪﺍﻡ څوک ﭘﻮﻫﻪ ﻧﺸﻲ ﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﺠﺒﻮﺭﻩ ﻳﻲ د څه ﻣﻮﺩﻱ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻧﻮﺭ ﻫﻢ ﺩﺍ ﺗﺮﺧﻪ وګالې. ﻫﻐﻪ ځکه ﭼﻲ ﻣﺎ ﺗﺎﺗﻪ ﮐﻮﻣﻪ ﺯﻫﺮ ﺩﺭﮐړﻱ ﺩﻱ ﺩﺍ ﺑﻪ ﺗﻪ ﻟږ ﻟږ د ﻫﻐﻲ ﭘﺮ ﺧﻮﺭﺍﮎ ﻭﺭﺗﻪ ﺍﭼﻮﻱ ﺍﻭ ﺩﺍ ﺯﻫﺮ ﭘﻪ ﺗﺪﺭﻳﺠﻲ ډﻭﻝ ﺳﺘﺎ ﺩ خواشي ﭘﻪ وینه کي ځي ﺍﻭ ﻣﺴﻤﻮﻡ ﮐﻴږﻱ، ﻧﻮ ﺩﺩﯤ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭼﻲ ﭘﺮ ﺗﺎ څوک ﺷﮏ ﻭﺍﻧﺨﻠﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﺩﻱ ﻟﻪ خواښي ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺩﻱ ﻣﻮﺩﻩ ﮐﻲ ډﻳﺮﻩ ﻧﺮﻣﻪ ﺍﻭ ﺧﻮږﻩ ﺭﻭﻳﻪ ﮐﻮﻱ، ﺩﺍﺳﻲ ﺑﻪ ﻳﻲ ﺑﻮﻟﻲ ﻟﮑﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻮﺭ، ﺗﺮ څو ﺳﺘﺎ ﭘﻼﻥ ﭘﻪ ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮﺏ ﺳﺮﻩ ﭘﻠﯽ ﺷﻲ.

ﻧﺎﻭﻱ ﺧﺒﺮﻩ ﻭﺭﺳﺮﻩ خوښه ﮐړﻩ ﺍﻭ د ﮐﻮﺭ ﭘﺮ ﺧﻮا ﺭﻭﺍﻧﻪ ﺷﻮﻩ.

ماښام ﻳﻲ ﭘﻪ ډﻳﺮ ﻭﺭﻳﻦ ﺗﻨﺪﻱ خواښي ﺗﻪ ﻫﺮﮐﻠﯽ ﻭﻭﺍﻳﻮ، ﻫﻐﻲ ﺗﻪ ﺗﻴﺎﺭ ﮐړﻱ ﺧﻮﺍړﻩ ﻳﻲ ﻭﺭﺗﻪ ﻣﺨﻲ ﺗﻪ کیښودل، خواښي ﻳﻲ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻭﺧﻮړﻝ.

ﺷﭙﻲ ﺍﻭ ورځي ﻭﺗﻠﻲ،  ﻧﺎﻭې د ﺧﭙﻠﻲ خواښي ﻣﺮګ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺗﻤﻪ ﻭﻩ،  ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﻐﻲ ﺳﺮﻩ ﻳﻲ ډﻳﺮﻩ ښه ﺭﻭﻳﻪ ﺍﺧﺘﻴﺎﺭ ﮐړﻱ ﻭﻩ، ﮐﺮﺍﺭ ﮐﺮﺍﺭ د خواښي ﺧﺪﻣﺖ د ﻧﺎﻭﻱ ﻋﺎﺩﺕ وګرځېدی ﺍﻭ د ﺩﻭﯼ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﻫﻐﻪ ﭘﺨﻮﺍﻧﯽ ﺗﺎﻭﺗﺮﻳﺨﻮﺍﻟﯽ ﺑﻴﺨﻲ ﺧﺘﻢ ﺷﻮﯼ ﻭﻭ، ﺩﻧﺎﻭﻱ ﭘﻪ ﺯړﻩ ﮐﻲ ﺩﻫﻐﻲ خواښي د ﻣﻮﺭ ﻣﻴﻨﻪ ﺍﻭ ځای ﻧﻴﻮﻟﯽ ﻭﻭ، ﺍﻭﺱ ﻫﻐﻪ پخوانۍ ﮐﺮﮐﺠﻨﻪ ﺍﻭ ﺟﻨﺠﺎﻟﻲ خواښي ﻧﻪ ﻭﻩ، ﺍﻭﺱ ﻳﻲ ﺧﭙﻠﻪ ﻣږﻭﺭ ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻲ ﻟﻮﺭ ﮐﻤﻪ ﻧﻪ ګڼله، ﺍﻭﺱ د ﺩﻭﯼ ﭘﻪ ﮐﻮﺭ ﮐﻲ ﺩ ﻣﻴﻨﻲ ﺍﻭ ﺍﻟﻔﺖ ﻓﻀﺎ ﺭﺍﻣﻨځ ﺗﻪ ﺷﻮﻱ ﻭﻩ، ﺍﻭﺱ ﮊﻭﻧﺪ ﺗﺮ ﭘﺨﻮﺍ ډﻳﺮ رنګین ﺍﻭ ﻟﻪ خوښیو ډﮎ ﺷﻮﯼ ﻭﻭ، ﺩ ﻧﺎﻭﻱ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺩﻱ ﺗﻐﻴﺮ ﺳﺨﺖ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ ﻭﻭ.

ﺩﻧﺎﻭﻱ ﭼﻲ ﻧﻮﺭ ﻫﻐﻪ ﺯﻫﺮﺟﻦ ﻣﻮﺍﺩ ﻣﺦ ﭘﺮ ﺧﻼﺻﻴﺪﻭ ﻭﻭ،  ﻳﻮﻩ ﻭﺭځ ﭘﻪ ﻣﻨډﻩ د ﭘﮋﻧﺪﻭﻳﻪ ډاکټر ځای ﺗﻪ ولاړه، ﺧﻮ ﺩﺍ ځل ﻳﻲ د خواښي ﻟﭙﺎﺭﻩ د ﺯﻫﺮﻭ غوښتنه ﻧﻪ ﮐﻮﻟﻪ، ﺩﺍ ځل ﻳﻲ ﭘﻪ ﻭﺍﺭﺧﻄﺎﻳﻲ ﺳﺮﻩ ډاکټر ﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ډﺍﮐټر ﺻﻴﺐ د ﺧﺪﺍﯼ ﻟﭙﺎﺭﻩ، ﺯﻣﺎ مﺭﺳﺗﻪ ﻭﮐړﻩ، ﻣﺎ ﭼﻲ ﮐﻮﻡ ﺯﻫﺮ د خواښي ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻭړﻱ ﻭﻭ ﻫﻐﻪ ﻧﮋﺩﻱ ﺩﻩ ﭼﻲ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻭﺭﮐړﻱ ﺍﻭ ﺧﺪﺍﯼ ﻣﮑړﻩ خواښي ﻣﻲ ﻣړﻩ ﺷﻲ، ډاکټر ﺻﻴﺐ ﺯﻣﺎ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻭﮐړﻩ، ﺯﻩ ﻧﻪ ﻏﻮﺍړﻡ ﭼﻲ خواښي ﻣﻲ ﻭﻭﮊﻧﻢ، ﻫﻐﻪ ﺍﻭﺱ ﻣﺎﺗﻪ د ﻣﻮﺭ ﭘﻪ څېر ګرانه ﺩه.
 
ډﺍﮐﺘﺮ ﻭﻣﻮﺳﻴﺪ ﺍﻭ ﺳﺮ ﻳﯽ وخوځاوو ﺍﻭ ﻭﻳﯽ ﻭﻳﻞ: لورکۍ! ﻣﺎ ﺗﺎﺗﻪ ﻫﻴڅ ډړﻝ ﺯﻫﺮ ﻧﻪ ﻭﻭ ﺩﺭﮐړﻱ،  ﮐﻮﻡ ﺑﻮﺗﻞ ﭼﻲ ﺗﺎ ﻭړﯼ ﻭﻭ ﻫﻐﻪ ﺧﺎﻟﺺ ﺍﻭﺑﻪ ﻭﻱ، ځکه ﺯﻩ ﭘﻮﻫﻴﺪﻡ ﭼﻲ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﺩﻣﺎﻍ ﮐﻲ د ﮐﺮﮐﻲ ﺍﻭ ﻧﻔﺮﺕ ﺯﻫﺮ ځای ﻟﺮﻱ،  ﻧﻮ ﻣﺎ ﻫڅﻩ ﻭﮐړﻩ ﭼﻲ ﻟﻮﻣړﯼ ﺳﺘﺎ ﻟﻪ ﺩﻣﺎﻏﻮ څخه ﺩﻏﻪ ﺯﻫﺮ ﭘﺎﮎ ﮐړﻡ، ﺍﻭ ﺩ ﷲ ﺷﮑﺮ ﺩﯼ ﭼﻲ ﺯﻣﺎ ﻧﺴﺨﻪ ښه ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻭﺭﮐړﻩ ﺍﻭ ﺗﻪ ﻳﻲ ﻟﻪ ﻫﻐﻲ ناروغۍ څخه ﻭﮊﻏﻮﺭﻟﻲ.

ﺍﻭﺱ ورځه ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﻟﻪ خوښیو څخه مالامال ﮊﻭﻧﺪ ﮐﻮﻩ ﺍﻭ ﻣﺎﺗﻪ ﺩﻋﺎ ﮐﻮﻩ.
ﻧﺎﻭې چي ډېره حیرانه وه، ﭘﻪ ﮊړﺍ ﺷﻮﻩ.
ﭘﺎﯼ.
ــــــــــــــــــــ
ګټور ټکي:
ﺍﻟﻒ: ﻟﻪ ﻧﻮﺭﻭ ﺳﺮﻩ ﻫﻐﻪ ﭼﻠﻦ ﮐړﻩ ﭼﻲ ﺗﻪ ﻳﻲ ﻟﻪ ﻧﻮﺭﻭ ﺗﻤﻪ ﻟﺮﻱ.
ب: ﭘﻪ پرېکړه ﮐﻲ ﺗﻠﻮﺍﺭ ﻣﻪ ﮐﻮﻩ.
ج: ﻟﻪ خلګو ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺑﺪﻭ ﮐﺎﺭﻭ ﮐﻲ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻣﻪ ﮐﻮﻩ ﺍﻭ ﺑﺎﻟﻌﮑﺲ ﭘﻪ ښو ﮐﺎﺭﻭﻧﻮ ﮐﻲ ﻳﻲ ﻻﺳﻨﻴﻮﯼ ﮐﻮﻩ.
د : ځیني ﺧﻠګ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ د ﻭﻳﺮﻱ ﭘﻪ معنی ﺍﺧﻠﻲ ﺧﻮ ﺩﺍﺳﻲ ﻧﻪ ﺩﻩ ځکه ﻣﻴﻨﻪ ﺍﻭ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ د ﺯړﻭﻧﻮ د ﻗﻠﻒ ﮐﻴﻠﻲ ﺩﻩ.
ﻫـ:  ﻟﻪ ﻧﺎﭘﻮﻩ ﺩﻭﺳﺖ ﺳﺮﻩ ﻣﺸﻮﺭﻩ ﻣﻪ ﮐﻮﻩ.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته