تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د محبت اظهار
 
  November 21, 2015
  0

ليکوال: عبدالستار "سعید"/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 ته له نورو سره د الله جل جلاله  لپاره مینه کوه او هغو ته خپله مینه په ‌‌ډاګه کړه، نو خلک به هم مینه درسره وکړي او درته وبه وايي، چي زه هم د الله جل جلاله  لپاره له تاسره مینه کوم؛ ځکه رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: لاَ تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا وَلاَ تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا. رواه مسلم

ژباړه: جنت ته تر هغه وخته نه سئ داخلېدلای تر څو چي مؤمنان نه سئ او تر هغه وخته مؤمنان نه سئ جوړېدلای چي يو له بل سره محبت و نه کړئ.

نوخپل زړه د نورو د خیر غوښتني او د میني په ولولو ورغوه، له خلکو سره په بشپړ اخلاص او په زړه پوري چلند هغوی پر دې باوري کړه، چي ته ور سره مینه لرې؛ ځکه له همدې لاري ته د خلکو زړونه راخپلولای سې. 


امام بخاري رحمة الله علیه  په الادب المفرد کښي د ابوهريرة رضي الله عنه  په حواله روايت را نقل کړی دی، چي رسول صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: تحفې سره ورکړئ، چي محبت موسره پیدا سي. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم  يَقُولُ: تَهَادُوا تَحَابُّوا. الادب المفرد للبخاري.

په بل حديث شريف کي راځي رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: هديې سره ورکړئ؛ ځکه هديې مو له زړونو څخه بغض او کينه ليري کوي. نو چي کينه ليري سوه محبت ايجاديږي. 

د رسول کريم صلی الله علیه وسلم  له سېرت څخه هم دا واضحه ده،چي هغه به هر صحابي په ځانګړي ډول خبراوه چي زه محبت درسره لرم او په هغه کي د شته صفاتو يادونه به يې ورته کول. يو حکايت به هم وليکو:

دکتور محمد عبدالرحمن العریفي وايي: 
یو کال د عمرې په تکل بیت الله شریفي ته تللی وم، په طواف او سعي کي مي ټولو مسلمانانو ته دعاګاني وکړې او دا دعا به مي ډېره کوله، چي اې الله جل جلاله  ! زما دوستان او خپلوان له هر ډول غم او مصیبت څخه وساته اوګناهونه يې ور وبخښه. 

کله چي مي عمره تر سره کړله؛ نو د الله تعالی شکر مي ادا کړ او د شپې مي په یوه هوټل کي کوټه ونيول؛ پر خپله بستره د خوب لپاره وغځېدم، خو یوه  سوچ بیرته راپاڅولم، نو یوداسي ټلیفوني پیغام مي ولیکی:

زما عمره پای ته ورسېده، خپل ټول خپلوان او دوستان مي په دعاوو کي یاد کړي دي، ته هم زما دوست يې او ته مي هم نه يې هېرکړی، الله تعالی دي ستا ساتنه وکړي او د نېکو عملونو توفیق دي در کړي. دغه پیغام مي هغو پنځو سوو کسانو ته ولیږی، چي نومونه يې راسره په ګرځنده ټليفون کي ثبت وو. دغه پیغام  پر ټولو کسانو داسي اغېز ښندلی وو، چي مايې اټکل هم  نه سو کولای؛ ځکه یو ملګري بیرته ځوابي پیغام راولیږی او خپله خوښي يې پکښي څرګنده کړې وه، چي پیغام دي راورسېد، له ډېري خوښۍ مي تر سترګو اوښکي توی سوې، ډېره مننه، چي په خپلو دعاوو کي دي یاد کړم.
همدا راز یو بل کس لیکلي وو: 

ابوعبدالرحمانه! زه نه پوهېږم، چي په کومو ټکو درڅخه مننه وکړم! خو بس دومره به ووایم ،چي الله جل جلاله  دي تا ته غوره بدله درکړي.

دریم کس لیکلي وه: الله جل جلاله  دي ستا ټولي دعاوي  قبولي کړي، الله جل جلاله  دي تاهم له موږ څخه نه هېر وي.

په نتيجه کي ويلای سو، چي مسلمان بايد د بل مسلمان سره محبت وکړي، د هغه له شته صفاتوڅخه يې خبر کړي او د خپل محبت اظهار ورته وکړي.او د دې لپاره په اوسني وخت کي مناسبه وسیله ټلیفوني پیغامونه دي، د بیلګي په ډول ولیکه: 

ما تاته د اذان او اقامت تر منځ دعاء وکړه په دې کار کي له ریا څخه هم ځان ساتل په کار دي؛ بلکي دا کار بايد په مسلمانانو کي د میني او محبت د ډېروالي په نیت وسي. (البته نامحرمي ښځي ته په هیڅ ډول دا ډول اظهارات جایز نه دي). (ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۶ ګڼه)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته