تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرانکریم او يو احساس
  تعلیم الاسلام
  January 5, 2016
  1
يو احساس:
 
ليکنه: نويد احمد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
زما خپل د سترګو لیدلی حال دی چي د کراچي په ښار کي یوه امام په خپل مسجد کي د ماخستن د لمانځه څخه تر سلام ګرځولو وروسته سمدستي قرانکریم را واخیستی او د 
 
قرآن کريم یو آیت شریف يې ترجمه کړی او د هغه لنډ تفسیر يې وکړی، چي تقریباً ۴ یا ۵ دقیقي وخت به يې نیولی وي. زه هم په دغو مقتدیانو کي د یوه مسافر په حیث شامل 
 
وم. ډېر د حیرانتیا ځای و! په یو  مشهور تجارتي ښار کي، چي خلګ يې سخت مصروف هم وي خو بیا هم په امت کي داسي امامان سته، چي د دوی د پنځو دقیقو څخه يې هم 
 
ګټه اخیستل، دوی یې د قرانکریم د انوارو او اسلامي علومو څخه برخمن کول او خپل مسئولیت يې اداء کوی.
 
 دې مثال ته په کتو سره کاشکي زموږ  د وطن هغه امامان چي په مسجد کي درسي حلقه نه لري د داسي طریقې څخه کار واخلي، چي په لږ وخت کي یو څه خلګو ته ابلاغ 
 
کړي؛ د قرانکریم ترجمه او تفسیر، د نبوي احادیثو لړۍ، د لمانځه د زده کړي لړۍ یا د نورو کتابونو څخه هره ورځ لږ څه ویل رایج کړي.
 
 
 
--------------------------------
 
مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۴ ګڼه
 
ټولي تبصرې (1)
پوپل
October 30, 2017

د نور اسلامی هیواد د عالمانو هم دهغه روش دی چی خلګ یی ډير اسلامی عملی کوی او پوه پر لری . هغه خپلو خلګو ته وخت د په کتو سره پوه وړاندی کوی چی باید زموږ علمای هم دغه لاری خپله کړې

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته