تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الحج لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 13, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الحج لنډه پېژندنه


سورة الحج د مصحف او تلاوت په اعتبار ۲۲ سورة دئ او په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.

 

سورة الحج ۷۸ آية او ۱۰ رکوع لري.

 

د دې سورة نوم د ۲۷ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: (وَأَذِّن فِى ٱلنَّاسِ بِٱلْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًۭا وَعَلَىٰ كُلِّ ضَامِرٍۢ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍۢ)

 

په سورة الحج کي لاندي موضوعات بيان سوي دي.

 

۱-  د الله (عزوجل) الوهيت - يعني هر څه چي په آسمانونو او مځکه کي دي، ټول و الله (رب العزة) ته پر سجده دي او د واحد رب عبادت کوي.

 

۲-  د قيامت د ورځي بيان چي ډېره وېرونکې صحنه به وي.

 

۳-  حج اداء کول، قرباني (ذبح) کول او د ابراهيم (عليه السلام) قصه چي ده مبارک ته دا دنده ور وسپارل سوه چي بيت الله ودانه کي او خلګ حج ته را وبولي.

 

۴-  د الله (سبحان و تعالی) يوه ورځ، د انسانانو د ۱۰۰۰ زرو کلونو په رقم ده.

 

۵-  هغه چا چي د الله (ذوالجلال و الاکرام) له پاره هجرت وکئ، هغه ته به الله (عزوجل) بدله ورکوي.

 

۶-  د الله تعالی په لاره کي جهاد. 

 

۷ - ستاسو د خپل پلار سيدنا ابراهيم (عليه السلام) دين مو تاسو ته خوښ کئ او مسلمانان مي ونومولاست، نو لمونځ قائم کئ او زکات ورکئ.

 

يا هم په تفسير ابن کثير او تفسير طبري کي مختصراً د سورة الحج موضوعات په لاندي ډول بيان سوي دي.

 

۱-  د قيامت د ورځي منظر.

 

۲-  د پيداښت، ژوند او مرګ مراحل.

 

۳-  الله (رب العزة) خپل پر بنده ګانو ظالم نه دئ.

 

۴-  الله تعالی همېشه خپل د رسولانو سره کمک کوي.

 

۵-  د حج اړوند ځيني مسائل.

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته