تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قوم خرڅوونکي سزا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 10, 2019
  0

لیکنه: محمد داود امیري 


یوه ورځ یوه پاچا ته یوه ګوډه زرکه را وړل سول چې پر خرڅوونکي ګرانه او په زیاتو پیسو او زرو یې خرڅول.


پاچا وویل : ددې زرکې قیمت ولي دومره لوړ دی؟


پلورونکي وویل.:  کله چې زه زرکو ته دام جوړ کړم ، دغه ګوډه زرکه د دام خواته ایله کړم هلته ښکلي آوازونه کوي او په دې سره نورې زرکې ددې خواته راسي او زما په  دام کې را ګیري سي ، هر کله چې دغه زرکه د ځان سره  ښکار ته یوسم نو زیاتې زرکې زما په دام کې را ګیر سي.


پاچا ګوډه زرکه په زیاتو سرو زرو رانیول او د زرکې سر یې  له تنې جداء کړ!


خرڅوونکي دا باور نه کوی چې داسي به وسي خو پوښتنه یې وکړه چې ولي مو د زرکې سر پرې کړ؟


پاچا وویل: هر څوک چې خپل قوم او ملت خرڅ کړي، سر یې باید له تنه جداء سي !!!

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته