تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کیمبریج پوهنتون د بیولوژی یو ماهر مسلمان سو (۲)
 
  August 20, 2016
  0

 لیکنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دریم بحث: روغۍ حجرې ناروغه حجرې وژني

کله چي په بدن کي ځیني حجرې له فعالیته وغورځي او ناروغه سي نورې حجرې ددې لپاره چي انسان ته تاوان ونه رسیږي لومړی هغه حجرې جلا کوي او بیا یې وژني او له منځه یې وړي. 

و دې حجرو ته څوک وايي چي دغه حجرې ناروغه دي باید ووژل سي؟

ودې حجرو ته څوک وايي چي دغه حجرې فعالیت نسي کولای او مُضري دي باید له منځه ولاړي سي؟

د انسان په بدن کي ډول ډول دفاعي حجرې شتون لري، چي یو ګروپ ددې حجرو د کوپفر(Kuppfer)  په نامه سره یادیږي، دا دفاعي حجرې په ینه (ځیګر) کي شتون لري، داچي په ینه (ځیګر) کي تر ۵۰۰ زیات کیمیاوي تعاملات سرته رسیږي او دغه تعاملات د یوې ثانیې په زرمه برخه کي سرته رسیږي نو ځکه هلته په ینه (ځیګر) کي د مضرو بکتریاوو او جراثیمو شتون حتمي دی، ددغو مضرو بکتریاوو لپاره یوه ګروپ حجرې د کوپفر په نامه سره هلته په ینه کي شتون لري، دنده یې دا ده چي مضري بکتریاوي او جراثیم وژني او له منځه یې وړي.

دغه دفاعي ګروپ حجرې (کوپفر) چا هلته په ینه کي ځای پر ځای کړی دی؟

ولي دغه حجرې بل ځای حرکت او فعالیت نه کوي؟

ولي دغه حجرې بله دنده نسي ترسره کولای؟

دغه حجرې څنګه پوه سي چي دغه مضرې بکتریاوي دي او حمله باید پر وسي؟

ولي دغه حجرې پر ګټورو بکتریاوو باندي یرغل نه کوي؟

دا هغه څه دي چي د ټولو مخلوقاتو خالق الله جل جلاله دا هر څه پیداکړیدي، د انسان په بدن کي یې په بې شمیره ډول سره حجرې پیداکړیدي و هرجنس حجرو ته یې خپله دنده ورکړیده، ودغو حجرو ته یې پوره پوهه ورکړیده، لکه ددغو کوپفر د حجرو دنده چي صرف مضري بکتریاوي له منځه وړي، یا لکه چي د۱۰۰ بیلیونو څخه اضافه حجرې چي صرف اکسیجن اخلي او کاربن ډای اوکساید او هایدروجن خارجوي، او داسی نور...

الله جل جلاله فرمایي:

( اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ ). زمر: ۶۲
ژباړه: په حقیقت کي الله د هر شي پیداکونکی دی.

ان شاءالله نور بیا....
 
لومړی برخه دلته ولولی: کلیک
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته