تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حدیث: په ولاړو اوبو کي بولي کول
 
  October 22, 2016
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په هغه حدیث شریف کي چي امام مسلم یې روایتوي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:
« لاَ يَبُولَنَّ أَحَدُكُمْ فِى الْمَاءِ الدَّائِمِ ثُمَّ يَغْتَسِلُ مِنْهُ ». مسلم

يعني: ستاسي څخه څوک په ولاړو اوبو کي هغه چي نه بهیږي بولي نه کوي، چي بیا په هغو اوبو کي لمبیږي.

دا لکه زموږ او ستاسي د وطن حوضونه چي ځوانان به پکښي لمبېدل او د لمبېدلو په وخت کي به یې په هغو اوبو کي بولي هم کولې، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ له دې څخه منعه کوي چي په ولاړو اوبو کي دي څوک بولي وکړي او هغه دي داسي اوبه وي چي خلک پکښي لمبیږي.

 دا ولي؟

محترم شیخ عبدالمجید وايي: د برېطانیې د ډاکټرانو څخه یو لوی ډاکټر چي نوم یې پروفیسر نیلسون دی او د بِلهارسیا د ناروغۍ لوی متخصص دی د هغه څخه مي د دغه منعي د سبب پوښتنه وکړه، 

ډاکټر و ویل: ېه د بِلهارسیا د ناروغۍ متخصص یم او دا هغه ناروغي ده چي په ټول عالَم کي نشر دی، خو دا ممکنه ده چي د دغه مرض څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لار ښووني په متابعت ځانونه وساتو، ځکه د بلهارسیا د ناروغۍ د پېښېدلو او په دغه ناروغۍ د خلکو د اخته کېدلو سبب دا دی چي یو څوک په داسي اوبو کي بولي وکړي چي دغه اوبه ولاړي وي او بیا دﺉ یا بل څوک په دغه ولاړو اوبو کي چي بولي پکښي سوي دي و لمبیږي.

نو د بِلهارسیا د ناروغۍ د پېښېدلو د پاره دغه درې سببه یا درې شرطه حتمي دي:

اول دا چی یو څوک په اوبو کي بولي وکړي.
دوهم دا چي دغه اوبه ولاړي وي.
درېیم دا چي په خپله دﺉ یا بل څوک په دغه اوبو کي ولمبیږي.

نو ډاکټر و ویل: د دغه مرض څخه ساتنه، د دغه مرض کشف یا پېژندل او د دغه مرض بیان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه حدیث شریف کي موجود دی چي فرمايي:

« لاَ يَبُولَنَّ أَحَدُكُمْ فِى الْمَاءِ الدَّائِمِ ثُمَّ يَغْتَسِلُ مِنْهُ ». [رواه: مسلم] 

په دغه حدیث شریف کي د مرض سِر او سبب ښکاره سو او د هغه څخه ځان ساتنه وښوول سوه خو بد بختانه هغه ډیر کسان چي دغه د بِلهارسیا په ناروغي اخته کیږي هغه مسلمانان دي، که مسلمانان د خپل رسول صلی الله علیه وسلم  لارښووني زده کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ادب مأدبه سي او د هغه صلی الله علیه وسلم  په اوامرو عمل وکړي یواځي دا نه چي د دغه مرض او ناروغۍ څخه به وساتل سی بلکه د دوی دپاره به د دغه مرض او نورو ناروغیو څخه ښه وقایه او ځان ساتنه وای.

ماخذ: طب او اسلام
 
د سنت او ساینس اړوند نور ګټور معلومات دلته کلیک کړئ
 
---------------------------------------
زیاتونه: په کال ۲۰۱۲ م کي تقریباً ۲۳۸ میلونه انسانان په بلهارسیا مرض اخته وه او ورځ تر بلي یې خطره زیاتیږي. (کتنپلاوی)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته