تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زما له برکته دي څه زده کړل؟
 
  October 25, 2016
  0
ژباړه: احمد ارشاد  (سعید) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

شقیق بلخي رحمه الله خپل شاګرد حاتم الأصم رحمه الله ته و فرمایل: 

د ډیري مودې له ماسره په صحبت کې شریک یې، زما له برکته دې څه زده کړل؟

حاتم رحمه الله ورته وفرمایل: 

اته مسائل:

لومړی: د الله تعالی مخلوقاتو ته مې وکتل، که به چا کوم محبوب درلود، قبر ته د کښته کیدلو وروسته به ترې جلا شو، نو ما خپل محبوب خپلي نیکۍ وګرځولې تر څو په قبر کې هم راسره وي.

دوهم: د الله تعالی دې قول ته مې وکتل چې فرمايي ( وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰى [سُوۡرَةُ النَّازعَات : ۴۰]
 
(او چا چي د خپل رب په مخ کښي له درېدو څخه وېره کړي وه او نفس یې له ناوړو غوښتنو څخه ساتلی ؤ) ، نو د هوا او هوس په دفع کولو لګیا شوم تر څو د الله تعالی پر اطاعت ټینګ پاتي شم.

دریم: خلکو ته مې وکتل، که به د کوم چا سره قیمتي څیز موجود وو نو د هغه حفاظت به یې کوی، ما د الله تعالی دې قول ته نظر شو چې فرمایي: (مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ ۖ وَمَا عِندَ اللَّهِ بَاقٍ. [سُوۡرَةُ النّحل : 96]

(څه چي له تاسي سره دي، هغه مصرف کېدونكي دي؛ او څه چي له الله سره دي، همغه باقي پاتي کېدونكي دي)، نو هر کله چي به مې کوم قیمتي څیز په لاس راغی، هغه به مې الله تعالی ته وسپاری ( صدقه به مې کړی) تر څو د الله تعالی سره باقي پاته شي.

څلورم: خلک مې لیدل چې د مال ، حسب او شرف لور ته به یې رجوع کول، ما د الله تعالی دې قول ته پام شو چې فرمایي: (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقٰىكُمْ ۚ[سُوۡرَةُ الحُجرَات : 13]
(په حقيقت کښي د الله په وړاندي ستاسي څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوك دى چي په تاسي کښي تر ټولو زيات پرهېزګار وي)، نو تقوی مې اختیار کړل تر څو د الله تعالی په وړاندي کریم او عزتمند و اوسم.

پنځم: خلک مې لیدل چې په خپلو کې حسد کوي، ما ته د الله تعالی دا قول را په زړه شو چې فرمايی: (نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِى الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا ۚ وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجٰتٍ. [سُوۡرَةُ الزّخرُف : 32]

(د دوى د دنيوي ژوندانه تېرولو وسايل خو موږ د دوى په منځ کښي وېشلي دي، او د دوى ځينو ته پر ځينو نورو باندي په درجو سره پورته والى موږ ورکړی دى) ، نو حسد مې ترک کړی.

شپږم: خلک مې ولیدل چې په خپلو کې دښمنۍ کوي، ماته د الله تعالی دا قول را یاد شو چې فرمایي: (إِنَّ الشَّيْطٰنَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا. [سُوۡرَةُ فَاطِر : 6]

(په حقيقت کښي شيطان ستاسي دښمن دى، نو تاسي هم هغه خپل دښمن وګڼئ.)،  نو د خلکو دښمني مې پریښودل او د شیطان دښمني مي اختیار کړه.

اووم: خلک مې ولیدل چې د رزق د ترلاسه کولو لپاره ځان ذلیلوي، د الله تعالی دې قول ته مې وکتل چې فرمايی: (وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِى الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا. [سُوۡرَةُ هُود : 6]

(په ځمکه کښي هیڅ داسي كوم خوځنده ساكښ نشته، چي د هغه روزي دي پر الله نه وي)، نو ځای مې په هغه څه مشغول کړی چې د الله تعالی له لوري پر ما باندي دي او هغه څه مې پریښودل چې زما له لوري پر الله  تعالی باندي دي.

اتم: خلک مې ولیدل چې پر خپلو تجارتونو، صنائعو او د بدنو پر صحت یې توکل دی، خو ما پر الله تعالی باندي توکل وکړی.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته