تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کله چي دي کار ته زړه نه کیږي
  تعلیم الاسلام
  January 10, 2017
  0
ژباړه: عبدالقدیر پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
هرڅوک داسي ورځ لري چي کار کول ته يي زړه نه غواړي خو بيا هم کارونه سته چي بايد سر ته يي ورسوي او د هر ورځي په شان مشران د خپلو کارکوونکو ځخه د ورته توليداتو تمه لري. له هم دې امله، کله چې تاسو د کار نه کولو احساس کوي نو لاندې وړانديزونه به ستاسو سره د کار په کولو کي مرسته وکړي.
 
د پيل کيدو وړاندې خپل ځان ته يو اجر وټاکئ
 
کله چې تاسو يوه نوې دنده پيلوي انګيزه ډېره مهمه ده. له همدې امله، د ډوپامين سطحه مو د خپلې خوښې د قهوې او يا د يوې ټوکي په ویلو لوړه کړي.
 
خپل کارځاي تنظيمول
 
 د يوه نوې دنده مخکې ډاډ حاصل کړی چي د  کارځاي مو تنظيم دی. که تنظيم نه وې ، نو ټول غيري ضروري پاڼې او قرطاسيه پاکه کړي. په دې توګه  چې کله تاسو کار پيل کړی نو خپل  تمرکز به له لاسه نه ورکوي.
 
قرائتو، ترانو یا نعتونو ته غوږ ونيسئ
 
 خپل دروحي تفريح لپاره او د ذهن د تازه کولو لپاره د خپلي خوښي تراني واوري او کله هم کړکۍ خلاصه کړي تر تازه هوا او اکسيجن مو دفتر ته   داخله سي.تازه هوا دماغ  تازه کوي او تازه دماغ بيا په کارونو کي  مرسته کوي.
 
وړوکی قدم واخله
 
 اصلي دنده مو په وړو وړو برخو وويشئ ، دا به د کار په ښه اداره کې ستاسو سره مرسته وکړي او په پايله کې تاسو کولی سی چې خپل لاسته راوړنې  يو په يوه په اسانه توګه سره اندازه کړی. د کوچني کارونو بشپړول به تاسو وهڅوي چې  نورو  پړاونه پيل او ټوله  پروژې پاي ته ورسوی.
 
د ملګرو سره په ګډه کار وکړئ
 
له نورو خلکو سره همکاري ستاسو انګيزه لوړوي. په ياد به مو وې چي د ښوونځۍ  په ورځو کې به مو له خپلو ټولګيوالو سره په ګډه مطالعه کول.همدا ډول کار په ګډه وکړی ، وګوری چي ستاسو کوم همکار يا ملګري  تاسو هڅوي ، د همغه سره کار وکړی  تاسو ته به ډير مرستندويه تمام سي.
 
د خپلي بريا خوب ووينئ
 
 خپلي سترګي د يو څو دقيقو لپاره وتړی او د خپلو راتلونکو برياليتوبونو په اړه خوب ووينی. څيړنو ثابته کړه چې دا به ستاسو د مورال په  لوړولو کي مرسته وکړي. په دې توګه، تاسو کولي سئ  چي خپل کار په پوره هوډ سره بيا پيل کړی.
 
بس شروع يي کړه
 
دا مه هيروئ چي د کار پيل نيمايي بشپړتيا ده نو وخت مه ضايع کوئ او کار شروع  کړئ. د کار پر کولو باندې تمرکز وکړئ. ژر تر ژره لاس په کار سئ ، په دې حقيقت به  پوه سي چي ستاسو تر فکر کار ډير اسان دی.
 
----------------------
د لیکوال نوري لیکني:

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته