تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بریالیتوب پنځه ورځنۍ خبري!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 21, 2022
  0

هره ورځ ځان ته دغه پینځه لارښوونې ولولئ، بریالي به شئ


ژباړه: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

     د خوښ او بریالي ژوند هیله هر څوک لري، مګر په لاسته راوړلو کې یې بیا ډېر کم وګړي بریالي کیږي، لامل یې دا دی چې دا اسان کار نه دی او ډېر کوښښ غواړي. دلته موږ هغه پینځه لارښوونې ذکر کوو، که تاسې یې هره ورځ ځان ته ولولئ، نو دا یقیني وګنئ؛ چې تاسې د بریا پر لاره د اوږد واټن شاه نېولې ده او ډېر ژر به خپل هدف ته ورسېږئ.   

  
لومړی: "نن زما ورځ ده":

وخت غنمیت ګڼل او ترې ګټه اخیستل ستاسو شک په یقین بدلوي، له کاري فرصتونو سره خپل وخت مهالوېش کول خورا مهم دي او که کاري بوختیاوو ته مو مهالوېش چمتو کړئ، نو بیا دا شعار سپېڅلی وبولئ چې (نن زما ورځ ده) او په دې ډاډ من اوسئ چې د بریاوو پر لاره د خپل اوږد مزل واټن ورو، ورو طی کولای شئ.


دوهم: "زه یې کولای شم":

پر ځان باور کول خپله بریا ده، هر شی چې خام شي، پخیږي، خو مګر انسان چې خام شي، بیا نه پخیږي، که تاسې پر نورو د باور لړئ پېلوئ، نو لومړی یې باید له خپل ځانه پېل کړئ. پر ځان باور ستاسو فکري تمرکز پیاوړی کوي او هوډ مو غښتلی ساتي. دغه راز تل داسې جملې تکرار کړئ چې تاسې وهڅوي، لکه: (زه یې کولای شم، زه په ډاډ سره وایم چې زه یې ددې کار جوګه یم او داسې نور...)


دریم: "زه ډاډمن یم چې بریالی کیږم به":

د باور وروسته تاسې خپله ډاډ ترلاسه کوئ چې څومره خپل هدف ته نږدې شوي یاست، څومره هڅه مو کړې ده او خپلې چارې مو څومره اغېزمنې ثابتي شوي؟ که لا هم درته د هدف په ترلاسه کېدو کې واټن پاتې وو، بیا دا جمله هرو مرو تکرار کړئ: (زه ډاډمن یم چې بریالی کېږم به.)


څلورم: "زه تر هر چا ښه کارمند یم":

ځان با ارزښته او مسلکي وبولئ او چارو ته خپله اوږه ورکړئ؛ ځکه نورو ته په تمه پاتې کېدل ستاسو چارې ځنډوي. کوښښ وکړئ چې خپله یې وکړئ ځکه تاسې خپله تر هر چا ښه کار مند یاست.


پینځم: "الله هر وخت له ما سره دی": د هر بریالي فعالیت تر شاه یو راز وي، او د مسلمانانو د بریاوو تر شاه یو راز د خپل خالق (الله جل جلاله) سره اړیکې پالل دي، لمونځ، دعا او د عبادت له طریقه له څښتن (جل جلاله) سره اړیکې پالل ستاسو په کاري بوختیاوو کې برکت اچوي، نو له همدې آمله که تاسو په کوم ځای کې پاتې راتلئ، ناهیلې کیږئ مه! بلکې دا ووایئ چې (الله له ما سره دی.)


نوټ: تل د مثبت فکر تر څنگ پر ځان باور وکړئ، بریاوې تاسې ته انتظار کوي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته