تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ذهن څنکه د بې ځايه فکر کولو څخه وساتو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 27, 2022
  0

ژباړه: بلال احمد جبارزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ممکن د يو کار کول سخت وي اما د کار ترڅنګ چي پرېشاني او عصبانيت موجود وي دا بيا بيخي زور غواړي.
د فېسبوک کتل يا هم ګېم کول کېداى سي ستا د پرېشانۍ لاملونه وي خو د نن سبا په وابسته او تړلې نړۍ کي تګلاره بدلول ډېر لنډ وخت نيسي.


په ځان کي د ذهني توجه لياقت پيدا کول د نوي شيانو د زده کولو،هدف ته د رسېدلو او د سختيو د له منځه تللو سبب ګرځي. که غواړي په وظيفه کي يو ريپورټ جوړ کړې يا هم غواړې چي د ځغاستي په يوه مسابقه کي اشتراک وکړې نو ستا پر ذهن متمرکزوالی به تا ته دا دروښيي چي ناکامي او کاميابي يعني څه.


د نېکه مرغه ويلاى سو چي توجه او تمرکز کول يو خيالي غړى دئ ، چي هرڅومره يې جوړوې او کار پر کوې هغومره قوي کيږي او مضبوطيږي.


د ذهني توجه قوي کول څه آسانه خبر نده مګر که چا ته آسانه ښکاره سي دا به د هغه شخص سره دا مرسته وکړي چي خپل په ورځني عاداتو کي لوى تغيرات راولي. د ارواپوهني لاندي څو مهمي خبري کېداى سي زموږ سره دا مرسته وکړي چي څنګه د ياد بد عادت څخه ځان وژغورو:


۱- په فکر (ذهني توجه) سره يو کار شروع کول :
ددې تر مخه چي يو کار کول شروع کوې نو ته دې ته اړ يې چي خپله توجه دي ټوله راغونډه کړې او ټول فکر دي په ياد کار باندي ولګوې .

 


۲- د پرېشانۍ او ګنس کېدلو څخه ځان ساتل :
په دې فکر اوسېدل چي څنګه پرېشاني ليري کړې او يو کار ترسره کړې ، دا مرسته در سره کوي چي متمرکز واوسې. پدې معنا چي په مناسب وخت او مناسب ځاى کي کار کول او يوازي توب تر ډېره حده ستا څخه پرېشاني ليري کوي.
ډېر فکر او اندېښنې نه يوازي دا چي د دباندي څخه راپېښېږي بلکي؛ ستړيا، تشويش کول، مفليسي او نور… دي چي مخنيوی يې ګران کار دئ .


۳- په يوه وخت کي يو فکر درلودل :
اصلأ موږ ته دا ښه خوند راکوي چي دوه يا څو کارونه دي پر يوه ځاى ترسره کړو ، مګر د څو کارونو يو ځاى او پر يوه وخت اجرا کول مو د نورو سختيو سره هم مخ کوي.


۴- بيا ځلي فکر کول او تکرارول :
بيا ځلي فکر کول او  تکرارول زموږ سره د يو ښه پلان په جوړولو او طرحه کولو کي مرسته کوي.
لنډه ساه اخيستل او بيرته کارته ادامه ورکول هم يو کار آسانه او هوسا ښکاره کوي.


۵- دمه کول :
آيا تاسي تر اوسه پر يوه کار باندي بار، بار فکر کړی دئ ؟


د لږ وخت څخه وروسته ستا فکر د هغه ځايه څخه شروع کيږي چي تا وقفه شروع کړې وه ، نو بيا شروع سوى کار نور هم درته مشکل او سخت سي .


پوهانو ثابته کړې ده چي لنډه دمه کول او پام په بله کول مو ذهني توجه قوي کوي.


د ذهني توجه جوړول مو د ژوندانه و هغو شيانو ته چي سرته رسول يې ستاسي و ژوندانه ته برياليتوبونه راوړي؛ متوجه کوي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته