تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کمزوري ایمان علامې
  تعلیم الاسلام
  February 4, 2017
  0

 پر اسلام د عمل نه کولو یا د کمزوري ایمان علامي

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم السلام ویب پاڼه
 
پدې باوري یم چي د فتنو په نننۍ زمانه کي به د لاندي علامو څخه ځیني په ما او تا کي وي. دا بدیاني درسره یاداښت کړه او په کراره کراره د یوي یوي څخه پرهیز وکه او الله جل شانه ته توبه وباسه.
 
۱. خپل ورځني کارونه او مهالویش د لمانځه پر وختونو نه برابرول نو ځکه مو زیات وخت لمونځ قضا یا بې جماعته وي.
 
۲. ورځ یا دوي راباندي تېري سي خو موږ د قرآن کریم تلاوت هم نه وي کړی ځکه چي موږ مصروفه یو.
 
۳. نیک او ښه عملونه پریږدو؛ ځه! دا کار به سبا وکم، بله ورځ به ئې وکم او اخیر پاته سي.
 
۴. موږ د الله رب العزت څخه د جنت غوښتنه دومره ډیره نه کوو لکه څومره چي د دونیا غوښتنه کوو.
 
۵. که په کوم حرام یا مکروه عمل اخته یو لکه د ږیري خریل، د حجاب نه پالل،  او ... که د چا لخوا د هغه د پریښودلو راته وویل سي نو موږ ورسره جنجال کوو یا په اسلام کي و هغه ناروا عمل ته لار پیدا کوو.
 
۶. موږ همیشه ژر ژر لمونځ ددې لپاره پای ته رسوو ترڅو په خپلو دونیوي کارو اخته سو.
 
۷. د خپل ظاهري جوړښت او ښکاریدو خیال ساتو خو باطن کي مو شیطان اوسي.
 
۸. ښه وینو چي نورو ته مرګ راځي خو موږ ئې په اړه هیڅ فکر نه کوو.
 
۹. موږ د غرب او کفري هیوادونو د لیدلو او هلته د اوسیدلو هیله اوس هم پټه پټه په زړونو کي لرو.
 
۱۰. ځان د نورو د توجه وړ ګرځوو البته په دونیوي یا عبث شیانو کي.
 
۱۱. د دنیوي شیانو لپاره یو د بل سره سیالۍ کوو.
 
۱۲. د طاقت، قدرت، واک او درناوي درلودلو تنده مو هيڅکله نه ماتیږي.
 
۱۳. سخت خواشیني کیږو کله چي هغه څه پلاس را نه وړو چي موږ  ئې غوښتنه کوو.
 
۱۴. د صغیره (کوچنیو) ګناهونو کول هيڅ ګناه نه راته ښکاري.
 
۱۵. د حرام کار پر نه کولو توانایي نه لرو که بیا هم  پر و توانیدلو نو بیا توبه ځنډوو.
 
۱۶. د الله جل شانه د خوشحاله کولو په خاطر موږ نور نه سو خوابدي کولای.
 
۱۷. د لیري لیري راتلونکي لپاره پلانونه جوړوو خو دا مو هیر کړي چي داغه ګړی مړ ه کیدای هم سو.
 
۱۸. اسلامي زده کړه مو تر کاروبار او دنیوي کارونو ورسته په پام کي وي. (ځیني خو بیخي ور څخه لیري وي)
 
۱۹. داسي ملګري مو نه دي انتخاب کړي چي هغوی و موږ ته الله جل شانه را پیاد کړي.
 
۲۰. موږ دکلتور او عنعناتو خیال ساتو که څه هم هغه د اسلام سره په ټکر کي وي.
 
۲۱. هغه خلک موږ ته کامیابه معلومیږي چي په دونیا کي کامیابه وي نه هغه چي د اخرت د کامیابۍ په لټه کي دي.
 
۲۲. ورځ ټول پرته د مرګ د یادولو راباندي تېره سي.
 
۲۳. وخت پر هغه کارونو تېروو چي هغه د اخرت لپاره هیڅ ګټه هم نه لري.
 
۲۴. د عبادت کارونه راته سخت وي.
 
۲۵. سربیره پردې چي موږ ښه پوهیږو الله رب العلمین اصراف او بې ځایه لګښت نه خوښوي خو بیا هم موږ خپل ورځني لګښت ته تغیر نه سو ورکولای.
 
۲۶. د شتمنو ژوند راباندي اغیز کوي او ځانته مو ورکشوي خو د علماو څخه موږ خپله لیري ځو.
 
۲۷. د سود زیانونه او د هغه څخه منع راته بیان سوي خو بیا هم موږ  سود د ژوندي پاته کیدو په بهانه خورو.
 
۲۸. هغه څه چي موږ ئې تر ټولو ډیر په اړه فکر کوو یا ئې راغونډوو هغه پیسي دي.
 
۲۹. هیڅکله هم دا فکر نه کوو چي نن مو اخیري ورځ کیدای سي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته