تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسجدو موږ رسوا کړو!
  تعلیم الاسلام
  September 8, 2017
  0
ژباړه: محمد امین سایح / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
په یو مسجد کي می لمونځ وکړی ، تر لمانځه وروسته مي یوه سپین ږري ته پام سو هغه زما په غوږ کي کرار راته وه ویل ؛ د مسجد اولو صفو ته ګوره او د لمونځ کونکو پر مخانو پام وکړه ، ما ورته وکتل ، بیا مي سپین ږري ته مخ ور واړوی ، او ورته وه مي ویل: څه مقصد دي وو ؟ 
 
ده راته وویل: ایا ته په اولو صفو کي یو سرمایه داره شتمن او د رتبې او منصب خاوند وینې؟
 
 
ما ورته وویل: سته خو لږ دي.
 
ده وویل: ټول یا اکثره د دوی مزدور کار ه خلګ دي ، یا موټروانان دي یا کاریګر یا د کوچنۍ وظیفې خاوندان دي او یا وزګار دي یا فقیر یا طالب العلم او یا کشران دي. 
 
ما ورته ویل چي هو.
 
سپین ږري وویل: زموږ مرتبې هم د الله عزوجل په نزد دغه ډول دي. 
 
او زیاته یې کړه چي زما اوسنی ځای او ستا ځای ته وګوره په څلورم او پنځم صف کي، همداسي به د قیامت په ورځ هم وي.
 
بیا یې وویل: الله تعالی دي د مسجدو خیر جاري لري ، موږ يې رسوا کړو او زموږ منزلونه او مرتبې یې ښکاره کړي. 
 
دده خبرو زه په تعجب کي واچولم ، او دده رایې ډير حیران  کړم او دا زما پر تندي یوه قوي چپلاخه وه.
 
ما ته یې د الله رب العزت قول را پیاد کړی:
 
( وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ، أُولئِک الْمُقَرَّبُونَ ) سورة الواقعه
 
یعني په ښو اعمالو کي سبقت کونکي هم دوی مخکي کیدونکي دي (جنت ته) ، همدوی نژدې کړل سوي دي (الله ته) د جنتونو په نعمتونو کي به وي.
 
او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم قول یې را پیاد کړی چي فرمايي:
 
( لَوْ يَعْلَمُ النَّاسُ مَا فِي النِّدَاءِ وَالصَّفِّ الأَوَّلِ ثُمَّ لَمْ يَجِدُوا إِلاَّ أَنْ يَسْتَهِمُوا عَلَيْهِ لاَسْتَهَمُوا وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِي التَّهْجِيرِ لاَسْتَبَقُوا إِلَيْهِ وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِي الْعَتَمَةِ وَالصُّبْحِ لأَتَوْهُمَا وَلَوْ حَبْوًا.)(بخاري)
 مفهوم یې دا دی : که خلګ پوهیدای چی په اذان او صف اول کي څه دي؟ (څومره ثواب دی) ، دوی به بیله قرعه اندازی بل څه نه وای پیدا کړي او قرعه اندازۍ به یې پر کولای ، او که دوی پوهیدای چي په تکبیر نیولو یا ماپښین لمانځه ته په وختي تګ کي څه دي؟  نو دوی به ژر ور تللای ، او چي دوی پوهیدای چي د ماخستن او د سهار په لمانځه کي څه دي دوی به پر لاسو او زنګنو (خالپوسو) ورته راتلای .
 
دغه وه خلګو او کشرانو ته ورسوی شاید دوی پند واخلي.
 
یا الله زموږ پر ضعف او کوتاهیو رحم وکړه ، 
 
یا الله ما ته او زما والدینو ته او ټولو مومنانو ته مغفرت وکه په هغه ورځ چي حساب کیږي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته