تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امام ابوحنيفه رحمه الله او علم حديث
  تعلیم الاسلام
  April 29, 2017
  0
رالېږونکی: محب الله ذاکر / تعليم الاسلام ويب پاڼه
 
 
امام ابوحنيفه رحمه الله او علم حديث 
 
 
څرنگه چې د صحابه کرامو رضی الله عنهم په برکت د افغانستان وگړو د اسلام مبين دين ومنلو اود ټولو دينى احکامو صحيح طريقې يې ورڅخه زده کړې او بې له کوم اختلافه ټول د شرعي حنفي مذهب منونکي او پيروان وه.
 
او دا مهال چې ځينې افغانان يا نور وگړي تقليد او مذهب ته شرک، بدعت او ناروا وايي او مجتهدينو امامانو ته غيرمؤدبانه الفاظ استعمالوي، دا چې ولې او څنگه ؟!
 
لږ ژورسوچ او قضاوت دي دوی پخپله وکړي، البته دوو ټکوته په کتني سره وايم چې حنفي فقه خو د کتاب، سنت او د صحابه ؤ د بيان موافق دي، نو ايا دوی اصحابانو ته د شرک او بدعت نسبت کوي (اعوذبالله).
 
دويم دا چې غير مقلدين د اوسنيو علماو اقوال مني او استدلال يې هم گرځوي لکه (شيخ ابن باز،نجدي ،او..)  نو که تقليد او مذهب  بدعت يا شرک وي دوی خو هم په دې کار سره مقلدين سول نو زمونږ اود دوی څه توپير (فرق) وسو.
 
په داسي حال کې چې مونږ د خيرالقرون علماو اقوال منو او دوی يوازي ددې عصر د علماو اقوال مني، او که وايې چې مونږ قرآن  او حديثو څخه پخپله فهم د احکامو کولى سو، نو دا خو ناشونې ده او که فرضاً يو عالم يې لږ څه استعداد ولري نو پاتي نور به د خپل دغه عالم قول مني نو ښکاره ده چې په دې سره دوی ددې عالم مقلدين سول.
 
په همدې منظوراحقر (سادات) د رسالې په آخرکي د امام ابو حنيفه رحمه الله د علمي ځواک او يو لړنورو معلوماتو په هکله د عشر عشير(سلمه) په توگه  مختصره څېړنه وليکله، که څه هم چي په دې موضوع مستقل کتاب ليکل کيږي.
 
ددغه امام په اړه يوه رساله کې ليکل داسي مثال لري لکه څوک چې بحر په يو واړه جام کي اچوي، او د پوره وضاحت لپاره مهرباني وکړئ د مولانا محمد سرفراز صفدر کتاب (کلام المفيد فى اثبات التقليد) وگورئ، چې په دې موضوع ډېر يو بهترين کتاب دى.
 
د امام ابو حنيفه نوم نعمان (نعمان د نعمت اسم مبالغه ده) زوى د ثابت چې مشهور په امام ابوحنيفه وو، په ٨٠هـ کال يې سترگې دنيا ته پرانستلي، ليکن د امام صاحب لقب امام اعظم او کنيت يې ابو حنيفه دى، ليکن دا کنيت يې حقيفي نه دى، ځکه چې د هغه څوک ولد د حنيفه په نوم سره موسوم نه و، بلکې دا کنيت د صفتي معنا په لحاظ سره دى يعنې ابوالملة الحنفيه.
 
په قرآن کريم کې الله تعالی مسلمانانو ته خطاب فرمايلې (واتبعوا ملة ابراهيم حنيفا)[فتاوى ودوديه ج ١،معراج الواعظين، تاليف: مولوى گل رحمن حقانى] 
 
يا لکه چی ابن مسعود رضی الله عنه معاذبن جبل ته (امتاٌ قانتاٌ لله حنيفاٌ) ويلو.(عمدت القاری ،فتح الملهم ۵۴۱/۱) 
 
الکنية قديکون بالا وصاف کابى الفضائل وابى الحکم وابى الخير،وقديکون،بالنسبة الى الاولاد،کابى سلمة،وقديکون الى ملابسة کابى هريرة،وقديکون للعلمية الصرفة کابى بکر وابى عمرو.(مرقات المصابيح،حاشية النسائى ج٢_٣٠٣).
 
ابوحنيفه رحمه الله لمړنى کس وو چي د اصول فقه علم يې تدوين کړو، او د هغې په اساس يې د کتاب الله  اوسنت څخه په استنباط د نوومسئلو اجتهاد ته مخ وگرځوی، د عراق د ډېرلوی فقيه، حماد بن ابى سليمان سره يې د درس حلقه کي گډون وکړ او شپږ کاله (١٣٠_١٣٦هـ) يې د علماو د ملاقات لپاره په مکه کې اقامت وکړی.
 
-------------------
ماخذ: د کوثر اوبه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته