تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جنګ د هر چا سره؟
  تعلیم الاسلام
  September 28, 2017
  0

 

لیکنه: ډاکټر  نثار احمد صمد "واصفي" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

موږ او تاسي ګورو، چي هره ورځ بعضي کسان په کاغذي او برقي خپرونو ( لکه: ورځپاڼو، مجلو، رسالو، کتابونو، ویب پاڼو، ټولنيزو رسنيو، راډیو ګانو.... ) کي د یو چا د اړونده لیکنو یا خبرو په سر د هغوی سره مجادله، مقابله، مباحثه او مناقشه کوي، چي ولي دي دغسي یا هغسي لیکلي دي او ولي داسي یا هسي وایې. آن دا چي یو بل ته له چوکاټه وتلي سپکي سپوري لیکي یا وایي. 

 

اوس نو که موږ ښه ځیر او دقیق سو، وبه ګورو، چي صرف د الله تعالی او بیا د هغه د رسول  صلی الله علیه وسلم  خبري بالکل صحیح دي. د هغوی څخه پرته د نورو ټولو انسانانو ځیني خبري صحیح او ځیني ئې غلطي دي، دا ځکه چي انسان اصلأ د غلطیو څخه تش نه دی. موږ او تاسي به ځیني داسي کسان ووینو، چي د هغوی د سلو خبرو څخه به (۸۰) اتیا ئې صحیح او (۲۰)  شل ئې غلطي وي. نو موږ ئې باید اتیا صحیح قبولي کړو او شل غلطی ئې رد او بې باکه کړو. 

 

خو داسي انسانان به هم ووینو، چی د سلو څخه به ئې اتیا خبري غلطي وی او (۲۰) شل به ئې صحیح وي. نو لازمه ده، چي د هغوی شل صحیح قبولي کړو او اتیا غلطي ئې په باک را نه وړو، خو باید ورسره و نه جنګیږو.

 

په سلو کي سل خو یوازي د پیغمبرانو علیهم السلام خبري صحیح وي، لاکن موږ پوهیږو، چي پیغمبران علیهم السلام خو نور نه راځي. نو که موږ په کاغذي او برقي خپرونو کي پیغمبران لټوو دا زموږ خپله ستره اشتباه او ګناه ده.

 

پس غوره او بهتره دا ده، چي پر خپله رویه او سلیقه له سره کتنه وکړو او په ځان کي د بې باکه کولو یا اهمیت نه ورکولو یا نظر انداز کولو جوهر پیدا کړو. 

 

 یعني د هر چا خبره او لیکنه، چي په نظر غلطه راسي هغه باید په باک رانه وړو او مخته ولاړ سو، خو صحیح ئې قبوله او حصوله کړو. 

 

زه شخصأ همداسي کوم او همدا مي تګلاره او کړنلاره ده. هره ورځ په ویب پاڼو، فېسبوک او نورو خپرونو کي په سلګونو غلطي حتی ناروا خبري وینم، لاکن هیڅ ئې په باک نه راوړم او نه ورسره جنګېږم، بلکی خدای ته ئې پریږدم. څوک به ئې د عُقدې په خاطر، څوک به ئې د عقیدې په خاطر او څوک به ئې د پیسې په خاطر کوي.

 

 نو د چا او چا سره به هره ورځ جنګېږم ؟ که داسي وکړم، نو همدلته به بند یم او پرمخیون به مي ځای پر ځای ولاړ وي او د هیڅ کار او هیڅ خدمت وړ به نه یم او سیالان به هم ښه خوشحاله وي. نو آیا دا به زما لویه غلطي او ناکامي نه وي ؟

 

وګورئ! خورا مشهور او مدبر عالم هم غلطي کولای سي، دا ځکه چي د انسان په خټه کي لږ یا ډېره غلطي اخښلې ده. آیا د ابوالبشر آدم علیه السلام څخه هم یوه کوچنۍ سهوه ونه سوه ؟ او ژر پر هغه پښېمانه نه سو ؟ که نن هم هر انسان خپله غلطي ومني او پر هغه پښېمانه سي، نو هغه پوه شخص دی که نه جاهل دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم  څه ښه فرمایلي دي: خلک (د حالاتو او صفاتو په اعتبار) د هغو سلو اوښانو په ډول دي، چي په هغو کي یو دانه د سپرلۍ وړ وي (یعني خلک خو ډېر دي مګر با استعداده عالمان او صالحان لږ پیدا کیږي)، (متفق علیه). 

 

نو باید له دې درکه ځانونه غمجن او خوږمن نه کړو، بلکي برعکس باید پتمن او ګټمن واوسو. د هر چا خبره یا لیکنه، چي صحیح وي هغه ته یوه دعا وکړو او د هر چا خبره یا لیکنه چي غلطه وي هغه ته باید دوې دعاوي وکړو ؛ دا ځکه چي هغه دعاوو ته ډېر محتاج دی!

 

 منبع: (اول د ځان اصلاح، ج: ۲، ناچاپه) (تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته