تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په روژه کي څلور لوی کارونه
  ژباړه: محمد اسمعیل مخلص
  March 23, 2023
  0

نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمايي: چي د روژې په مياشت کي  د څلورو شيانو په کثرت سره دکولواهتمام کوئ،  چي په هغوکي دوه شيان داسي دي چي په هغه سره تاسي خپل رب (جل جلاله) راضي کوئ  او دوه شيان داسي دي، چي د هغه څخه تاسي هيڅکله نه بې پروا کېږئ.

چي نه ورڅخه بې پروا کېږئ يو د هغه څخه کلمه طيبه ويل دي او بل په کثرت سره د استغفار ويل دي.

اودوه نورشيان په دې ډول دي: د جنت سوال وکړئ او د دوږخ څخه پناه وغواړئ . صحيح ابن خزيمه (حديث نمبر ۱۷۸۵)

حضرت ډاکټر عبدالحی عارفي  فرمايي: چي د روژې په مياشت کي دوه عبادتونه دي، چي تر ټولو لوی دي يو په کثرت سره لمونځ کول  دي (چي تراويح، تهجد، اشراق، څاښت  او د اوابين لمونځونه پکښي شامل دي.) دوهم د کلام پاک په کثرت سره تلاوت کول دي چي څومره دي طاقت وي په هغه اندازه.

دا څلور عملونه پدې ډول دي:  کلمه طیبه ویل، استغفار ویل، د جنت غوښتنه کول او د دوږخ څخه د ځان ژغورني غوښتنه.

د روژې د مياشتي تر راتګ مخکي باید د اعمالو لپاره ښه تقسیم اوقات جوړ سي او تر خپله وسه عملي سي، د روژې په مټ د الله تعالی څخه رحمتونه واخلئ او د الهي نعمتونو څخه لمن ډکه کړئ. دا به ډېره ښه خبره وي، چي خپله یوه ثانیه هم د الله تعالی بې عبادته تېره نه کړو او که مو داسي ونه کړه، بېغوري او کوتاهي وسوه او په شوق او جذبه موعبادات ادا نه کړل. په پایله کي به د رحمت الهي څخه محرومه سوي یو او د الله  تعالی د غوره بنده ګانو په لست کي به موځان نه وي شامل کړی

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته